دهیواد وظالمانواوسفاکانوته !
ع .   د  . پاڅون میرزاده ع . د . پاڅون میرزاده

دټولوظالمانواوسفاکانو په سرکې ونظیف الله نهضت غدار

دهرات دشریفوخلکوسترقاتل ته !

ستا کړنی مې ښه په یاد دی

ستااوستادنورو انډیوالانوبه  هم

ښه درپه یادوی

چې دلوی سفاک په قومانده مو

دهیوادښکلی ګلان  مودټولوبڼونوڅخه ورټول کړل

هرګل مو د خپلی څانګی اوښاخلی څخه وروشکول

مړاوی مو کړل

تاسی سفاکان ؟

اوتاپه خپله سفاک؟

زموږدنامی  شاه ځلمونه

دوطن دسرتیروبچیانونه

ژوند واخیستل

دوی مو  په سرووینوکې ولمبول

دوی  موشهیدان کړل

ژوند چې ډیر خوږدی

ددوی نه  ورواخیستل

له منځه مو یو وړل

بالاخره تاسواوداتا په خپله

ډیربی ګناه خلک  مو مړ ه کړل

ډیرشمیرمو تر شکنجولاندی نابود کړل

ډیرمو ډول ډول اذیت اوآزارکړل

ډیر مو شهیدان کړل

ژوندی مو ترخاورولاندی کړل

دیوشمیر پرتنونواوملاووباندی  مو

دډبرولوئی تختی ور وتړل

ولویوسیندونوته مو ورواچول

(دبدخشان ،دغزنی اودهلمند)

و سیندونوته مو وروغورځول

انسانان  مودماهیانو خوراک کړل

ډیر ی میندی مو بی زامنوکړل

ډیری ښځۍ مو بی مړونه کړل

ډیرکمکیان مو بی پلرونه کړل

ډیر ی پیغلۍمو په غمونوکې وکړه ول

چې هیڅ دفتر اودیوان به

دغه  ستا اوستا دملګروتورتاریخ

نه هیریدونکی جنایتونه، هیر نکړ

دهیچا ژبه به پدی هکله چوپه پاته نسی

هیڅ قلم به ددغوجنایتونو

دلیکنونه به بیکاره  پاته نه سی

دهیڅ کاغذمخ به ستاسودجنایتونو

اوستاسودتورتاریخ نه

سپین اوتش به پاته نه سی

تا په  خپلو کرغیړنو اوناپاکولاسونوسره

دبغلان ا وهرات  په زرهاوبی ګناه  شریف خلک

څنګه وژلی دي ؟

هغه وژنی درپه یاد که ؟

ای تورتاریخ لرونکی مستبیده!

په رښتیا سره

زه پرخپلوخلکو اواولسونوباندی ډاډمن یم

بلی  په رښتیا سره به یوورځ نه  یوورځ

دظالمانو،سفاکانو،غدارانو

اودمستبیدونودجنایتونوڅخه

خامخا،هرومروبه پرده راپورته کیږی

نهضت ،طوفان ، جوالی ،افت  او.......

نوربه  یې محاکمه کیږی

پوښتنه به ورنه کیږی

حساب به ورنه اخیستل کیږی

ددوی له ظلمونه به

ستردفتراودیوان پرانستل کیږی

اوحق به و حقدارته وررسیږی  .

 

دریم مکروریان دکابل  ښارافغانستان


March 10th, 2008


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان