شاعر : عبدالحمیدماشوخیل شاعر : عبدالحمیدماشوخیل

 

 

نازولی زوی نه اخلي ادب

او د سیوري نخل نه نیسي رطب

ونیومه شه هغه زوی په خوا پوری

چې یئ نه نیولی درس وي نه مکتب

په غوجل کښې بارې خر او کچر ښه دي

نه په خونه کښې جاهل او بې طلب

چې پیدا شي یو ناکس په قبیله کښې

وړاندې وروستو حبطه کاندي نسب

د پسر په نیکو او بدو پلار یادیږي

دا خبر دی په جهان کښې مجرب

په سواره باندې یئ ګوټه شي ایښوده

چې یئ اس برابر نه ځي په جلب

په زړه مهر په خوله قهر زوی ته بویه

څه ښه وایي (چرته ډب هلته ادب)

یوسف هاله شه لائق د بادشاهئ

چې یئ وخوړی څپیړی د غضب

هر ناکس لکه مګس باندې بڼیږي

په حمید نرم ګویئ که شکر لب

شاعر : عبدالحمیدماشوخیل

ترتیب کوونکی : انجنیرعبدالقادرمسعود

 

غزل

هسې تللی یم په فکر د جانان ډوب

لکه کاڼی په تلي کښې د عمان ډوب

ځکه ما څخه ارام او قرار ورک شو

چې مې اوښکو کړ د صبر خانمان ډوب

نا خبره یئ له حاله شفق بولي

که د وینو په ژړلو کړم اسمان ډوب

په لباس د ښکلو مه غولیږه د ټګو

خلقات که په دا سحر په دا شان ډوب

هسې وژله که د مهر په پرده کښې

لکه خضر په چشمه شي د حیوان ډوب

هسې مالري مهجور په وصالت کښې

لکه تږی د یوه ګوټ په ارمان ډوب

د حیا د بحر در یئ مونده نه شي

که د صبر جهانونه کړم چندان ډوب

هغو قبر لره یوړه بله شمعه

چې توبری یئ په زړه یوړو د هجران ډوب

هیڅ پروا نه کا په غم د هر ژړانده

که جهان کړم زه د اوښکو په طوفان ډوب

د خپل عشق په پاکبازئ شکر وار یم

چې مې نه شو خر په خټه دعصیان ډوب

د بوسی په سوال یئ ښاد د وصل داد کړم

د ګوټ تږی شو په سیند کښې نا ګمان ډوب

د حمید د کاغذي فکر کشتئ

د حیرت په عظیم بحر کړهء جهان ډوب

 

ترتیب کوونکی : انجنیرعبدالقادرمسعود

 






July 28th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان