د محوري سازمان ستراتیژي
دکتور طاوس وردک دکتور طاوس وردک

اوومه برخه
:
تر دغو ځایه پورې ما د مختلفو ستراتیژیګانو په مواردو مختصرې تبصري ولیکې او هغه عبارت وو له ( د شق ستراتیژی - دګوریلایی جنګو ستراتیژی - د عجلی - ناچارۍ -ویرې یا ډار ستراتیژۍ -درهبرانو دحالت ستراتیژۍ)  او ډیر نور اوس غواړم  د محوري ستراتیژۍ په هکله وطندارانو مخصوصا ځوانانواو محصلینو ته معلومات وړاندې کړم . 
د سوق او ادارې ستراتیژی :-
په نړۍ کې نن ډیر کم جبحوي یا متعارف جنګونه واقع کیژي او اساسي دلیلی ېې هم دادي چې دیوې خوانه د ساړه جنګ تبلیغات کم شوي او دبلي خوانه چریکانود جنګو ننۍ بڼه یا شکل فقط او فقط ګوریلای - چریکي جنګو ته مخه کړی ده ځکه چریک یونفر - دوه نفره یا ددریو نه تر لسو کسو پورې کسان تشکیلوی چې دهغو نیول یا له منځه وړل ډیر مشکل کار دی ځکه چریک ناڅاپي یو چیري حمله کوي او فورا څیره بدلوی او تښتي او بیا بلې حملې ته منتظر وی او دولتی ارګانونه هم نه شي کولای چریک یا ګوریلا فورا تشخیص کړي ځکه دخلکو لباس او یونیفورم تخمیناا یو ډول وي همدا رنګه ننۍ متمدنې اورپايي نړي خپل نظامی تشکیلات ډیر کم کړي ځکه متعارف جنګ نشته او همدا وجه ده چې دولتونه ټوله توجه ( استخباراتو او کشفي ) ارګانو ته ور اړوی ، او نن د افغانستان غونته هیواد له پاره تر وسله وال پوځ نه هم ډیر مهم دیوه وطن پرست  متعهد - افغان - ملي امنیت ( استخباراتو او کشفي ارګانو ته ) اشد ضرورت دی ځکه پاکستان ( طالبان - حکمتیار - حقانی ) د خلکو په لباس او قیافه کې زموږ هیواد ته را ننه باسي او دلته چریکي او انتحاری حملاتو ته سازمان ورکوي لازمه او ضروری ده چې د کلیو - کوڅو مشران - سپین ګیري - ځوانان مخصوصا واړه هلکان او په شهرونو کې خاصتا کورونو کې د کورنۍ غړي هلکان او ښځینه وهڅول شې او ورته یوه اندازه معاش تعین شي تر څو حتي دخپل پلار را پور هم ورکړي ، کوم کسان چې په ځان پورې بمونه تړي او انتحاری خاینانه - ناروا او زشت عمل اجرا کوي ، ډیر نور تاکتیکونه او د استخباراتو اصول - او ډولونه شته چې متخصص خادیان او د استخباراتو کړۍ دیر ښه ور باندې مجهز او ورسره بلدیت لري ،که موږ ټوله ورځ نارې او سورې بندې کړو چې موږ ته هوايي جنګي ماشین اکمال کړۍ او موږ ته درني وسلې را کړۍ ، بی ځایه خبره ده ، هوکي زموږ له پاره معادل یا لږ څه کم د همسایه ګانو نه معادل محاربوی تخنیک په کار دی خو نن ډیره مهمه داده چې عجالتا د (پاکستان او ایران ) سره په متعارف جنګ کې ښکیل نه یو او نه ښکیل کیږو ځکه زموږ تر څنګ دامریکا او ناتو پوځونه ماموریت او شتون لري که سکات ولرو یا اورګان یا نور ډول ډول راکټونه ولرو ، خو د جبحې خط معلوم نه دی او ددشمن موقیعیت نه دی څرګند نو دلته نن سقیله محاربوی تخنیک ته ډیر ضرورت نشته زما په عقیده د افغانستان پارلمان او د وسله وال پوځ رهبري باید فورا دریمه برخه د بودجې د ( کشف او استخباراتو ) په واک کې ورکړي او دوهمه خبره دلته چې بیا تر هر څه نه مهمه ده هغه دادده چې د استخباراتو تشکیلات دیوه سره ( نوي ) شي دا په دی معنی چې هر هغه څوک چې په خپله یا ېې پلار په پاکستان یا ایران کې وخت تیر کړۍ وي هرومرو د ( آی اس آی ) تر ولکې لاندې ېې ژوند کړۍاو د هغو سره اړیکي لري او تل تر تله پاکستان ته راپورونه ورکوي نو لازمه ده (( زموږ استخبارات  دهره لحاظه نوې څیرې د پاکستان او ایران دشمنې )) څیرې وګماري تر څو د تروریستانو، قاچاقبرانو،القاعده ، طالبانو ، حکمتیار او حقانی سره روابط ونه لري لکه همدا نن چې دیوه سره وسله وال پوځ د دشمنانو سره ایدیالوژيکي ارتباطات لري او که دغه کار اصلاح نه شي زه ېې پایلې نوري هم خرابې وینم ، د جنګ دختمیدو او جنګ ته د پای ټکۍ ایشودل یو بل ابتکار ته اشد ضرورت لري (( تر څو چې ولسوالان او والیان )) تحصیل کرده افسران او بیا وایم چې سابقه د پاکستان اوایران ونه لري تعین نه کړۍ جنګ به نور هم شدت پیدا کړي اول دلیل د افسرانو دادۍ چې دوی به په خپله د نظامی حالت او عملیاتو قومانده په خپل لاس کې ولري او تر هر څه نه مهمه داده چې افسرانو نه رشوت خوړلۍ او نه چپاول کړۍ او نه د تنظیمو سره روابط لري -همدا رنګه افسران د پاکستان او ایران مزدور او نوکران هم نه دي او په ضمن کې ډبله بازي نه کوي چې ( طالب ته وواي را ځه ،  راکټونه وار کړه ، یا ترور وکړه ، یا موټران وسوزوه ) په همدی او نورو دلایلو ما د افسرانو والي کیدل اړین بللي دي چې د جنګ په ختمیدو کې لوی نقش لري ، جناب اشرف غنی احمد زۍ - عبدالله عبدالله یا زلمی رسول هر یو که برنده شي تر څو زما خبره قبوله نه کړۍ د افغانستان خلک امنیت او صلحه په سترګو نه شي لیدلای ، ځکه نن والیان خاصتا ولسوالان ډبل ګیم بازي کوي او هم دا کوي هم دا ، هم دطالب سره ناسته لري او هم ددولت په څوکۍ ناست دي ، ددغو مواردو په اړه می مفصل محترم اشرف غني احمد زي ته چې د امنیتي  واک اخیستو مسولیت ېې لرلو لیکلي دي نور هیوادونه د خپلو هیوادو له پاره خاصه ستراتیژی لري مثلا .
غربیان نن ټوله سرمایه ګذاري په لاندې برخو کي عملی کوي .
- د علمی او تخنیکي پراختیا په پروژو سرمایه ګذاری کوي.
- د زده کړو او تحصیل په برخو کې سرمایه ګذاری کوې ځکه بهترینه وسله علم او تحصیل دی.
- په نړۍ کې دتغیراتو او بدلونو سره ځانونه عیاروي.
ستراتیژی د هغو په بنیاد ګذارانو لکه ( سانزو - سکندر - ناپلیون - موسولینی - هتلر- چنګیز- فیډل کاسترو - هوچیمن ) وغیره پورې اړه نه لري بلکه نن هر هیواد ځانته دکتورین نظامی او خپله خاصه ستراتیژی لري،البته بیدون له افغانستانه،  زموږ خلک همیشه په هغو کسانو ویاړي او افتخار کوي چې وطن ته ېې افتخارات بښلي دی لکه ( احمد شاه بابا - وزیر محمد اکبرخان - میرویس بابا ) دغه کسان زموږ دهیواد عزت - فخر او سمبول شمیرل کیژي. 
پرون مجاهدینو چریکي جنګونه ډیر تر سره کړل ډیر خلک ېې نیست او نابود کړل ، یوه اندازه افتخارات ېې تر لاسه کړل ، خو کله چې بیا منظم تشکیلاتی سیستم ته شامل شول یعنی دولت ېې تاسیس کړو نو خلکو ورنه ( ډوډۍ غوشتله - خلکو ورنه کار غوشتلو - خلکو ورنه صلحه غوشتله - خلکو ورنه دوا او ډاکتر غوشتلو - خلکو ورنه کار غوشتلو ) چې دوی دغه کارونه یو هم تر سره نه کړو هغه څه چې دوی تر سره کړل ځانونه ېې ملیونران او د آرګاه او بارګاه خاوندان کړل ، همدا وجه ده چې نن د پرونیو چریکانو ( مجاهدینو ) نه خلک تر پزې راغلی اویو هم  نه غواړي چې یوځلې بیا دافغانستان دخلکو برخلیق په لاس کې واخلي او خلک نه غواړي غلو- رشوت خورو - غاصبینو - مافیا ته رایه ورکړي ځکه خلک ( عدالت غواړي - پاک قاضیان غواړي - پاک پولیس غواړي - پاک امنیتان غواړي - ښه ژوند غواړي - اوبه او ډوډۍ غواړي - دوا او ډاکتر غواړي ) او همدا وجه ده چې نن د چریکانو نه نوۍ مافیايي توپک سالار  دولتی سیستم جوړ شوۍ نو خلک د سالمی سوق او ادارې غوشتونکي دي، که په یوه هیواد کې سوق او اداره له منځه لاړه نو خلای قدرت منځ ته راځي او حکومت ملک الطوایفی را منځ ته کیژي چې هلته به ( بیر کله او بیر خیال وي ) یعنی هر سړې او زړه ېې چې څه غواړي هغه به کوي او نتیجه دا ده چې دولت دسقوط کندې ته لاهو کوي  .
دسوق او ادارې ماهیت په څه کې دی؟؟
هر وخت چې هدف تعین شوو ، چې دغه هدف انسان دی- دغه هدف ددشمن دمحاربوی تخنیک له منځه وړل دی- دغه هدف د لویوی شخصیتو ترورول دی- دغه هدف بم ګذاری ده - یا هر کوم بل هدف مقصد هدف مشخص شوو ، اوس باید د دغو هدف د له منځه وړلو - لاس ته راوړلو - اسیرولو- غنیمت نیولو- په لارو چارو تصمیم ونیول شي،مثلا :
- ایا د هدف د تر لاسه کولو د پاره ددریم سړي نه استفاده وشي ، یا دیوه اجنت په ذریعه دغه کار وښي.
- ایا دهدف د له منځه وړلو په خاطر په هغو منطقه کې چې هدف قرار لري دخلکو تر منځ بې اتفاقۍ او اړو دوړ ته زمینه برابره کړو او لکه چې وايي ( اوبه خړې که او مایان ونیسه ) .
- کولای شو هدف په دام کې ونیسو ( واچوو ) یعنی د کمین په ذریعه یا دیوې بلې پلمي یا طریقې نه استفاده وکړو تر څو سړۍ په دام کې ولویژي ، لکه ورسره شراب خوړل - ورسره زنکه بازی کول - ورسره قیماروهل - ورسره غلاکول ، یعنی هر هغه څه چې د هدف خوښیژي هغه باید ورسره منظور شي.
- ایا کولای شوو ددوی تر منځ دشمنی ایجاد کړو ، یا د دوی په منځ کې خپل اجنت ته ځای ورکړو او دهغو له طریقه هدف وران او یا لاس ته راوړو.
- ایا کولای شو هدف د تبلیغاتو او میدیا له طریقه دومره بدنام کړو چې نور د مبارزې نه لاس واخلي یا تسلیم شي یا وتښتي .
 ددغو ټولو موادو تطبیقول دیوه واحد ټیم تر واحد امر او قوماندې لاندې چې یو نفر آمر یا قوماندان ولرې او ټول ټیم ته دمنلو وړ وي او دهغو امر او قومانده بیدون له چون او چرا نه قبوله کړي که یوه نفر هم د قوماندې نه سر وغړولو معني ېې داده چې هدف تخریب شوۍ- افشا شوۍ- او دشمن په موږ کې رخنه کړیده نو بیا مخرب سړۍ زموږ په ټیم کې باید تر تحقیق لاندې ونیول شي او فورا دتحقیقا تونه وروسته اعدام شي.
یو بل اساسي اصل هم دسوق او ادارې له پاره ضرور دی :
د سالمې سوق او ادارې له پاره ،یو مدبر آمر یا قوماندان تعین شي او دهغو تر فرمان لادې داسې کسان ځای پرځای شي چې دده تر فرمان او قومانده لاندې وي په سوق او اداره کې ( واحده قومانده او اداره ) ډیر نقش لري، مثلا : کله چې دکتور نجیب ا لله سیاسی قدرت یوې پنځه نفري کمیټې ته وسپارلو نو مجاهدینو ته قدرت ورسیدو او دمجاهدینو دوه رهبران ( دوه متخاصم لیډران ،حکمتیار او احمد شاه مسعود ) چې یو دبل سره اصلا اشتی نا پذیر وو په کابل حمله وکړه او ددوی مجاهدینو بیدون له دی نه چې د دواړو له امر او فرمانه اطاعت وکړي خو متاسفانه چې هر مجاهد په خپل سر د ادارواو دفاترو  فرشونه - اساسیه - تلویزیونونه - موټران - خلاصه هرڅه لوټ کړل په عوض ددې چې یو مرکزي حکومت جوړ کړي او نوي حکومت په پښو ودروي دوی مصروف په غلو او چپاول وکړه او کابل اور واخیستو دغه حالت هر افغان په سترګو لیدلای دۍ او دکتور نجیب الله ویلې وو چې (( اګر مجاهدین ،این ریشداران به کابل وحومه ان داخل شوند کابل به حمام خون تبدیل خواهند شد ) چې همداسې هم وشوه په دریو ورځو کې د حکمتیار او مسعود تر منځ په کابل کې ۶۰۰۰۰ کابلیان ووژل شول او ۲۴۰۰۰۰ نور محاجر شول کابل ړنګ شوو علاوالدین جهانسوز او مجاهدینو یو شانته عمل کړۍ ، خو متاسفانه چې نن اقای( حسین  امیري ) دامریکايي تلویزیونو نه جفن وايي او  ګونګ دي او دغه موضوع هیڅ نه یادوي، ځکه ده د اشرار او مجاهدینو دکوزې له نولې نه اوبه څښلې دی،.
مهمه مساله دلته د حکومت له پاره چې ښه سوق او اداره شي د وظایفو پوهیدل دی او هره لوړه قدمه باید دمادون قدمې محاربوی او استخباراتی وظایف وپیژني،مثلا :  قواندان فرقه د لوا دقوماندانانو او قوماندان غند وظایف وپیژني او قواندان لوا او غنډ باید د کندک او تولي وظایف وپیژني دکندک قوماندان دتولیو وظایف وپیژني ،په استخباراتی تشکیلاتوکې هم آمر قسم صلاحیتونه ویشي، د امنیتي کارمند تر سطحې پورې ، هر کارمند باید خپله وظیفه مخ ته بوزي او هغه حق نه لرې دبل کارمند وظایف وپیژني یا په هغو کې مداخله وکا او معلومات تر لاسه کا که ضرورت وو امر قسم وظیفه لري دضرورت په وخت نور کارمندان یودبل له وظایف نه خبر کا خو شخص کارمند حق نه لري دبل کارمند په وظایفو ځان وپوهوي،دلیل ېې دا دی چې که یو نفر وطن فروشه یا مخبر پیدا شي او دشمن ته پناه یوسي نو هغه وخت به ډیر معلومات دشمن ته نه ورکوي.
نور بیا ادامه لري





October 28th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
علمي و معلوماتي