میړانه
عبدالکبیر کاکړ عبدالکبیر کاکړ

 

هر څه به تیر شي

په هر چا به تیر شي

وختونه به تیر شي

ځواني به تیره شي

ښکلا به بدله شي

زړه به شي

او مړه به شي

مګر!

میړانه پاتې کیږي

او تاریخ پرې لیکل کیږي

شاعر : عبدالکبیر کاکړ

 

مهاجر

د مات پله په سر ولاړ یمه زنګیږم

چې نه وړاندې تیریدی شم نه تر شا زه

خونړۍ سیند له سیلابه ډک روان دی

په سکون کې خپل برخلیک ته وار خطا زه

ماهیګیر یم په شکیدلي جال کې ښکار کړم

د ګونګوټي خواري کړم بیګاه، سبا زه

هر څه وینم مګر هیڅ کولای نشم

حقیقت کې لکه وړوند یم نابینا زه

په حقیرو سترګو هر یو راته ګوري

په غربت کې به هم مړ شم خامخا زه

که شم مړ دلته په خاوره کې مې خښ کړي

خاوره وائي مهاجره! نه یم ستا زه

تا خاپوړې کړي هلته چې پیدا وې

بې وطنه! بیا به هم درکړم پناه زه

ژوند او مرګ مې شو پردۍ په پردۍ خاوره

نا امید شوم سراسر له دې دنیا زه

ما کاکړ ته رسیدلی مدام غم دی

یادوم چې تیر وختونه په ژړا زه

 

ترتیب کوونکی : انجنیرعبدالقادرمسعود






August 25th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان