دعسکری مکلفیت دوه کلنه دوره
لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک

دافغانستان دپارالمان دغړو او سیاسی احزابو د توجه وړ

لندن د ۱۳۹۲ کال د حمل میاشت

قدرمنو هیواد والو، محترمو سیاست پوهانو ، اقتصاد دانانو ، او خاصتا مسلکی او مکتبی افسرانو سلام .

د مکلفیت د دورې په ارتباط ما په وار وار د جناب کرزی ، دکرزی دوزیرانو دفاع ، دوسله وال پوځ افسرانو او نورو لوستونکو ته او همدارنګه د پارالمان غړو لکه ( محترمه شکریه بارکزۍ - محترم د پارلمان دتفتیش دکمیسیون ریس او د پارلمان ریس ) ته له لندن څخه د هغو وسلو په شمول چې موږ د دکتور نجیب ا لله په دوران کې درلودلي دهغو عکسونه هم دغو عالی جنابانو ته لیږلي وو ، خو په ډیر تاسف سره چې یوه ( دکرزی نه شروع تر اخرین فرده د دی حکومت یوه هم زما خبره نه ده اوریدلي .

شاید اوریدلې ېې وی خو غرب په راس کې ېې امریکا نه ده ورسره منلې او هغه په څه ؟؟؟

په دې چې امریکا غوښتل زموږ بیسویه - مزدورو وزیرانو او کرزی ته ووایی چې موږ د تاسې تر څنګ شتون لرو ضرورت نشته چې تاسې ډیر لوی ، عظیم ، تربیه شوۍ ، تحصیل یافته ، او بل اخره ملي وسله وال پوځ ولرۍ او ضرورت سقیله وسلو ته نشته ، مخکې له دې نه امریکا قسمت اعظم محاربوی تخنیک بمبارد او په کباړ بدل کړو ، یو مقدار ېې خپلو هیوادو ته انتقال کړو ، یو مقدار مجاهدینو په خپلو منځو کې تقسیم او چپاول کړل البته د خپل قوت او زور په اندازه او هغه ېې په پاکستان او ایران خرڅ کړل، په تاسف سره ؟؟؟

سپکی وسلی لکه کلاشینکوفونه او کله کوفونه ، ماشیندارونه چې په سلاح کوټو کې پراته وو د خولی له طرفه نټ او بولت کړي، مجاهدینو ته ېې صرف دا ویل چې د ملحدینو ( کمونستانو شورویانو ) وسلې باید د پاکو مجاهدینو په لاس کې نه وې او موږ( امریکا ) او نورغربیان نوې وسلې درکوو ؟؟

توطیه دارنګه پیل شوه :

اولین کار ېې د ملي او تاریخی وسله وال پوځ مضمحل کیدل او د هغو چپاول او ترکه د اسلامی احزابو تر منځ هغه فیصله وه چې د نواز شریف د فرمان په اساس دغه میړنی وسله وال پوځ تخریب شوواواولینه ضربه هم په تحصیل کرده - وطن پرستو - پاکو با ناموسه افسرانو وارد شوه او هغوی ( ډي -ډي آر ) شول ، دوه مهم کارونه امریکا د پاکستان په اشاره تر سره کړل ( اول ېې ثقیله محاربوی تخنیک د هلیکوپترو او جت طیارو -ټانکو - ټوپو - راکټو - هاوانو - نقلیه وسایطو په شمول تخریب ، کباړ ، او په پنجابیانو وپلورل --- دوهم کارېې دملي وسله وال پوځ ، کدورنه ېې په کور کینول او کچالو خرڅولو ته ېې مجبور کړل ) په دغو اولینو اقداماتو ېې د مجاهدینو دحکومت ملا ماته کړه ( وسله وال پوځ ېې خلع سلاح کړو ، د ستراتیژیک لحاظه ېې د محاصری حلقه ېې د طالبانو او دریو نورو مجاهدو، د پاکستان په مستقیمه رهبری ( حکمتیار - حقانی او ملاعمر ) په ذریعه په کرزی او دهغو په حکومت تنګه کړه ؟؟

بیا ېې مجاهدین او طالبان په څو برخو تقسیم کړل ( په دولت کې مجاهدین او طالبان - د دولت نه بیرون مخالف مجاهدین او طالبان ، لکه ( حکمتیار - حقانی - ملاعمر) د دولت نه بیرون دیوه ملیشایی ، قلدری اشراری حکومت امرین او ریسان چې مستقیما د امریکا - انګریز - جرمنی - فرانسې- پاکستان - ایران او عربستان ) لخوانه تسلیح - تحریک - او په تروریستی کمپو کې تربیه شول او تر ننه د پورتنیو هیوادو په دستور زموږ بیګناه افغانان وژني د اشرارو مجاهدینو او طالبانو نمایندګان په دولت کې دوزیرانو - والیانو - ولسوالانو او په وسله وال پوځ کې د قوماندانانواو پولیسانو او امنیتی اورګان کې ) وظیف لری لکه ( فاروق وردګ - ارغندی وال - خرم - داودزۍ - دحکمتیار طرفداران او ( ملاسلام اخوند - متوکل اخوند - ملاضعیف اخوند ) دطالبانواستازي او هره ورځ دریو ( اشراری جمهورو ریسانو یعنی حکمتیار،حقانی او ملاعمر ته را پورونه ورکوی او اعانه او د عملیاتو اطلاعات په وقت او زمان سره وړاندی کوې.

او بیا امریکا وای د ( حکمتیار - حقانی - ملاعمر دسر ۲۰۰۰۰۰۰-۲۵۰۰۰۰۰۰ دالره جایزه ورکوی او خلک تیر باسي په داسې حال کې چې غرب خاصتا امریکا - انګریز او فرانسه په اسمان کې ستوری شمیري او تر مځکه لاندی تر ۳۰۰۰ متره لاندی تحت البحری- راکټونه او نور جاوسوسي شیان تر څارنه لاندې ساتی او په ضمن کې د ( سي ، آی ،اي) نفر د اشراری نمایندګانو سره جوړه ګرزی او ټول مصارف ورکوي خو نه ېې نیسی او نه ېې وژني .

غرب (امریکا ) هره ورځ د سټلایت له طریقه د طالبانو قطارونه او ِغونډې او تربیوی ځایونه په وزیرستان او کویټه او نورو علاقو د پاکستان او ایران کې د تلویزیونو له لاری خلکو ته ښيي خو یوه ورځ ( ډران بم غورځونکیو طیارو ) په دوی بم وا نه اچول او نه ېې پاکستان ته اخطار ورکړو چې دغه مرکزونه که بند نه کړي نو موږ ورباندې عملیات کوو .

بیا امریکا دغه ۱۱ کاله د افغانستان جهادی حکومتی چارواکو او تکنوکراتانوته بازی ورکړه او صرف یو تعداد سپک زرهی موتران ېې ورکړل خو (( زرهدار - ټوپداره ټانکونه - ټوپونه، ټوپچي دمځکې نه مځکې ته راکټونه لکه ( اورګان ، لونا ، سکات )کمیا وګاز - هلیکوپترونه - جټ طیاری - رادارونه - دافع هوا راکټونه تر ننه نه دي اکمال شوي او اوس بیا پاکستان لمسوی چې هره ورځ زموږ په حریم تجاوز ته ادامه ورکوۍ ، نه یوازی چې دوی ېې نه ورته اکمالوی د ( روسي ) نه ېې هم منع کوي چې روسی وسلی تر لاسه نه کړي ، دولتی چارواکی چې یوه میاشت د عسکرو سره عملیاتو ته لاړ وای دوی به لیدلی وو چې زړی ( ډیموډې ) بیکیفیته وسلې چې وروسته له دیرشو مرمیو بندیژي او یا لاس سوزوی نو دعسکر بیچاره د ژونده څه خبر دی نه زما مني نه د عسکرو مني ، زموږ له پاره هماغه روسي وسلې او محاربیو تخنیک ضرور دی او بس .

اوس راځم د ملي او اجیر وسله وال په مورد څو خبری درته وړاندی کوم :

ملی وسله وال پوځ هغه وو چې د ببرک کارمل او دکتور نجیب الله په زمان کې وو ، هلته هر څه د سرباز په خدمت کې وو ، او هر سرباز پوهیدو چې دوه کلنه دعسکری دوره یو مقدس خدمت دی د وطن - استقلال - دخاورې دتمامیت او د اسلام نه مقدسه ساتنه دهر ځوان چې ۱۸ کاله ېې پوره کول عسکرۍ ته تلو اګرچې یو تعداد د عسکرۍ نه ډاریدل او نه حاضریدل او په بازار کې د قطعاتو له خوانه جلب او احضار کیدل، دلیل ېې داوو چې ۵۰( پنځوسو ) غربی هیوادو او ( لسو ) ۱۰ عربی هیوادو چې ( پاکستان -ایران - عربستان -امریکا او انګریزان ) ېې په راس کې وو تبلیغات کول چې دافغانستان اسلامی رژیم د کفارو تر اشغال لاندی دی او ملان زیادتره د اشرارو په خدمت کې وو ، خو دملی اوردو سربازانو دوطن (دین) په پوره امانت داری تر سره کولو او شعار داوو چې ( سر ور کوم سنګر نه ورکوم ) او هغه وخت دشمنان مخصوصا زموږ دشمن هیوادونه زموږ د وسله وال پوځ نه ویریدل ، انتحاری ډیر کم وو ، انفجارات ډیر کم وو ، ځکه زموږ امنیتی ارګانونه او پولیس ډیر مسلکی ، متخصص او دیوه عالی مورال او صداقت نه برخورداره کسان وو.

خو اوسنۍ وسله وال پوځ ( اجیر - مزدور - مصلحتی - تنظیمی - سمتی - مذهبی - د پاکستان - ایران - عربستان ) او خاصتا د ( حکمتیار - حقانی - ملاعمر ) سربازان او نمایندګان په کې تنظیم دی او همدا وجه ده چې همیشه دشمنان زموږ د قطعاتو د علمیاتو،را پورونه تر لاسه کوي او زموږ قطعات دتلفاتو سره مخامخ کیژي ، دغه ننۍ وسله وال پوځ که یوه ورځ دیوه دشمن هیواد سره جنګ ته مجبور شوو ددوی په فرمان او دستور دیوه سره تښتي یا دشمن ته ور تسلیمیژي او که معاش ورته ونه رسیدو نو هیڅکله خدمت ته نه حاضریژي ،او که د تنظیمو په خوله ریس جمهور ونه کړل نو هرومرو ورته توطیه جوړوی او کود تا ګانی به همیشه جاری وې،

پیشنهاد :

دوه کلنه د ملکفیت دوره رواج او دهر سرباز میاشتنی معاش ۵۰۰ افغانۍ دمیاشتې جیب خرچ دری وخته ډوډۍ ، لباس ، بوت ، صابون ، شامپو ، دګیری ماشین ، سلمانی ، حمام ،جومات سپورتی میدانونه ، تفریحی پروګرامونه د سربازانو او افسرانو په اختیار کې ورکړل شي .

د خارجی هیوادو د ګدایی نه د سربازانو د معاشاتو په خاطر خلاصیږۍ او هر کال تخمینا (( د ۳۰۰۰۰۰ لکو سربازانو دمعاش نه که هره میاشت ۹۰۰۰ افغانی سپما شي نو ۵۹۰۰۰۰۰۰ ( نه پنځوس ملیونه ډالره دیوی میاشتی ) سپما راځي او دکال تخمینا ( ۷۰۰۰۰۰۰۰۰) ملیونه سپما را ځي چې لا اقل یو دبرق بند ورباندی جوړیژي ،دبلی خوانه یوه خارجی مشاور ته دتعلیم او تربیی په خاطر ضرورت نشته ، او مهمه خبره داده چې د امریکا ، پاکستان توطیه چې زموږ هیواد او وسله وال پوځ ته ېې دام ایښۍ دی ددی دامه باید ځانونه خلاص کړۍ.

ډیر ساده دحل لاره، البته دیوه با ناموسه - وطن پرسته -تحصیل کرده - سیاست پوه - افغان پرسته -غیر مجاهد - جمهور ریس - وزیرانو - والیانو او ولسوالانو په ذریعه ممکنه ده یعنیدهیواد د قیمتی ډبرو معادن دیوه سره ملي شي، ددی درکه ۳-۵ ملیاردو ډالر زموږ بودجې ته لویژي ،بله لاره د تریاکو او هیرویینو انحصار ددولت په لاس کې لا اقل تر دوو کالو چې موږ یو ځل وسله وال پوځ تجهیز کړو ، بله منبع د لویو معادنو د قرارداد نه تمویل شي نو هرومرو موږ د بیګانه د احتیاجه خلاصیږو ، هم محاربوی تخنیک اکمالولای شو او هم د سربازانو دمعشیت ټول مصارف پوره کولای شو .

دغه کار دیوه اصیل - وطن پرست - مستقل اندیش - مبتکر - سیاست مدار - بیطرفه راتلونکي افغان ریس جمهور وظیفه شمیرل کیژي که مبتکرین - سیاست پوهان - اقتصاد دانان - ارکانحرب فروفیسور او د دکتورا خاوندان نظامیان - روحانیون ملان او طالبان - سپین ژیري - مخور خانان او قومی مشران په خلیل زاد اتکا وکا او ورنه د پورتنیو کارو تضمین ترلاسه کړو نو باور ولری چې افغانستان ضرور سراط المستقیم ته البته د ( متخصص - تحصیل یافته - وطن پرستو - پاکو کسانو چې لاسونه ېې په وینو سره نه وی او درشوت جیبونه ېې په لباس کې نه وی ) د داسې ټیم سره افغانستان دغرب او شرق دتوطیو سره سره د ترقۍاو تمدن او امنیت مدار ته رسولي شي .



April 7th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
علمي و معلوماتي