خوندکوي
یعقوب منګل یعقوب منګل

 

***

سره لاسونه توري سترګې په اخترکي خوندکوي

د دوو مینودیدنونه په ګودرکي خوندکــــــــــوي

 

که غواړي دمیني موجونواوطوفانونوته ورګډ شي

مینه سمندردي٬لامبوپه سمندرکي خوندکـــــــــوي

 

څلورسترګي چه دمیني په کمین کي مخامخ شي

دبڼوغشي ویشتل دجنګ په ډګرکي خوندکوي

 

چه دمیني کاروان روان شي ځي خپل منزل تـه

دژوند داسي ملګري په سفرکي خوند کـــــــوي

 

غږونه اوآوازونه په هرځاي کي پورته کیـــــــږي

دوطن ښکلي نغمي اوسازونه په لوګرکي خوندکوي

 

ای ملګرودمنګلوښایسته غرونوته مي بــوزۍ

دجګوغروسندرې پاس په نښترکي خوندکوي

 

داچه تک سپین ښکاریږي سرئ لوړدي ترآسمانه

دادسولي سپین رنګ په سپین غرکي خوندکوي

 

ای یعقوبه راشه له کنعانه٬(منګل) ته ووایــــه

دیوسف سره مینه دزلیخا په ځګرکي خوندکوي

 

 

01.02.2013

آلمان


February 5th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان