داخترمبارکي
عبدالقیوم معلم عبدالقیوم معلم

بــــــــــــــــسم الله  الرحمن الرحیم

 

 

اخترمومبارک سه ، لوی اختر دقربانې اختردئ،لو اختر دحج دادا کولو اختر دئ. دا چي دقرباني کولوتاریچه اودهغه اجرأ داسلام  دمؤبین دین له رویه  څه ده اودحج فریضه ولې فرض سول. دبشرپه خیرڅه رمزونه په کښي  نغښتي دي یا نه پدې خبروبه کارونه لرم .خوداضرورده چي  زه دیوه افغان اوپخواني حزبي  په صفت یوځل بیا داختر درارسیدو په پلمه  ستاسي تر غوږنو دزرګونو دربدرو حزبیاو آواز چي ستاسي دبیغوریو دلاسه  تر اوسه پوري  دآورپه لمبو سوځي درورسوم.

 

الف: - دهغو آوازچي  تاسي یې  دچوکیو،منصب ،قدرت اوموټرونو اونورو.... خاوندان  یې کړاست.

 

 ب: -  آیا  دغه  نن چي  تاسي  په خپلوکورنوکي د اولادونوسره  په خارج کي ناست یاست ،خواړه لرۍ ،کالي لرېۍ ،دوا اوډاکترته ته لاس  رسی ، اولادونه مو تحصل کوي  اونور.....

د: - هغوی چي ستاسي سره ملګري وه ،شهید،معیوب،لیوني ،مفلیس،بې کوره اواولادونه یې بیسواد،فقیراوس ګرځي اونور.....

تاسي ته دغه نعمتونه چا درپه برخه کړل؟ اودحزب  غړي چاه په دغه بد بختي ولړل؟ آیا دخپلواولادنوسره چي آرام  ناست یاست دآختر لمانځنه کوې ،یوځل موتیرکړه نه دریادیږي؟ دخپلوغریبواوشهیدوملګرواولادونه مونه دریادیږي؟.هغه چي تاسي به ضمیرباله هغه بدبخت ضمیرونه ولي بیده یا مړه سول؟.هوموږ لمړی فکر کاوه چي دحزب په رهبرۍ کي څوتنه  خائینین وه.چي داحزب یې ټوټه ټوټه کړې. خودغه  وروستیو کلونو دا ثابته کړل چي نه  تر رهبرۍ علاؤ نورپاخه خائینین  لاسته چي  نه پریږدي  دځوا نیمرګ  حزب سره پاشلې اعضأ  پریوټغر سره راټول سي. په وطن کي  دیوه چپ غښتلي  جنبش اساس کښیږدي. زه پدې خبره باور مند یم چي زموږپه غم آخته هیوادکي  ډیرکلونو نورهم بل  بریالی چپ سازمان ترهغو نسي  جوړیدلای اونسي مؤفق کیدلای چي هسته یې دغه پخواني حزبیان جوړه نه کړي.ضرورت دئ اومجبویت  دڅه وخت دپاره شاته کښیږدۍ هغه نومونه،هغه تاسي ته محترم مړه شخصیتونه او لویدلي بیرغونه چي ټولوته دمنولونه دي اوپه یادولواوستایلویې تشنج زیاتیږي.  

نوتاسي په مسؤلیت یوځل بیا پر خپلوکړنو تجدید نظروکړۍ ،هیڅ  دبل  سره اتئلاف ،دبل سره تلل،په پردي پوښ ننوتل سیاسي ګټه نه لري.

هیمت پکاردی ،ترځاغوښتنو تیرسي اوکه تاسي ځان غوښتونکي نه یاست نوبیا ملاوتړۍ  یوه واحده لاره ونیسۍ. دیوه نیرومند حرکت دجوړیدو پرلور. په عیزت اوسۍ .






October 12th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسايل اجتماعي