پلوشه
شاعر :ارواښاد غني خان شاعر :ارواښاد غني خان

 

که ء شرنګ دی که ء رنګ دی

ټول راز و نیاز دی

که ء ښائست که ء مستي ده

یو ناز یو انداز دی

که ء حسن که ء نور دی

یو سپین سپین بڅری

که ء ګل ، که ء یاسمین دی

یو سوز او یو ساز دی

 

پلوشه

مړاوې سترګې کړه راپورته سترګو ته زما دلبرې

خانده وخانده مسکۍ شه په رښتیا دلبرې

راشه خوا کښې زما کښینه سر زما په سینه کېږده

د مستۍ په خوب اوده شه پریږده دا دنیا دلبرې

دا غمونه نه ء خلاسیږي چې څو ژوند نه ء وي خلاص شوی

څه چې پټ ترې یو ساعت شو د یو بل په خوا دلبرې

 

ترتیب کوونکی : انجنیر عبدالقادرمسعود

 






August 28th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان