اعلامیه
د ډیورنډ لاین لانجې د حل دعالی شـورا د ډیورنډ لاین لانجې د حل دعالی شـورا

بســــــم الله الرحمن الرحـــــــــیم

د ډیورنډ کرښه هیڅکله هم د منلو نه ده!

افغانستان د ولسمشرښاغلي حامدکرزی د۴/۴/۲۰۱۳ ملي تصمیم په تړاو)

دافغانستان خلکو له څو لسیزو راهیسې په پوره متانت، ایمانداری راز راز کړاوونه، مرګ او ژوبله زغملې خو هیڅکله دې ته نه دې حاضر شوي چې د هیواد ځمکنۍ بشپړتیا او ملي ارزښتونو سره خیانت وکړي. باید هیره نه کړو چې افغانستان د خپلو سترو مخورو او مشرانو له ویاړنو سره سره داسې شیبې هم درلودلې دي چې یو شمېر واکمنانو، امیرانو او د پردو په لاس او اوږوقدرت ته رسیدلو حاکمانو او تالي څټود خپل بقاء او د دنیایی مال او ملک دلاس ته راوړلو او د هغو دکرغیړنو اهدافو لپاره ځانونه پلورلي دي.

دې حاکمانو د پردو تر فزیکی پوځي او سخت رواني فشار او تهدید لاندې، د افغانستان په مختلفو اړخو د وقت د استعمار په لاس د جوړ شوو بغاوتونو او قیامونو د تهدیدلاندې، ددی ملت د زړه آواز او عزت ته په ټیټه سترګه کتلي او د افغان ملت او خاورې په حق يې داسې نارواوی او ظلمونه کړي، چې یوشمیر یې د لږ وخت په تیریدو خپله هم پرې پښیمانه شوي چې ښه مثال یې د شاه شجاع اویوشمیرنورو ګواډګیانو په وخت کې، بهرني یرغلونه دي.

شاه شجاع تر سخت فزیکی او روانی فشار لاندی له ۱۱ کلونو زیاتې مودې تبعید نه وروسته، د امیردوست محمد خان او امیر شیرعلی خان د غمجن برخلیک په خبرتیا سره، د وخت د استعماري انګلیس په مستقیم تهدید، د سرتیمار دیورند هغه سند چې دهغه په نتیجه کې د افغانستان یو ستره برخه د افغانستان نه د کاغذ پر مخ جلا شوه او بیا يي په (۱۲/۱۱/۱۸۸۳ ز) نیټه یواځې په انګلیسي ژبه او په ډیرو مواردوکې مجهول سند او تفاهم لیک لاسلیک کړ. ددې تفاهم لیک په نتیجه کې امیر ته د ټاکلو مالیې امتیازاتو او وعدو په مقابل کې د « ډیورند لاین» شرقې خوا سیمې عملاً د افغانستان له قبضې وویستل شوه خو هغه مهال هم دا سیمې د برتانوي هند جز ونه ګڼل شوې. ددې توافقاتو پربنسټ افغانی لوري ته حق ورکول شوی وو که دې سیموکې پوځې عملیات کوي نو انګلیسي لوري ته به خبر ورکوي او انګلیسی لورې به هم باید همداسې وکړي. همدارګه وپتیل شوه چې د دواړو خواو یو پلاوی باید تعیین شي چې (۱۸۹۳ ز کال نه تر ۱۸۹۷ز) کال پوری په درې کلونو کې« ډیورند لاین» پرکاغذ  په نښه کړي. خو دا کار تر آخره په پوره ډول عملی نه شو او امیرپه یقینی ډول په دریومواردو کې اعتراض کړی او ویلي يي وو چې دا هغه نقشه نه وه چې سرتیمار دیورند ورته ښودلې وه.

همدا راز داتفاهم لیک د نیمګړي او نابشپړ پروسییجر، تهدید، مجهول والی په لامل هم د فسخی وړ او عملاً ملت نه دی منلې. حتی دهغه نوم  یواځې د ډیورند په نام نومول شوی دی. په حقوقي لحاظ او د بین الدول دقراردادونو او پرسیجرونو په اساس دا او دې ته ورته نورې نیمګړتیا او خلاوې هغه څه دي چې دې تفاهم لیک ته د پای ټکی ږدي.

همدارنګه په ۱۳۳۴ لیږدیز کال د افغانستان په اومه شوارکې د ډیورنډ تفاهم لیک له دریو نورو تفاهم لیکونو سره یوځای، فسخ اعلان شوی دی.

په تیرو څلورو لسیزو کې پاکستان ونه کړای شول د ډیورنډ استعماري او تپلې کرښې ته د پېژندلو  وجه ورکړې او د اړو افغانانو له مجبوریت څخه د هغې د پيژندلو لپاره ګټه پورته کړي.

مونږ په دې شک او تردید چې د وخت حاکمان د پاکستانی سترو فتنو او دسایسو ښکار نه شي او یا داسې ونه شي چې دوی د پاکستان (دیفکتو) او د حقوقي لحاظه منسوخ (دی یوره ) ته غاړې کښیږدي.

خو په ډیره خوښې سره  مود افغانستان ډیرو حاکمانو او دهغه په جمله کې د افغانستان داسلامی جمهوریت ولسمشر ښاغلی حامد کرزی د ۰۴/۰۴/۲۰۱۳  نیټې با شهامته اعلان واورید چې هلته په ښکاره توګه ویل کیږي چې افغان دولت د ډیورنډ استعماري کرښه نه مني.

 مونږ ددې باشهامته، څرګند او روښانه دریځ څخه په ټینګه ملاتړکوو.

ــ تر کومه ځایه چې د « دیورنډلاین »لانجې د حل عالي شورا پورې اړه لري، دا شورا د ډیورنډ کرښه یوه ملي داعیه بولي چې دهیڅ یو ګروپ، سازمان، قوم ، د لر او یا بر افغانستان انحصاری مسأله نه ده، بلکی هغه په ټول افغانستان پورې تړلې ده.

مونږ دې لار کې د ټولو بادرده افغانانو د هلو ځلو د هماهنګی او همغږې لپاره په سړه سینه کارکوو.

ډیورڼد لاین لانجې د حل عالي شورا د پنجابي غلیم د هر ډول چلوټې او تیري په وړاندې کلک او ټینګ دریځ لري او په دې لار کې به خپلې هلې ځلې له پخوا نورې هم چټکې کړي.

په ډرنښت

Anti Durand Line Organisation & High Council of Durand Line

Conflict resolution   -   London, England

www.durandjerga.com

durandjerga@gmail.com

 

THE FIRST CONDITION FOR SUCCESS IS THE DECISION!!!

We Believe Nonviolent

Resistance for our Freedom and Unity Actions!!!

Let us to live in a peaceful and secure Afghanistan,

Peace in Afghanistan is peace for region and peace for the world!!!


May 7th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها