سترسوال
الحاج الهام الدین قیام الحاج الهام الدین قیام

چه مو یو ورور بل ته وایي،دزړه حال بیا

خدایه راولې ولس ته ، دا مجال بیا

خدایه ته دفالبین زوړ منتر، بدل کړي

چه راووزي دورورۍ او مینې فال بیا

د نفرت په ځای،مونږ مینه غواړو خدایه

چه د مینې، محبت شو جوړ مثال بیا

خدایه کورته مو دسولې ، نعمت راوړې

چه دوروڼو تر منځ نه وي ،غالمغال بیا

چه په ګډه ، ګډدښمن ته ماتې ور کړو

چه مو ښکارته دبچو،نه راوړي جال بیا

اشغالګرته په خوله داسې دروندسوک ورکړو

چه څوک دلته زړه ښه نه کړي،داشغال بیا

واړه یو ځای، له غمونو رخصت واخلو

خوښئ یو ځای کړو، په ګډه استقبال بیا

خدایه ته یي تر ابده ، کور میرات کړې

که راوړي مونږ ته ، څوک بل قتل وقتال بیا

زه قیام به ېې په سر، نذرانه پرې کړ م

که مې خدای قبول په درکړي ،داسترسوال بیا

والدورف/جرمني


August 11th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان