ژور خپګان
عنایت الله پویان عنایت الله پویان

                                                                        

 

 د(۱۳۴۰) لمریز کال څخه را نیولې د(۱۳۴۲)لمریز کال تر پایه پورې  زما لپاره  د خوږو خاطرو کلونه ووـ د همدغو کلونو په اوږدو کې زه د پولیسو په اکاډمۍ کې د کمیسارانو د پوهنځي محصل ؤم ـ زمونږ د پوهنځي په تدریسي پروګرامونو کې د مسلکی او حقوقی او پولیسې مضامینو تر څنګ د اروا پوهنې (کریمنل پسې شې لوژي ا وټولن پيژاند نې) مضمون هم شامل ؤـ کله چې به د اروا پوهنې د مضمون استاد ټولګي ته را ننوت نو سم د لاسه به يې پوښتنې پیل کړې: هلکه ؤوایه د مور او پلار لمړنی او که منځوی او که اخرنی زوی یې؟ نو د ټولګی هلکانو به د خپل ځان او خپلو ورونو او خویندو د زیږون او مشرتوب او کشرتوب په هکله مالومات ور کول او استاد به د همدغو مالوماتو په بنیاد د محصلانو د اروایي  مزاجونواو روحی حالتونو په هکله علمی او اکادمیکې څرګندونې کولې ـ په هغو کلونو کې د اروا پوهنې په هکله زما اکادمیک مالومات بیخي ښکته وو اوحتي د ناقصو مالوماتو له کبله د پیریانو او شیشکو او خبیثه اروا ګانو په شتون او څرنګوالي  معتقد او باوری کس ؤم - خو د ژورو مطالعاتو او تحقیقاتو څخه وروسته زه په دې پوه شوم چې د اروا پوهنې د استاد خبرې رښتیا وې او پیریان او خبیثه اروا ګانې له چا سره کار نلري او په حقیقت کې د پیریانو اوخبیثه ارواګانو په مرض ککړ ناروغان هغه کسان دي چې د ځینو علتونو له کبله  د اضطراب او ژور خپګان په مرضونو او نا روغتیاوو اخته کیږي او یا په مراثي توګه د ژینینو د انتقال له لارې له خپلوپلرونو او مورګانو او نیکونو او نیاګانو څخه د ژورخپګان په مرض ککړ زیږیدلی دی او عام خلک دغه شان ناروغان پیریانی بولې او د معالجې لپاره یې  کوډګرو ملایانو ته ورولي او په ګوډو او تعویذونو اتکا کوي ـ په طبعي توګه بنیادمان له خپلو میندوڅخه له غم او غصي او اضطراب سره زو کيږي او دا چې انسانان د سوچ اوفکر او احساس خاوندان دي، نو خامخا لږ او یا ډیر اضطراب او غم او غصه په زړه کې لري ـ  تنکي نوی زو شوي ماشومان کله چې د لمړي زل لپاره  د ژوند ډګر ته سترګې غړوي هسې نه چې څوک ورته پام ؤنکړي او په میدان یې پریږدي، چغې وهي او ژاړي او د مور مرسته غواړي ـ مانا دا چې بنیادمان له ژړا او غم او غصې او اضطراب سره زو کیږي او له غم او غصې او اضطراب سره ژوند کوي او له اضطراب سره له دغې غمجنې دنیاګۍ څخه کډه کوي او بې احساسه او بې غمه انسان په جهان کې شتون نلري ـ اضطراب هغه حالت دي چې ګنې څه پیښ شوي نه دي او انسان  فکر کوي شایي پیښ به شي ـ بودګان او ژوې هم څه نا څه غم او تشویش او اضطراب لري خو د انسانانو د اضطراب په پرتله د ژوو او حیواناتو اضطراب او غصه بیخي لږه ده  او په هیڅ کې شمیرل کیږي ـ بودګان او ژوې ډاریږي او اضطراب نلري ـ ډاریدل هغه څه دي چې ژوندی موجودات  او حیوانات او یا انسانان ډارونکي او خطرناک شیان ویني او یا یې د شتون او خطر احساس کوي او په ډار کې لویږي او ترې تیښته کوي او ژورخپګان هغه حالت دی چې  چا خپل عزیزان او هغه څه چې ورته اهمیت او قدر لري او په لرلو او شتو یې خوشحال او په ورکید و یې خپه کیژي له لاسه ورکړي وي او غم او غصه کوي، لکه د مور او پلار او خپلوانو مړینه او بیلتون او یا له خپلې مورنۍ مینې اوکلي او کور او وطن څخه سفر کول او یا لوړ اجتماعي دریز اومقام له لاسه ورکول او یا په سوداګرۍ او تجارت کې دیوالی کیدل ـ د ساده او عوامو خلکو  اضطراب او غصه د پوهانو او مدني خلکو په پرتله بیخي لږ وي ـ انسان هرڅومره چې مدني کیږي او ترقي کوی او د پوهې خاوند کیږي  هغومره یې اضطراب او غصه ورسره زیاتیږي ـ  د ټولنې لوستي کسان د خپلې کورنۍ د غړو د  را تلونکي ژوندانه د سمون او ترقي په هکله غم او غصه کوي خو نا لوستي کسان د خپل را تلونکي ژوند لپاره غصه او فکر نه کوي اويا لږه غصه او غم کوي او د فکر د ستړیا له ستونزو او نا  خوالو او  اندیښنو او  اضطراب څخه لرې او بچ پاته کیږي ـ انسانان د ژوندانه په بهیر کې کله خوشحال او کله مضطرب او غمجن وی ـ داسې حالتونه طبعي او نورمال او ژر ختمیدونکی حالتونه دي او دغه اضطرابونه او خپګان ناروغتیا نه ده ـ خو هغه  ماشومان چې  د خپلو مورګانو له ګیډو څخه د ژینونو له لارې د ژورخپګان په مرض ککړ زو شوي دي او له  دلیل او علت پرته  شامدام غم او غصه کوی او ژاړي او خندا یې په شونډو نه لیدل کیږي، هغوي د ژورخپګان په مرض ککړ ناروغان دي او ناروغي یې خطرناکه او د تعمق او پام وړ خبر ده او دغه د ژورخپګان په مرض ککړ ناروغان پرته له  کلنیکې او طبي معالجو او درملو  په طبعي توګه د رغیدو امکان نلری ـ ځنې میرمنې او جلکیانې یوه شیبه ژاړي او اوښکې تویوي او  بله شیبه خاندي، دغو ژړا ګانو اوخنداګانو  ته د خوشحالۍ او ښادي ژړاګانې اوخندا ګانې ویلای شوـ د شرقي هیوادونو خلک خاص نړۍ لید او کلتور لري،په شرقي هیوادونوکې په خاصه توګه په افغانستان  کې د نارینه لپاره ژړا د پیغور او عیب خبر ده، نارینه او میړونه نه ژاړي او که نارینه او میړونه د میرمنو په څیر ؤژاړي، دغه حالت په میړونو کې د ژورخپګان علامت او دلیل کیدای شي ـ  د ژورخپګان نا روغي د پیړیو پیړیو په اوږدو کې له انسانانو سره ملګرې ده او انسانان د ژینونو د انقال له لارې له خپلو باباګانو او مورګانوڅخه په دغه مرض ککړ زیژیدلي دي خو ځنې کسان د ژورخپګان د نا روغۍ په ماهیت او خطرناکو عواقبو پوهیږي او د معالجې لپاره متخصصو ډاګټرانو ته ورځي او ځنې نا لوستي کسان نه پوهیږي او د ګوډګرو ملایانو په تاویزونو غولیږي او ګوډې اوباسي او تعویذونه کوي ـ هغه ژینونه چې له بابا ګانو او نیاګانو څخه مونږ ته په میراث رسیدلي دي اومونږ په دغه مرض اخته کوي کله (آن) او کله (آُف) وی ـ مانا دا چې کله ویده او کله فعال او ویښ وي  - د نارینه وو په پرتله په ښځو او جنکو کې د ژورخپګان ناروغي زیاده ده  ـ ځنې خلک پوښتنې کوي: دا ولې  د اتلسمې او نونسمې پيړۍ څخه وروسته په جهان کې د ژور ځپګان ناروغۍ زیاته شوله؟ د دغې پوښتنې په ځواب کې باید ؤ وایو: د اتلسمې او نونسمې او شلمې پیړۍ څخه وروسته ترنن پورې په خلکو کې مینه او انسانی اړیکې لږې شوې دي ، هر انسان د خپل ژوندانه په غم او روزګار کې را ګیر دي او څوک وخت نلري چې له چا سره دې خبرې او د زړه خواله او مرکه ؤکړي او د زړه باد  ؤباسې او یوازېتوب او تنهایی د ژورخپګان عامل کیدای شي ـ  مورګانې خپل تنکي ماشومان په کورونو کې پریږدي او په سرکاري دفترونو کې کار کوي او د یوه کال او دوو او یا دریو کلونو تنکي ماشومان د مورګانو له محبت او پاملرنې محروم اوبې برخې پاته کیږی او د  ژورخپګان(دیپریشن) په مرض اخته کیږي ـ ځنې میندې د خپلو تنکو ماشومانو په وړاندې د مینې احساس او عواطف نلری، له خپلو تنکو ماشومانو سره مینه نه کوي، نو ځکه ماشومان یې د ژورخپګان په مصیبت اخته کیږي ـ او دا  خبره هم باید هیره نکړو هغه تنکي ماشومان چې په افراطي توګه نازول کیږي اومورګانې يې ورسره په افراطی ډول  مینه کوي او د فارسی ژبو کسانو په قول (بچه های ننه) او نازولي روزل کیږي د ژورخپګان کاندیدان کیدای شي او همدا رنګه د هغو ماشومانو لپاره چې مورګانې یې مړې دي او یا له کور څخه تښتیدلې وي او یا طلاقې شوې وي اومور او یا ترور او خپل او خپلوان نلري چې پرې پام ؤکړي د ژورخپګان په مرض اخته کیدل يې له امکان لرې خبرې نه د ی او نورمال تنګی ماشومان هغه دي چې په روزنه کې یې افراط او تفریط  ؤ نشي ـ او بله خبره د حسادت خبره ده، په کور کې د کور د مشرانو له خوا يو ماشوم نازول کیږي او بل ماشوم له پامه غورځول کیږي، دغه په ماشومانو کې د توپیرچاچلند په تنکو ماشومانو کې د حسادت او کینو غمیزې را پاروي، معمولا ځنې خلک د کور لمړي زوی ته د زیات محبت او قدر په سترګو کوري  ا و جلکیانې خو په اصل کې د خپلو او لادونو په قطار کې نه شمیري، نوځکه هغه ماشومان چې د خپلو  مشرانو ورونو په پرتله ورته پام نه کیږي د بدبینیو او کینو سره مخامخ کیږي او قهرجن روزل کیږي او کله چې بلوغ ته ورسییږي ستالین او پولپوت، هیتلر، پنوشه ،ماوو، چنګیز، ګوډ تیمور او داسې نور ناروغان او د افغانستان ځان وژونکي ټوپکسالاران او ځان وژونکي ترورستان او قاتلان ترې جو ړیږي ـ د (دیپریشن) یا ژورخپګان مریضان د کال په ځینو موسمونو کې بد حال لري اوپه ځینو موسمونو کې یې حال ښه وي ـ او ځنې کسان د ځینو پیښو له کبله د شپې او ورځې په څلیرو ویشتو ساتونو کې یوسات خوشحاله او بل سات غمجن وي، دغه حالتونه د انسان لپاره نورمال حالتونه دي او ناروغي نه ده، خو هغه کسان چې له علت او دلیل پرته شامدام غمجن دي او ژاړي او خندا يې په شونډو نه لیدل کییږي او ژوند ورته تریخ او جهان ورته له ښایست او ښکلا تش ښکاری او د ځان وژلو هڅه کوي د ژورخپګان په مرض ککړ خلک دي او په حتمي توګه باید درملنه یې ؤشي ـ د  ژورخپګان معالجه له ستونزو ډکه خبرده اوکلونه په کار دي چې دغه ناروغي چې یوه عاطفي او اروایی ناروغي ده مهار او له بدن لرې شي ـ ځوانان له پنځه ویشتو کلونو عمر را نیولې تر پنځه پنځوسو کلونو عمر پورې د دغه مرض نوماند  کیدلای شي او د سپین ږیرو لپاره د شپیتوکلونو عمر د دغې ناروغۍ شاخص کیدلای شي ـ د ځینو کتابونو مطالعه چې د مرګ او قیامت او د قبر د عذاب او د انکیر او منکیر د پوښتنو او د جهان د ختمیدو او د زلزلو او توفانونو او د حشر د ورځې په هکله څرګندونې کوي د خپګان د مرض عامل کیدای شي ـ په کور کې زړه انا او یا زوړ سپین ږیری بابا ا و یا د ماشومانو مور د اوږد عمرلپاره د ژورخپګان په مرض ککړ کسان دي او پرته له کومې ځانګړې پیښې شامدام ژاړي او غم اوغصه کوي، دغه ناروغ کسان کولای شي خپله د ژورخپګان ناروغتیا د کور نورو کسانو ته انتقال کړي ـ د ژورخپګان د ناروغ لپاره کفایت کوي د یوه سات په مودې کې له روغ بنیادم سره په تماس کې شي او دغه ناروغي مقابل لوري ته انتقال کړي ـ د کور غمجنه فضا، نا امني او جګړې او لوږه اوبی کوري او په کور کې د میرمنې او خاوند تر منځ ناندرې او دعوې او شخړې، په هیواد کې اداری پسات او بي عدالتي ګاني او د هیواد ویجاړ اقتصادي حالت او نا روغتیاوې او دا سې ډیر علتونه دي چې د یوه هیواد وګړي د ژورخپګان په مرض اخته کولاي شي او دا خبره هم شایي هیره نکړو( جسمي نا روغتیا) او( روحي  ناروغتیا) دواړه د ژورخپګان د مرض عامل کیدلای شي ـ د شکرې ناروغۍ او په وینه کې د منرالونو او ویتامینونو لږوالی د دغه مرض عامل کیدای شي ـ د ژورخپګان  ناروغان کله چې يې ناروغتیا د حاد مرحلې ته ورسیږي، ناروغ خپل فکري او جسمي تعادل له لاسه ورکوي او د زړه د نا منظم خوځښت  او د کلمو او د ګیډې د درد او بې اشتها یي او کاذبې اشتها او سر ګنګسي او بې خوبي او د بدن د ستړیا او کسالت په مرض هم اخته کیږي، د ژورخپګان ناروغان منظم خوب  نلري او کله یې خوب زیاتیږي او کله یې خوب له سترګو آلوزي او کله ډارونکي خوبونه ویني او کله په بیدارۍ کې د داسې کسانو د لیدو احساس  کوي چې په حق رسیدلي دی او شتون نلري او کله د داسې کسانو غږونه آوری چې حاضرنه دي ، همدا رنګه د ژورخپګان ناروغان کله د خوراک لپاره غالبه او کاذبه اشتها لري او ډیر خوراک کوي او کله د خوراکي شیانو وږمه او بوی پرې بد لګیږي او له خوراک څخه ډډه کوي ـ د ژورخپکان ناروغان کله ناکله احساس کوي چې ګنې خپله طبعي ښکلا یې له لاسه وتلې ده او د بیزوګانو او پيشوګانو او وحشي ځناورانو په څیر مسخ شوې دی ـ د ژورخپګان د ناروغا نو د غاړو غړي او هډوکي قوت نلري نو ځکه د هغوي لپاره ناشونې خبر ده چې خپلې ککرې ؤچتې اونیغې ؤساتي،هغوی زوړن سرونه تګ کوي ـ د انسانانو د ککرو ماغزه په دو برخو (ښۍ برخه او کینه برخه) ویشل شوي دي، د ماغزو ښۍ برخه له چاپیریال څخه له اضطراب ډکې او زهرجنې خبرې را ټولوي او بیایې د ماغزو کینې خواته لییږدوي او د ماغزو کیڼه خوا دغه را ټولې شوي زهرجنې خبرې د انسان ټول بدن ته انتقالوي او د میرمنو د ماغزو ښۍ برخه بیل او کینه برخه بیل په مستقله ټوګه کار کوي، میرمنې کولای شي په یوه معین وخت او زمان ګې هم  له چا سره ټیلیفوني خبرې ؤکړي او هم د تلویزون پروګرام په زهن کې کاپي کړي ـ  د مرض د حاد او شدت په حالت کې  د ژورخپګان ځنې ناروغان د لویوالي احساس کوي او ځانونه ورته د ټولنې مهم شخصیتونه او د خدای ولیان او پیغامبران او مقدس انسانان ښکاري او فکر کوي چې ګنې هغوی د روحانیت لوړې درجې ته رسیدلي دي او دعاګانې اوښیراګانې یې د خداې په دربارکې قبلیږي او خلکو ته دعا ور کوي او کله هم د حقارت او کوچنیوالي احساس کوې او ځانونه ورته په ګناهونو ککړ د خدای رټل شوي د دوزخ وړ کسان ښکاري او له علت پرته ژاړي او په دغه مرض ککړ ناروغان کله له ځان سره خبرې کوي او کله د بد امني احساس کوي اوکله فکر کوي څوک ور سره دښمني او قصد لري او د هغه پر ضد پلانونه جوړوي او کله دنیا او مافیها او ژوند او جهان ورته بې مانا او پوچ معلومیږي او د ځان وژنې هڅه کوي ـ د ژور خپګان ناروغان پخپل ځان ویسا نه دي او پخپل توان او مټ باور نلري او د ژوندانه په مسایلو کې سمه پریکړه نشي کولای  ـ په مینه کې افراط یعنې عشق د ژور خپګان عامل کیدلای شي ـ د اروا پوهانو په آند د افراطي مینې بل اړخ نفرت او زړه بدوالی دي او ساده مینه د هرچا لپاره د منلو وړ ده ـ له پاک خدای سره د منصور حلاج اورینه او افراطي مینه هغه وخت په نفرت بدله شوه  کله چې منصوریعنې افراطي مین په فزیکي شکل د خپل محبوب یعنې خدای تعالی په وصال بریالي نشو، او د خپل محبوب د بیلتانه په لمبو کې ؤکړیده او پخپل محبوب  يې د بیغور او بې وفا نوم کیښود او زه د دغې مقالې لیکوال دا چې منصور د اناالحق چیغه وکړه او ځان ورته لوی روحانی شخصیت اوحتی خدای ښکاره شو، د دې خبرې تايید کوم چې هغه د ژور خپګان په مرض ککړ کس ؤ او د بغداد خلیفه المعتصم بالله هغه ناروغ انسان د کفر په ویلو ګرم او په دار ؤځړاوه ـ د کم عمر جلکۍ چې د فرانسې په ورشوګانو کې یې شپنې کوله او (ژانداک) نومیده د پخوانیو کاتولیکو کلیسا ګانو د محکمې له خوا د بی دینۍ په تور ؤنیول شوه او بیا یې ژوندۍ ؤسوځوله،دغې دیارلس کلنې جلکۍ ادعا کوله چې ګنې د عیسي علیه السلام د مور(بی بی مریمې) او د آسمانونو د ملایکواو فرشتو او د میکایل او جبراییل آوازونه آوري  او هغې ته وایي (پاڅیږه! او ملا ؤتړه او خپله مقدسه خاوره (فرانسه) د اشغالګرو انګریزي استعمارچیانو له منګولو وژغوره) او کله چې ژانداک ښپاړس کلنه شوه ، د جنکو جامې یې ؤغورځولې  او د نارینه او هلکانو په جامو کې د هغو فرانسوي سربازانو په لیکو کې ودریده کوم چې د فرانسې د آزادۍ لپاره یې د انګریزانو پر ضد جګړه کوله خو د وطن ملي خیانت کارانو او جاسوسانو دغه مبارزه جلکۍ په انګریزانو خرڅه کړله او د پخوانیو کلیسا ګانو قاضیانو دغه مظلومه جلکۍ  د نارینه او د هلکانو د جامو د آغوستلو آو د آسمانونو د فرشتو د آوازونو د آوریدلو د ادعا ګانو په تور او کفر محاکمه او ژوندۍ ؤسوځوله ـ زما په آند ژانداک د ژورخپګان په مرض اخته وه او د ژورخپګان ناروغان کله نا کله د دا سې آوازونو د آوریدو او د  مړو کسانو د لیدو احساس کوي چې شتون نلري،روغ کسان دغه آوازونه او د کسانو څیرې چې شتون نلري نه آوري او نه ویني ـ په تیرو کلونو کې زه د بلخ د ولایت د پولیسو د قوماندانۍ د تخنیکي چارو  او زغروالو نقلیه وسایطو او ټانکونو مرستیال قوماندان ؤم او زما په دفتر کې را سره یو سرباز چې حیات الله نومیده د محروقاتو او مایعاتو د محاسب په توګه کار کاوه او دغه سرباز ادعا کوله چې ګنې د هغه په پیغلې لور پیریان ناست دي او خوب ته یې نه پریږدي او پریانو د هغه د کور ټول شیان سیځلي دي او کله چې د جنایي جرایمو د تحقیق غړي د حیات الله کورته ورغلل هغوی هم د حیات الله په کور کې د پیریانو د شتون  خبره له امکان لرې ؤ نه بلله او د جلکۍ پلار بیا بیا دا خبر کوله چې ګنې لور یې په رڼو سترګو پیریان ویني او دروغ نه وایي او د کور نور کسان یې نه ویني او  پیریانو د هغوی کور د اور په لمبو کې سیځلی دی ـ اوله څه مودې وروسته هغه جلکۍ په مرموزه توګه په دغه کور کې ؤ وژل شوه او کله چې مې له حیات الله څخه د هغې د متوفا پیغلې لور د روحیاتو او نفسانی حالت په هکله پوښتنه ؤکړه را ته یې ؤ ويل: پرته له دې چې څه پيښ شوي وي هغې شامدام ژړل او خندا او خوشحالی یې په شونډو کې نه وه ، هغې کله ډیر خوراک کاوه او کله به یې له خوراک څخه ډه ډه کوله او په وږي  نس به پې شپې ورځې تیرولي آو کله به یې په کلمودرد ؤ او کله به یې ساه بنده بنده کیدله او کله به د زړه د نا منظمو ټکانو سره ملګرې وه او د هغې غوږنه هم ورته پیریانو کاڼه کړي وو او د هغې په هډوکو او زنګنو درد لګیدلای ؤ ـ هغې به په خوب کې چغې وهلې او خوب یې نا منظم ؤ  او کله کله  به پیریان د سخی بابا په بشرې او جامو کې د هغې د خوب کوټې ته ورتلل او هغه به یې نازوله او کله نا کله به هغې ویلې: زه د پيغمبر د لور د (بی بی فاطمې) مینځه یم او دعاګانې مې قبلیږي او کله به ځان ورته مهم شخصیت ښکاره کیده او کله به یې د حقارت  احساس کاوه ـ هغه به کله د سباؤن په رڼا کې او کله به د ماښام   په تیارو کې ژړل او د غم کاسې به یې پیمانه کولې ـ هغې به راته ویل: د سر په کوپړۍ کې یې دانه (تومور) پیدا شوی دي او د سر د خوږ له امله په عذاب ده ـ هغې به راته ویل:پیریان یې د میږیانو او چینجو په څیر د ؤجود د پوټکي لاندې ګرځي او را ګرځي ـ د هغې لپاره ژوند د غمونو ګوډي ښکاره کیده او هڅه یې کوله ځان په څا کې ؤغورځوي او خپل ژوند ته خاتمه ورکړي او هغه له ستړیا سره ملګرې وه او ورو ورو یې قدمونه پورته کول ـ هغې فکر کاوه چې د پیغلتوب ښایست يې محوه شوي وي او هغه مسخه شوې وي او یا پیریانو هغه په شیشکو بدله کړې وي ـ  د مزارشریف ښاریانو تور لګاوه چې ګنې دغه جلکۍ په چا مینه وه او پلار یې هغه بل چاته ورکوله نو ځکه جلکۍ ځان ؤ واژه، دا خبرې له سره دروغ وې او هغه د ژیړ رنګ او وچو شونډو او خوار بدن خاونده جلکۍ د خپلو دردونو په غم کې اخته وه او جنسي خبرو ته یې پام نه کیده ـ که د دغې مظلومې جلکۍ مور او پلار خرافاتي کسان نه وای او د ګوډګرو ملایانو په دروغو نه غولیدای ، که د دغې ناروغې جلکۍ د کورنۍ غړو د جلکۍ د معالجې لپاره د متخصصو ډاکترانو طبي مشورې منلای او د کوډګرو او دروغجنو ملایانو په (چف او پف او انترمنتر) نه غولیدای د کم عمر هغه مظلومه جلکۍ به ژوغورل شوې وای ، خو داسې ؤنشو او هغې د دغې خطرناکې ناروغۍ له امله ځان ؤواژه او د ټولنې د خرافاتو قرباني شوله ـ د ژورخپګان ځنې ناروغان چې د (مینیا) په مرض اخته دي په افراطي توګه له حد زیات ښاد او خوشحال ښکاري، له هرچا سره ټوکې ټکالې او مسخرې کوي او بې ډمبکه او بې ډولکه سر مست ناروغان دي  او له نا پیژاندو خلکو سره ګرمه جوړتازه کوي اوجوش خوري او دا سې ښکاري چې ګنې شراب به يې څکلي وي ، د (مینیا) په مرض ککړ ناروغان ډیرې خبرې کوي اوچاته د خبرو کولو موقع او وار نه ورکوي د(مینیا) د ناروغانو د وینې فشار لوړ او خپل ځان کې ډیره انرژي لري، په هر مجلس کې ګډون کوي اوخلک خندوي او ډیرخاندي او په افراطي ټوګه خلکو ته میلمستیا جوړوي او د (مینیا) د نارغانو د ژورخپګان موده تر شپږو میاشتو غځيږي او کله چې معالجه یې ختمه شي او روغ شي نو بیا پوهیږي چې د ناروغتیا په حال کې يې ډيرې پيسې بې ځایه لګولې دي ـ دا وه د ژورخپګان په هکله زما مقاله،هیله کوم په لوستلو یې ګران لوستونکې خوشحاله شي ، د خدای ښه دې وي ـ

له هالنډ څخه د پولیسو  کمیسار عنایت الله پویان حسین خیل                                                                

 

 


March 17th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
علمي و معلوماتي