اعلاميه
په کابل کي داوسيدونکو ځدراڼو دقومي شورا په کابل کي داوسيدونکو ځدراڼو دقومي شورا

 

بسم اله الرحمن الرحيم

 

17.ثور.1392

مونږدپاکستان له دولت اونظامي مشرتابه په کلکه غواړوچې زمونږدهيواد پر ضد خپلو ښکاره او پټو تيريو ته د پاي ټکي کيږ دي او که نه پايلي به يي د دواړو هيوادونو دخلکو لپاره ډيري بدي وي. زمونږمشوره دوي ته داده چې د ښه ګاونډيتوب اصل د په نظرکي ولري، کوم چې د دواړو هيوادونو دخلکو په ګټه دی. دا په تاریخ کې څرګنده ده چې افغا نان دخپل هيواد څخه د دفاع په برخه کي ځلاند ه تاريخ لري چې پر دي خبره تر بل هر چا زيات پا کستا نيان ښه پوهيږي.مونږ نه يوازي دګوشتي په ولسوالۍ کې دپاکستان تيري په کلکه غندو، بلکې د دوی هرډول لاسوهنې، کومې چې له لسيزو را په ديخوا زمونږدهيواد پر ضد رواني دي غند و.

دانګليسي استعمار په لاس جوړ کړی شوی پاکستان اوس نه يوازې زمونږدهيواد، سيمې، بلکې ټولي نړۍ لپاره په يوه لوی خطراوښتي، پا کستان د پر دې پوه وي چې دضرورت په وخت کې به ټول افغا نا ن د خپل هيواد څخه د ساتني په سنګر کې تيار واوسي. همدا ډول که چيرې امريکا، بريتانيا اويا کوم بل څوک د ډيورند استعماري کرښه په رسميت پيژني، مونږدا د همدغي سيمي دخلکو په حقوقو تيری ګڼواو مونږ به هيڅکله ددې کرښې له په رسميت پيژندلو سره موافقه ونکړو.


May 13th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها