اعلاميه
مثبت بدلون ټولنه مثبت بدلون ټولنه


له تېرو څو ورځو راهيسې د اسراييلي ځواکونو له خوا پر فلسطيني مسلمانانو باندې راکټونه او بمبارۍ روانې دي، د نړۍ ټوله ميډيا همدې خبرونو په سر اخيستې ده ، په فيسبوک او د انټرنېټ په هره پاڼه همدا خبرونه خپرېږي، په هر خبر کې د بېګناه فلسطيني ماشومانو، ښځو او عوامو په وينو لژند تصويرونه او کليپونه خپرېږي، خو د نړۍ تش په نوم بادرده ضميرونه لا هم ويده دي او د نړۍ له ختيځ څخه تر لوېديځه او له شمال څخه تر سويله داسې هېڅوک نشته چې اسراييلي راکټونو او بمباريو ته (نه) ووايي.
په ننګرهار کې د مثبت بدلون ټولنې ټول غړي د خپل ايماني احساس له مخې پر فلسطيني مسلمانانو د رانازل شوي قيامت له امله هره شېبه دردېږي او د حسرت اوښکې تويوي. موږ د اسراييلي ځواکونو دغه ډول ناروا او د نړۍ د هر قانون او هر دين د اصولو له مخې پر فلسطيني مسلمانانو نامشروع يرغل غندو، له فلسطيني مسلمانانو سره د خپلو زړونو درد شريکوو.
پر فلسطيني مسلمانانو د اسراييلو دا څو لسيزې روان ظلم او زياتى دا جوتوي چې د نړۍ مسلمانان او په ځانګړي توګه د عربي نړۍ خلک ويده دي،‌د اسلام او مسلمانانو په درد نه دردېږي او په کيسه کې يې نه دي. موږ د اسلامي هېوادونو کنفرانس او د ملګرو ملتونو سازمان څخه غوښتنه کوو چې د دې خاورينې نړۍ او په کې د اوسېدونکو انسانانو د حاميانو په توګه د اسراييلو مخې ته ودرېږي او د فلسطيني مسلمانانو د وينې تويېدو مخه ونيسي.
موږ که د فلسطيني بېګناه مسلمانانو دفاع ته عملاً نه شو وردانګلى؛ نو د انټرنېټ او رسنيو له لارې ورسره خپل غږ او درد شريکولى شو،‌ د مسلمانانو په توګه پر موږ‌دا د هغوى حق دى.
ننګرهار



November 21st, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها