شاعر: عنایت الله پویان شاعر: عنایت الله پویان

د خدای بښلي ډاکتر نجیب الله د شهادت

د ورځې په مناسبت

 

 

شهیده!  ستا  د  زلکدن  په  اسویلو  مې   قسم

نجیبه!ستا په سور کفن او سرو جامو مې قسم

وطنه! ستا په هسکوغرونو او  میرو مې  قسم

هیواده !   ستا  په   مبارزو   میړنو  مې   قسم

د پنجاب سپي به مونږ په  کلکو  ارادو ورکوو

وطن پلورونکې  به  په څوکو د برچو  ورکوو

له (آی- اس- آي) سره جنګیږو  تر ابده  پورې

د  خوار خلکو  پلوي  کړو  تر  قیامته   پورې

مونږ نوی ژوند،آزاد ژوندون، ولسواکي غواړو

مونږ زیار ایستوکو ته  پراخه خپلواکي غواړو

څو چې آزاد نشې نو کله   تا  پریږدو  وطنه !

څو چې  ودان  نشې نو کله مونږ کښینو وطنه!

 


September 27th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان