اعلامیه
د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند  د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند

Pashtoons Social Democratic Party (PSDP)

Press and Information Secretariat

 

دولسم نوامبر دپښتنو دیوالی د ورځ
د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند  د پښتنو د ملی ازادۍ دعدم تشدد د غورځنګ يوه برخه ده چې په 1929ع کال کې د انګريزی ښکيلاک په ضد د باچا خان « فخر افغان » په مشرۍ منځ ته راغلی دی .
پښتانه چې په اوسنی وخت کې ۶۰ ميلونه اټکل کيږی د نړۍ په لرغونو قامونو کې شميرل کيږي او د يوه بډای او موړ کلتور خاوندان دی چې پښتونولی نوميږی  پښتونولی د جرګو يو ولسوليز سيستم دی چې بنسټ ئې په پښتو ولاړ دی. پښتو د ټولو پښتنو ګډه ښکلا ده نو ځکه پښتون نيکه خوشحال خان بابا وائی:

درست پښتون له کندهاره تر اټکه
سره يو د ننګ په کار پټ او اشکار


د جرګو سيستم چې د پښتونولۍ بنسټ جوړ وی چی تر اوسه  په مونږ کې رواج دی د هډی ټولنو محصول دی چې لس زره کاله د مخه اټکل کيږي دا ددی مانا لری چې پښتون قوم لس زره کاله د مخه موجود ؤ .پښتنو پدى خپل اوږد تاریخ کې ډیری سړی او تودی ليدلی دی خو تل ئې خپل ملی او قامی هويت ساتلی دی . په1893 ع کال کې پيرنګيانو ددی هڅه وکړه چې د ډيورنډ د کرغيړنی کرښی پواسطه په مصنوعی توګه پښتانه په برخو وويشی خو پښتانه چې نه يوازی ګډ تاریخ ، ګډه ژبه ، او ګډ کلتور لری بلکی جغرافيائی وحدت هم جوړوی . دغه کرښه په عمل کې نده مراعت کړی او بې له پاسپورته يو د بل سره تګ راتګ لری . څنګه چې د هند د نيمی وچی څخه د پيرنګيانو په وتلو سره د ډيورنډ توافق لیک  د ولسونو د حقوقو له مخی په اوتوماتيکه توګه د اعتباره لويدلی و ځکه چې په کومه موخه چې دغه توافق منځ ته راغلی وو هغه موخه له منځه تللی وه ، نو د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند په1993 ع کال د نوامبر په دولسمه نیټه دغه توافق لیک  چې هډو د اعتبار موده پکې نده ليکل شوی په رسمی توګه په یوه غټه غونډه کی چی په جرمنی کی  د انګلستان سفارت د بهرنیو اړیکو مسول هم ورته رابلل شوی ؤ،  د تل لپاره لغوه اعلان کړ او د ردی کاغذونو ټوکرۍ ته ئې وغورځاوه اود نوامبر دولسمه نېټه ئې د پښتنو د يووالى د 
ورځى په نامه ونوموله،او هر کال د پښتنو د يووالى ورځ په مختلفو بڼو کې لمانځی .

لکه څنګه چی ټولو ته څرګنده ده، د ډیرو کلونو راهیسی په هیواد کی روانه جګړه د پښتون قوم لوی کور ته راټوله شوی ده
پدغه تپل شوی جګړه کی د ډیورنډ کرښی دواړو غاړو ته پروت پښتون قوم هره ورځ وژل کیږی، اقتصادی قامی او ولسی مشران ئی وژل کیږی ، د پښتونولئ ارزښتونو ته په سپکه کتل کیږی او د انسانی ژوند د پرمختګ ټولی لاری ئی تړل کیږی.چی مونږ ئی په کلکه سره غندو.
که نړیوال ډیموکراټیک قوتونه او  د افغانستان او پاکستان حکومتونه  غواړى چې په سيمه کې امن او سوکالی وى نو د پښتنو د يووالى او نزدی والی  لپاره دى کوټلى ګامونه واخلى . پښتانه يو وجود دى او یو له بل نه، نه شى بيلیدلى.

افغانستان د ورونو قومونوګډ کور دى او پښتون ډيره کى قام او مشر ورور دى نو پکار ده چې د افغانستان ورونه قومونه د پښتنو دقامى وحدت ملاتړ وکړى.

 مونږ د افغانستان په اوسنى حکومت کی د هغه پښتنو څخه چې د پښتنو د حق تر نامه لاندى د پښتنو برخه خوری او په دولتى کورسیو ناست دى په کلکه غوښتنه کوو چې د پښتنو د حقوقو دفاع وکړى او پښتو چې د هيواد د ډیره کى قام ژبه ده د ښونى، روزنى او د فتر ژبه کړى پښتو وکړی او په زغرده پښتو ووائى ، پښتو وليکى تر څو د پښتو حق ادا او خپله زمه وارى تر سره کړى.
د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند د ټولو پښتنو / افغانانو د پوهانو ، سياستوالو ، اديبانو ، شاعرانو ، ليکوالانو، ټولنيزو، ملى ، ولسی او دولتى سړيتوبونو ( شخصيتونو ) څخه غوښتنه کوى چې خپلى ژبې پښتو د ودى او پر مخ تګ او د قام د یووالی  لپاره کار وکړى چې نه يوازى پښتو ژبه مخ په وړاندى لاړه شى بلکه د پښتنو د قامى وحدت عزم پیاوړى شى . قامى وحدت زمونږ فطرى اوقانونى حق دى

پښتانه په سيمه کې يو ستر ځواک دى ، سيمى ته ثبات او امنيت بخښى،زمونږ په اند  پغير د پښتنو د قامى وحدت، سوکالئ او ارامۍ څخه په سیمه کې امن او سوکالې نه شى راتللى نو د پښتنو ټولنيز ولسوګوند د نړۍ د سوله غوښتونکو او ډيموکراټيکو ځواکونو او دغه راز د ګاونډیو هیوادونو څخه یو ځل بیا په کلکه غوښتنه کوى چې د پښتنو په بيا يووالى کې مرسته وکړى. د پښتنو يووالى په سيمه کې د امن او ثبات ځامن دى.

په درناوی

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند


November 12th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها