افغان
الحاج الهام الدین قیام الحاج الهام الدین قیام

که پښتون، که هزاره دی که تا جک دی

که ترکمن دی، که بلوڅ دی،که ازبک دی

چارایماق،نورستانی،که براهوی دی

ددی خاورې ، هریوقوم له ویاړه ډک دی

ګډوطن دټولوګران افغانستان دی

ددی خاورې،دهرقوم بچئ افغان دی

 

هریوقوم دبل قوم وروردی،واړه یو موټی ملت دی

ګډېې کور،ګډېې وطن دی ،ګډېې ویاړ،ګډېې عزت دی

ګډېې ژونددی،ګډېې مرګ دی،ګډېې غم دی، ګډېې ویردی

ګټې ګډې،تاوان ګډ دی، قسمت ګډ،ګډېې تقدیردی

ګډه لار،ګډېې منزل دی،ګډهدف، ګډېې کاروان دی

ددی خاورې،دهر قوم بچئ افغان دی

 

دکابل، که دغزني، که دبامیان دی

دلوګر،دپکتیا، که د بغلان دی

دوردګویا دغور یا دایکندي دی

دننګرهار،دپکتیکا،که دپروان دی

ددې خاورې دهر ځای بچئ افغان دی

 

دکونړیاکاپیسایا دبادغیس دی

دفاریاب یا دفراه یاسمنګان دی

دهلمند یا دهرات یا کندهاردی

که دبلخ که دتخار یا بدخشان دی

ددې خاورې دهرځای بچئ افغان دی

 

دنیمروز یا سرپل یاد کندزدی

دزابل دی یا دخوست یا نورستان دی

دپنجشیر یا ارزګان یا جوزجان دی

که دلردی،که دبر،که د لغمان دی

ددې خاورې دهرځای بچئ افغان دی

 

افغانان دي سره وروڼه،یودبل سکنی وروردی

ددوی هرڅه سره ګډدي،ګډغرور، ګډېې پیغوردی

ګډیې تیردی،ګډ یې حال دی،مستقبل یې سره ګډ دی

څوک چې دوی بیلول غواړي، شرمیدلی،مخ یې توردی

یودبل لیچ اووزردی،واړه یو وجود ،یوځان دی

ددې خاورې دهرقوم بچئ افغان دی

 

داوطن دې تل ژوندی وي، تل ازاد دې داملت وي

دقومونو پخپل منځ کې دې تل ،مینه محبت وي

ولسونه دې ابا دوي، ورپه برخه دې وحدت وي

دښمنان دې ټول بربادوي، ورپه برخه دې زلت وي

دقیام خدای ته دا سوال دی، دایې هیله دا ارمان دی

ددې خاورې ،دهر قوم بچئ، افغان دی

 

والدورف/جرمني

۴/۰۰//۲/۰۲

 


July 3rd, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان