د جنګو علتونه کوم شیان دی
دکتور طاوس وردک دکتور طاوس وردک

 دریمه برخه :
 
جنګ ددین په خاطر :-  هغه کسانو چې دین ېې رواړۍ وايي چې دغه دین خدای جوړ کړۍ او رواج کړۍ او موږ ېې صرف مبلغین یو.
جنګ دایدیالوژۍ په خاطر :- سیاسي مکتبونه د انسانانو دتفکر او اندیشې زیږنده دی ، کومه اسمانی صبغه نه لري.
جنګونه د مځکې او ارضي مناقشو په سر :-  لکه موږ چې د پشتونستان دعواي لرو او پاکستان چې هیڅ دول قانوني - ملي او بین المللي حق نه لري زموږ په خاوره د انګریز په هدایت ګوندې وهلې دی ، یا فلسطین داسراییلو سره دخاورې په سر دغه ۶۰ کاله کم وزیات  جنګیژي یا هندوان د کشمیر په سر باندې دپاکستان سره  یا ارجنتاین د فاکلند په سرد انګریزانو سره .
جنګونه د تر مځکه لاندې طبعی زیرمو په خاطر : - بیا هم افغانستان د امریکا او انګریز سره یا امریکا اوغرب د لیبیا - تونس - مصر- سوریی - عراق سره د نفت او ګاز او یورانیمو - هیرویینو  تریاکو او چرسو  په خاطر.
جنګونه د قومی ،نژادي ټوپیر په خاطر : - زه پشتون یم - زه تاجک یم - زه هزاره یم - زه ازبک یم - زه نورستانۍ یم ( ګویا زه یو څوک یم او ته هیڅوک نه ېې ) چې متاسفانه زموږ په هیواد کې دغه شیان نن ډیر مود دي،او علت ېې فقط بیسیوادي او د اسلامی تنظیمو بی مسولیته او غیر علمی مرتجع فلسفه او تیوري ده .
د جنګو اساسي موضوع یا مساله هماغه ( قومی - او نژادي او طبعی زیر زمینی منابع ) دی خو رهبران او جنګ جویان او اور بلونکي هغو ته بیا ایدیالوژیکي او مذهبي رنګ او بوی ورکوي.
یو بل مثال ، مثلا چنګیزخان د خوارزم پادشاه ته یو خط ولیږو چې غواړم د تاسې سره تجارتی علایق ولرم او په ضمن ددې چې چنګیز دیرې تحفی او ډیر مالونه خوارزم ته ولیږل او کله چې د چنګیز کسان خوارزم ته ورسیدل نو دخوارزم پادشاه دیوه سره د چنګیز کسان ووژل او مالونه ېې لوټ کړل نو همدا علت وو چې چنګیز جنګ شروع کړو، نن هم کرزۍ طالبانو ته وايی او پاکستان ته وايي چې دخدای روی دی نور جنګ بس دی او مه جنګیژي او زموږ خلک نور مه وژني ( طالبجانه - وروره ـ عزیزه ) خو طالب هیڅ پروا نه راوړي او کرزۍ پوهیژي چې یوه ورځ امریکا دغه دواړه دخاورو خمیر کوي .
که چیرې انسان هغه پنځه مواد چې د جنګو اساس جوړوي ومني او قبول ېې کړې نو جنګ صورت نه نیسي ، خو دغه پنځه مواد انسانان نه شي تحمل کولای او نه ېې شي منلای ځکه بعضي انسانان د قوی وجدان او ضمیر خاوندان دی چې انسان ته اجازه نه ورکوي ورته تسلیم یا دغه پنځه شیان قبول کړي لکه افغانانو چې په طول د ۵۰۰۰ کالو تاریخ کې نه دی منلي او لنډ مثال ېې ددیورند کرښه ده چې یو افغان ېې بیدون د څو غیر افغان صفته افغانانو نه بل څوک ېې نه مني او حتما به یو جنګ د پنجابیانو او افغانانو تر منځ واقع کیژي سر له ننه ورته بیدار او ځانونه تیار کړۍ ، وايي یا وطن یا کفن - ( یا پټۍ دی یا کوناټۍ ) کوم یو له لاسه ورکوۍ اوس مو خوشه 
اوس ماته ووایاست چې کوم ډول پلان یا برنامه باید تدوین یا جوړه کړۍ تر څو په جنګ کي پر   دشمن بریالۍ شې یا دشمن کوم رقم برنامه ولري چې په تا باندي بریالۍ شي دغو دواړو ته ستراتیژی وايي او هغه ستراتیژی چې دشمن بري ته رسوي باید کشف او ځانونه ورباندې وپوهوو او پرضد باندې ېې باید متقابله ستراتیژي جوړه کړو چې متاسفانه دکرزي د حکومت دچارواکو د استعداده نه ډیره لرې خبره ده .
دهم ډول ستراتیژي : -
یو جنګ هم اخرین جنګ نه دی :
د انسانانو په ژوند کې یو جنګ هم اخرینۍ جنګ نه وو او نه دی ،مثلا ګوریلاي یا چریکي جنګونه ، چې په غرب کې ورته واړه جنګونه وايي لکه د تامیل پړانګانو یا زموږ به هیواد کې دطالبانو ،او د دغو ډول جنګو عوامل هم بیا هماغه پنځه عوامل شمیرل کیژي ،د چریکي او ګوریلای جنګو رهبر او قوماندان ماوتسیدونګ د چین ایدیالوژیک مشر وو خو د طالبانو د جنګ تعبیرد دین په خطر دی  دغه مساله ېې رامنځ ته کړی ده چې هیڅ قانونی او مدني یا اجتماعی صبغه نه لري ځکه په افغانستان کې عملا مذهبیون او ملان قدرت په لاس کې لري دیوه سره مقامونه د اسلامی ګوندو سره دی او چینایانو هم نیابتي جنګ یا ( فراکسي وار ته ډیر اهمیت ورکولو ) ځکه مهمه دا وه چې خلک په یوه بهانه د دشمن په ضد وجنګوي او نن هم زموږ دشمنان ( پاکستان او ایران ) د فراکسي وار یا نیابتی جنګ نه استفاده کوي او زموږ خپل خلک بیرته زموږ په ضد جنګوي چې دیر خطر ناک دی
دابل دول ېې د متعارف جنګ په نامه یادیژي :-  په دغو جنګ کې دواړه خواوي دیو دول وسلو نه استفاده کوي ،او په دغو جنګ کې د جنګ شروع  او ختم معلوم وي د جنګ خبره مخکې له مخکې پلان ګذاري کیژي او دغه جنګونه قاعدتا مستقیما یو دبل سره اجرا کیژي ،کله په عراق کې چې هم عراق هم امریکا او انګریز یو ډول محاربوی تخنیک لرلو ( طیارات او ټانکونه - ټوپچي ) او تربیه شوي کدرونه .
چریکي جنګونه غیر متعارف جنګونه بلل کیژی او ضعیف قوتونه دقوی قوتو په ضد جنګ ته ادامه ورکوي لکه د ویتنام او امریکا جنګونه ،دغه جنګونه ازادی بخشو جنبشو او سازمانو مخ ته بیول لکه فلسطین د اسراییلو په ضد ، د لویو او مشهورو قوماندانان نه په لاتینه امریکا اسیا او شرق میانه کې ( چګوارا په ارجانتین کې وو - فیډل کاسرو په کیوبا وو - هوچیمن په ویتنام کې اویاسرعرفات په فلسطین کې وو ).
اوس د ګوریلایی جنګوپه مورد درته معلومات وړاندې کوم : -
که چیرې زموږ مقابل طرف لوی هیواد لری - قوی اقتصاد لری- قوی وسله وال پوځ لري - نفوس ېې دیروي باید دهغو هیواد سره د چریکي جنګ نه صرف نظر وشي،مثلا په هرات کې ملي تجارو مختلف ډول فابریکی لکه د ( تشناب دکاغذو - لکه د صابون - لکه د شامپو لکه د پلاستیک ) او ډیرو نورو شیانو جوړې کړی دی خو په مقابل کې ېې ایران د دمپنګ په شکل مقبول ډیر لکس شیان زموږ شیانو ته ورته په ارزانه بیه را لیږلي تر څو زموږ د تولیداتو مانع او دخرڅلاو مخه ېې ونیسي او سبوتاژ ېې کا نو ددغو ډول مسابقی له پاره زموږ بل ډول زور نه رسي باید دګوریلایی جنګ نه استفاده وکړو دایران وارداتی مالونه لوټ - تخریب- یا وسوزوو او مالکین ېې مړه یا بندیان کړو او ورنه زیاتی پیسې وغواړو تر څو خپلو اهدافو ته ځان ورسوو ، لکه همدا نن چې طالبان د تیلو تانکرونه یا دتجارو مالونه په لوی لارو کې سوزوی یا کورو ته انتقالوی او دولت ته ستونزي رامخ ته کوي.
دګوریلايي جنګ اساسات:
په ګوریلايي جنګو کې د شخص موجودیت او مقام ډیر برجسته دی ،خو په متعارف جنګ کې بیا داسې نه ده دمثال په دول ( قوماندان امر کوي لاړ شۍ فلان شهر نن اشغال کړۍ، په دغو امر کې اساس د شهر اشغالول دي.
دوهم اصل،یوه بهانه د نیولو یا اشغالولو باید موجوده وي چې دهغو پربنیاد فلان هیواد اشغال شي لکه د افغانستان له پاره صرف بهانه دالقاعده شتون او د امریکا ( توین ټاورونه ) دالقاعده لخوانه وویشتل شول یعنی بهانه ېې ورته جوړه کړه ، یا د سورېې له پاره بهانه د کمیاوي وسلو استعمالیدل شوه ، لوی قدرتونه دهیوادونو د اشغال او په هغو د تجاوز له پاره دیر په سادګۍ بهانه یا انګیزه جوړوي .
دریم اساس یا اصل عبارت دی له خلکو نه ( خلک دخدای زور دی او خلک دی چې دتاریخ څرخ ګرزوي ) .
څلورم اساس یا اصل عبارت دی له ( کارازماتیک بودن څخه ) یعنې افسران باید جذاب لباس ولري - ښه خرییلې پاکه ګیره ولري ، پاک اتوکړۍ یونیفورم ولري - پاک رنګ کړي بوتان ولري - ښه لوړ اواز ولري - ډیر با جراته وي - چپاولګر او رشوتخور نه وي - چې دغه ټول دیوه پرجازبه افسر له پاره مهم اساسات دی اوافسر چې په پورتنیو شیانو ملبس وي د جنګ کرکتر یا خصلت ته نوۍ رنګ او شکل ورکوي اودهغو په بریالیتوب کې مهم نقش لوبوي.
ولې قوماندان - مدیر یا رهبر باید د جازبې خاوند وي؟؟؟( په دې چې چریکان غریبان - مظلومان - مجبورشوي کسان -بیسیواده انسانان دي ) او همیشه دوی وږي - تږي - پشولوڅي یا دزاړو بوټانوخاوندان دی نو که قوماندان هغسې چې ما تعریف کړو لکس او شیک منصبدار وي سربازان په وجد راځي او هر څه چې دوی له لاسه ورکړي یا ېې نه لري هغه هیروي او خوشحالي احساسوي او که قوماندان یا رهبر د پورتنیو ښو خصلتو خاوند نه وو نو میدان بایلوي، مثلا که مادونان متوجه شول چې رهبر شرابي دی - چرسي دی - قیمار باز دی او د څلورو ښځو خاوند دی نو دیوه سړي هم نه خوشیژي 
پنځم اصل دادی چې مرکزیت دقوماندی وجود نه لري چې همیشه دقوماندان یا رهبر په امر او قومانده عمل وکړي بلکه چریک چې هره لحظه ورته مساعده شوه او دبري امکانات ېې ډیروو هرومرو په خپل سر تعرض کوي یا حمله کوي او هدف له منځه وړي ، .
شپږم اصل دادی چې منظم تشکیلات او اساسیه نه لري ، صرف یو څو چایجوشونه لري او یو څو مشکه اوبه او مرمۍ ،که وسله وال پوځ د چریکانو په مرکز حمله وکړي په جز د څو چاینکو نور څه نه تر لاسه کوي.
اووم : د تمرکزنقطه  یا نقطه د هدف نه لري 
اتم  :اداري سیستم نه لري ، هر نفر او خاصتا ګروپ دځانه استقلالیت او قومانده په خپل لاس کې لري خرڅ او مصارف هم له خپل جیبه اکمالوي او نقدې پیسې دهرې هفتی -یا میاشتې ورته د لوی امر لخوانه تهیه کیژي .
دچریکي جنګو ښه والۍ په دې کې دی چې چریکان په فقراو بیچاره ګۍ میدان ګټي او په متعارف جنګ کې چون تشکیلات وجود لري ( ټولۍ - کندک - غنډ - لوا - فرقه - قول اوردو - او اوردو یعنی دوی پوره سربازان - تخنیک محاربوی او هر څه لري او دهغو په ذریعه میدان ګټي .
چریکي جنګونه دجنګ شروع او ختم نه لري او هیڅکله چریکي جنګونه اخر نه لري ، همدا رنګه چریکي جنګونه مخامخ یا روبه روی جنګونه نه دی بلکه غیر مستقیم جنګونه دی ،چریکان باید ددشمن په ضعیفه نقطه برید وکړي او اصلی اصل د چریک ژوندي پاتیکیدل او دهدف له منځه وړل دی ،چریکان اصلا باید ددشمن په قوی محلاتو او ځایو برید ونه کا چریکان تشکیلات نه لري یوچیرته دری نفره بل چیرته لس نفره اوبل چیرته ۴۰نفره جنګیژي او ددولت په ضعیفو نقطو حملي کوي او هغه اشغالوی او هر څه لوټوي مثلا په کلیو کې ددولت طرفداران تهدیدوی - یا ېې وژني او بیا دکلي روابط د ولسوالۍ سره شلوي او کلي مکمل په واک کې نیسي بیا په ولسوالۍ لارې بندوي او د اکمالاتو لاری په اختیار کې نیسي او ولسوالي سقوط کوي با تر ولایته ځان رسوي او کرار کرار حلقه د امنیتي په دولت تنګوي لکه همدا نن چې اکثرا ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې دي دلیل ېې دادی چې اصلی نیرو او قوت په ولسو کې دی او دکرزي بیکفایته دولت قصدا د طالبانو له پاره د پراخیدو زمینه برابره کړه او نن په یوه قوی نیرو بدل شوي دي ځکه طالبانو اول قریه جات او کلي ددولت نه ونیول بیا ېې ولسوالۍ ونیولې او بیا ولایات چې دغو ته ( رکود ) ستراتیژی ویل کیژي
 
څلورمه برخه 
د سترا تیژۍ رکود څه ته وايي:-   
دستراتيزۍ توقف - دریدو - معطلۍ ته ویل کیژی، چریکان چون تشکیلاتي واحدونه نه لري نو دغه نقص یا کمبود باعث کیژی چې یو محل - یو شهر - یو هیواد ونه نیسي له پاره ددې چې چریکان په قوت تبدیل شي لازمه ده چې تشکیلات تنظیم کا ،معلومیژی چې نه چریکان دولت ته سقوط ورکولای شي او نه دولت چریکان له منځه وړلای شي دغه موازنه هم د ستراتیژۍ درکود  په نامه یادیژي .
په افغانستان کې د ستراتیژۍ رکود  هغه وخت چې دکتور نجیب ا لله سقوط وکړو ( دولتی قدرت ېې په خپله خوښه مجاهدینو ته ورکړو ) او ملګرو ملتو ونه شوای کولای چې یو منظم دولت په کابل کې په پښو ودروي او دمرکزي دولت نه یوه تنظیم هم اطاعت ونه کړو او سر په خپله هره ناحیه دیوه تنظیم په لاس کې ولویده او حکمتیار چې په کابل کې یوه خاصه منطقه نه درلودله ده فقط د ایثار غند چي قوماندان ېې شاهنواز تنۍ وو و نه شوای کولای نظم او امنیت برقرار کړي نو دغو مرحلې ته هم د ستراتیژۍ  رکود وایی .
چریکي جنګونه څه ښه والۍ لري :-
 دیوه مثال په راوړلو سره غواړم دغو سوال ته ځواب ووایم کوم وخت به چې طالبانو یا د حکمتیار یا حقانی  مجاهدینو ددولت نه یو کلۍ ونیوو ( اشغال ) ېې کړو او دولت هغه بیرته ډیر زر په زور  د پورتنیو ګروپو یا مجاهدینو نه ونه نیوو ( خلاص نه کړو ) نو دغو ګروپو سبا ته خپل قوت دلته زیاتولو او نورې پوستې ېې اچولي لارې ېې نیولې ، خلک ېې تهدیدول - دخلکو نه عشر اخیستو او دولتی قطارونه ېې لوټول یا اور وراچولو او بل اخره یوه هفته وروسته ولسوالي هم نیوله چې دغه کارونه په واروار تکرار شوي دي او تر ننه پورې په دغو چریکي جنګو کې زموږ خلک او ددوی امنیت تهدیدیژي زما هدف دادۍ چې که دشمن ته د تنفس کولو -ګشت او ګذار موقع ورکړل شوه هغه اتومات هلته نور بچیان زیږوي لکه غو ماشي چې یوځأي په ډنډو اوبوکي پیدا شوې نو هره ورځ په زرهاوو هګۍ اچوي او یوه هفته منطقه په ملاریا مرض تبدیلوي ، دشمن د سپږو او خسکو یا سورپریو ( مادرکیکها ) غونته  دی چې که یوه زره موقع ورته مساعده شوه نو دهغو ورکول بیا ډیر زیات تاوانونه او مصارف غواړي (( وايي ِغوټه چې په لاس خلاصیزي نو غاشو ته حاجت نشته ))  نو دشمن هر چیرې چې سر پورته کوي عاجل باید نابود شي فرصت ورنه کړل شي ، خو متاسفانه چې زموږ وزیران د قووای مسلح غیرمسلکي - بی ژبې - عاجز او بې صلاحیته کسان او د پاکستان او ایران نوکران وو نو په دغو خبرو نه پوهیدل د امنیتي لحاظه یو انچ خاوره باید ددشمن په لاس کې نه وي هره لحظه چې چیرته سر پورته کوي باید په راکټو او طیارو بمبارد شي بیا هلته نطفه ونه زیږوي  .
ددولت وظیه وه او ده چې یوه لحظه - یو ساعت ېې فرصت د مقابلی او جنګ طالبانو - حکمتیار - حقانی ته چې د پاکستان او ایران مزدوران او نوکران وو او دي نه وۍ ورکړې ، چون دولت ( کرزۍ جمع کابینه ېې ) مزدور او حلقه به ګوش غلامان د امریکا او غرب وو او په ضمن کې هر یوه په پاکستان کې سندونه ( آی اس آی ) ته ورکړي نو د پاکستان د فرمان او قوماندې نه یوه زره هم سرغړونه نه شي کولای او امریکا هم  دخپلو ستراتیژیکو منافعو په خاطر دوه مخۍ سیاست هم د کرزي سره هم د پاکستان سره او هم د طالبانو - حکمتیار او حقانی سره جاري ساتلۍ دی چې عربستان سعودی او قطر ېې دوه نور اقمار دی، نو که زموږ ریس جمهور اشرف غني احمد زۍ شي  هرور مرو به زموږ دولت قوي وسله وال پوځولري -زموږ دولت به قوی دولتی ټیم چې هغه د  تحصیلکرده ګانو او متخصیصینو نه تشکیل شوي وي او دغه هیواد به د دشمنانو نه ساتي او اجازه به هیچا ته ورنه کړي چې جنګ زموږ دروازو ته راوړي بلکه موږ به جنګ ددشمن کلیو ته ور وړو او موږ باید همیشه ددشمن په ضعیفه نقطه برید وکړو ولو که په انتخاباتی کمپاین کې هم وي ،ځکه موږ هدف ته ځان رسول غواړو  .
په اطلاعاتي برخو کې : مثلا په یوه شهر یا یوه ناحیه کې یو وزیر یا شاروال یا والی یا مستوفي یا قومی قوماندان یا زورمند ټوبک سالار ژوند کوي او زموږ د استخبارتو مامورین هلته ددغو کته ګورۍ خلکو نه ډاریژی او هغوی هره ورځ یو څوک جریمه کوي - دیوه چا زوی یا لور تښتوي - د چا مځکه غصبوي - یو څو ناحقه دخلکو په وړاندې وهي تر څو نور خلک ورنه وډار شي او تل تر تله ېې بیعت وکا یا د قومی مشرانو یا خانانو یا ملانو یا روحانیونو لورانی دخپل عشق او ساعتیرۍ له پاره هر چیرته غواړي خو څوک څه نه شي ورته ویلای ، نو دلته د امنیت ارګانونه د پورتنیو کته ګوریو خلکو ضعیفه نقطېې یا ضعیفه پاینټونه پیدا کا مثلا (( ددوی زامن چرسیان یا هیرویین یان دی - یا بچه بازان دی - یا قیمار بازان دی - یا شرابیان دی)) وغیره ، نودلته باید ددوی سره ځانونه خلط کا - ځانونه ورنژدې کا - ورته کارونه ورسره وکا او ددوی عمل بل فعل عکسونه واخلي او اوازونه ېې ثبت کا او  ددغو کتګورۍ دشمنان ښه وپیژني او ددوی ددشمنانو سره روابط پیدا کا او په موقع سره ېې دشمن ته په لاس ورکا چریکي جنګونه اخر نه لري دهر چریکي پای د یوه بل نوي چریکي جنګ پیل شمیرل کیژی موږ باید ددشمنانو نرمه - ضعیفه برخه پیدا کړو او هغه ځای هدف ونیسو چې هلته ورته ډیر درد کوي یا دیر ورته خوژیژي ، د خارپشتک شا او مخه نه شو تر ضرباتو لاندې نیولای ولې که د خارپشتک ( چیزګي ) خیټه چې نرمه ده هدف ونیسو زر له منخه ځي همدا رنګه کیشپ ( سنګ پشت که سل وارورنه د کیشپ په کوپړۍ وکړو نه وژل کیژی خو که ېې په څټ کړو او خیټه ېې په چاقو یا میخ ووهو زر وژل کیژی زموږ استخباراتو د پنجابیانو نرم ځایونه او ضعیفې نقطي پیدا نه کړې چې هلته دوی ضربه وارده کړې واي او پاکستان خوږ شوۍ وای هیله مند یم دنوي جمهور ریس ( اشرف غني حکومت ته البته که خلک رایه ورکا به دغو ستراتیژۍ ته ډیره توجه وکا) . 
    جنګ تباهی ده ، جنګ ویرانی ده ، جنګ مچان دی بچوني زیږوي ، جنګ امراض تولیدوی - جنګ تمدن او فرهنګ له منځه وړي ، جنګ د انسانانو ویني تویوي ،جنګ اقتصاد له منځه وړي  جنګ هیڅ ډول خوشبختی نه راوړي ، ژوند کول په واقعیت کې جنګ دی  د غذا پیداکولو - د لباس بیدا کولو - د مساعد محیط پیداکولو ، د ښه ژوند کولو په خاطر او داسې دیر نور په خپل ذات کې جنګ دی او دغه جنګ د ژوندي پاتیکیدو په خاطر تل تر تله ادامه لري ،جنګ ډیر زشت او خراب کار دی تاسې د سپیو جنګ ته متوجه شي چې څرنګه د مقابل طرف له ډاره چې مبادا مخ یا پزه یا غوږ می ونه خوري نو په بل سپي د ځان دویرې حملې کوي انسانان د پیغمبرانو په شمول جنګیدلي او په جنګو کې وژل شوي، اولین انتخاب د جنګ سیاست دی باید زموږ دولت مردان ډیر قوی سیاست مردان ووسي او ښه دیپلوماسي ېې زده وي ،د افغان انګلیس دری جنګونه د انګریزانو په شکست او ماتي تمام شوي ، د شوروي جنګ دروسانو په ضرر تمام شوو ، د امریکا اوناتو ننۍ جنګ دامریکا او غرب په ماتې او شکست پای ته رسيژي ، خو نن نړۍ د اتومی اوهایدروجني بمونو خاوندان شوي او هر هغه هیواد چې هایدروجن بم ولري د امنیت دشورا اصلی غړیتوب تر لاسه کوي لکه همدا نن چې ( امریکا - روسیه - چین - انګلستان - فرانسه ) چې هایدروجن بمونه لري د ملګرو ملتو د شورای امنیت غړیتوب لري او د فیصلو دویتو حق هم لري ، عنقریب شاید هندوستان هم ور داخل شي ، او بله مهمه خبره داده چې د ځنو دلایلو په خاطر دریم نړیوال جنګ نه شروع کیژي.
۱- په نړۍ کې اسرار هیڅ پټ نه پاتې کیژي .
۲ - لوی قدرتونه ددوهمی ضربې له ډاره اوله ضربه نه شي واردولای ، مثلا که امریکا په اتومی بم د روسي یو شهر وولی نو روسیه دهادروجن بم په ذریعه څو امریکایی شهرونه ولي له همدی خاطره متقابله یعنی دوهمه ضربه ډیره قوی او تباه کنه ده .
۳ - نقطه د سکون د راکتو د فضا نه بمباردیژی ، سابق تر مځکه لاندې را کټونه او تحتل بحرۍ مستقیم یوه طرف او بل طرف ته تللي تر څوېې کوردینات دشمن پیدا نه کا خو نن بیا د خط منکسر غونته ( زیګزاګ ) راکتونه د اماده باش په حالت کې حرکت کوې چې د مصنوعي سپوږمکیو له خوانه د ګردش نقطه چې لږ اهسته ده هغه هم کشف او بمباردیژی او ډیر نور.  ‎ 
نور بیا ادامه لري 
 








October 20th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
علمي و معلوماتي