څـــانګـــــه یو لند داستان
مفتاح الدین ساپی مفتاح الدین ساپی

   څانګه لکه ترهېدلی خوب ،ناببره زما دخوبونوڅخه نېهامه شوه  

لی پرلی پسې وګرځېدم ،ټول اړنګمن ځایونه مې ولټول ، خپل اوپردي مې وپوښتل ،خوپه څرک ایستلویې هیچېرته بریالی نه شوم . دهیلواونهیلوپه ګډوډتشیال کې پرجلوهلوډاګونوورسرشوم ،پرکوم ځلوبي به مې چې کله داوبواټکل واهه ،نویې ځنډه به پسې خوځېدلم ،ځکه دخپلې ورکې مینې له بیا میندلوپرته پرهیڅ مهال وچاپېریال مې ټېکاو نه راته . دلارې اړه ومانده مې پوره اودناڅرګند منزل پرلورپېښورته پسې رهي شوم .دکابل -جلال آباد اوجلال آباد-تورخم پرلاره جهادي پاټکونواوپه پېښورکې پاکستاني پولیسانوتروروستۍ کسېرې  لوڅ لغر کړم . په جیبونوکې یې دومره څه هم راپرې نه ښوول چې چېرې مې خپل ستونی په یوګوټ اوبو لوند کړی وای .پرسپین ډاګ هک اواریان پاتې شوم ، نه پوهېدم څه وګړم ، سواګري راته دځان سپکاوی ښکارېده ،خودکارترموندلوپخوا،بله چاره نه راتله .

             څنګه چې په پېښورکې دکارموندنې مارکټ له دېوالیتوب سره مخ وو، نوماته هم ګرانه وه چې کاربیا مومم بیا هم نامېنده نه شوم دهاندوهڅو نیلي ته مې پونده ورکړه اوپه پای کې له یوه ونډیمارسره په یوه ناڅيزه لاسباړه مزدورشوم . نوموړی زبر ونډیماروو ،مانا داچې په الله اکبریې  دپنځه شپږوڅارویو مرۍ ترغوږونوورپرې کولې ،اوله دې  خونړۍ لارې  یې خپل جیبونه پړسول .

         که څه هم ددغوبې خولې څارویوپرساپوهنه  نه پوهېدم ،خودونډیمارترسرې چړې لاندې ،دهغوپه سترګو کې مې دمړینې له بوږنېداڅخه دوېرې اوډارپیلامې له ورایه لیدلې .ماته خپل ځان له دې کبله ګناهګار ښکارېده چې دژو درملي په توګه مې پرون دناروغوڅارویو درملنه کوله ،خونن یې دپرون خلاف په وژنه کې له ونډیمارسره مرسته کوم  .داچې زما ګروهه اونړۍ لید له ونډیمارۍ سره ناباندې اوزغم مېچ مې هم  زیاتي صفرته رسېدلی وو،له کاره مې پښې سبکې کړې اوترېنه پټي پالاوتښتېدم .

                 څه دپاسه اته اوونې مې دګاډوپه یوهډه کې دپاکستاني خرګاډي په څېرترځان درانده پېټي مې وچلول . دلوږی  په وړاندې له ځانه تېرشوم ،خودپيسوله سپما څخه نه ،اودکنجوسانوداقتصادي تګلوري په خپلولوسره مې یوه اړینه زېرمه بیا ځان ته جوړه کړه .

                په دې هیله چې لټونکی موندونکی دی ،یوځل مې بیا دخپلې ورکې مینې په لټون پسې پښې رالوڅې کړې  .دپېښورپه شاو خواکې مې ټول پنډ غالي وکتل اوپه پای کې مې دڅانګی ترور دوی په یوه کمپ کې بیا موندل .

       ددوبي ټکنده غرمه وه ،پرسوکړه میره ،دکډوالو ولاړتمبوان ،دزقومو ځنګله په شان ښکارېدل . سره اهاړ ،یوازې دکډوالونه ،دکربوړو اوسمسروسږي هم له کاره غورځول . پردې سربېره ،دغه پنډغالی دجذامیانو کالونۍ ته هم ورته وو ،اوله بوږ نوړې بڼې څخه له ورایه جوتېده چې یوښاځمن ولس څرنګه دغلیمانودروهې په لومه کې ښکېل اوهسک وربوزیې په خاوروسولېدلی دی .

              په داسې ترڅ کې چې دکمپ دننه مې دپوښتنواښتنولپاره دهرڅمغېلی له مخ نه پلوهیسته کاوه ،ناببرۍ دڅانګې دترور دوی پرتمب ورپېښ کړم . هغه اودهغې ځلموټی زوې ،زما  په ناڅابه لیدوسره داسې هکپک شول چې ګوندې دچاسړی دنکیرومنکر له ګرزونواوګوزارونوڅخه راتښتېدلی اوترمخ یې نېغ ولاړ وي  . بې له دې چې هغه مې هر کلی وکړي ،په ژړغوني غاړه یې راځنې  وپوښتل :

ځان دې څرنګه ترې راوژغوره ؟ موږاروېدلی وه چې دغرووپه ډنډکې لوېدلی یې ترڅوچې ما ځواب ورکاوه ،هغې ،تمب ته دننوتوبلنه راکړه ،اولاس په نغوته یې دتمب په برګوټ کې کښېناستم . ترسترګولاندې مې غوړېدلي  فرش، نالیواوتلتکونه ته وکتل ، لکه خپله څمغېلی هومره وراسته اوله کاره لوېدلي ول .له بلې خوادتمب دننه  هم دتودوخې ، اولندبل ګډوله وه ،دسونا له تودوبي سره یې دومره توپیر نه کېده  .ما دهغوی پرون اونن دخپل خیال پرتابلوانځورکړ اوله ځانه سره مې وویل : دانازولی د وخت اهریمنانوله تخته راپاڅول اوپرخاورو ایرویې کښېنول .

               که څه هم موږ په زړونوکې یوله بله ډېرتپوسونه درلودل ،خوپوه نه شوم چې په څه يوه شیبه چوپ پاتې شو  . ښایي داچوپتیابه هغوشهیدانوته ددرنښت له کبله وه چې زه لاتردی دمه پرې نه وم خبر  . تلوسومې بې پیڅه کړم ،اوبې له دې چې دچوپتیا کلتور وساتم ،خپلې پوښتنې مې داسې راپیل کړې : 

پوهاند اوسیررویس زوی (دهغې مېړه اوزوې ) چېرته دي ؟

که څه هم ماپه  څانګې دوی پسې تلنګې وشلولې ،خوڅرک یې راته هیچېرته ونه لګېده ، ښايي تاسوته به پته وي چې هغوی چېرته لېږدلي دي ؟

               هغې په لنډو راوکتل ، هیڅ غبرګون یې ونه ښووه ،اوڅرنګه چې چوپ وه ،هماغسې چوپه خوله پاتې شوه  . مایې کولکو ته په لویدلوسترګوکې اوښکې ولیدې چې پرڅوارو اوډنګرو واڅویې کښته بهېدلې  .  زه په خپلو پوښتنو پښېمانه شوم ، خوله دې پرته مې کومه بله لاره هم نه درلوده  .

                 له یوه ښه ځنډ وروسته یې ،مخ بیا راواړاوه او ویې ویل :

هو ! زه پوهېږم چې څانګه اوموروپلاریې  چېرته دي ، اوله دې سره یې ستونی غرېو ونیوه ،چوپ شوه اوپه لارغه یې خپلې خبرې بیا داسې راوغځولې :

څومیاشتې پخوا ،دزیانیو لپاره دڅانګې دوی کره ولاړم ،شپه هم هلته پاتې شوم  . ترتېرماخستنه ، په هېوادکې دوګړنیز ناورین  پردې باب اوهغه څپرکي  وغږېدو،ډاکتر(دڅانګې پلار) چې ترموږ ډېراندېښمن وو، خپلې اندېښنې داسې راڅرګندې کړې :

له کله نه چې په اسلام آبادکې جوړه   شوې تنظیم شاهي ،کابل ته رالېږدېدلې ده ،جنایتونه یې دتوروپېړیو تروحشت وراړولي دي  . نن دلته په هرپل کې یا مارټک درکوي اویادې لېوه ماتوی ،دهیچا پت اوژوند نور دلې خوندي نه دی  . تراوسه  یې ډېرې نجونې تروښلې  ، اودډېرو کورونو کمبلې یې ورټولې کړې دی . ډاریږم چې کومه   شپه  پرکور راونه خېژي  . پخوا تردې چې اوبه له ورخه تېرې شي ،په کار ده ،کوم بل ځای ته وکوچېږو اوخپل پت وعزت خوندي کړو ،خودڅانګې موردهغه په خبروکې ورلوېده اوداسې وویل  :

چېرې کډه وکړو ؟ کوم ځای خوندی دی .تنظیمي غدیو خونن ټول هېواد برمته کړی دی  . دلته ډاډمن پنا ځای پیداکول يوه توزنه هیله ده . کوم ګاونډي هېوادته پنا یوسو؟  داتوره ورځ ګنې همدې بې نیاوه ګاونډیانوپرموږ نه ده رالورولې ؟ دڅانکې پلارهسې  ارتیاکې ولي ،هیـچېر ته  نه ځم که مرم که پایېږم ،همدا مې کور  اوهمدامې ګور دی .ډاکتر چې پرخپل دریځ ټينګار کاوه ،یوځل یې بیا ورغبرګه ګړه :

دلته تردې زیات ځندېدل ،دځانوژنې په مانا ده ،زموږ په وس کې نه ده چې لېوان دداړواولړمان دلشکو په ایستلو سره بې پدله کړو  . کډه کول هوس نه ، بلکې ناچاری ده ، بویه ! په هسې خوشوخبرو،وخت له لاسه  ورنه کړو ،که نه بیا به لاسونه مرړواو وخت به راځنې تېروي  .

ډاکترماته سترګې راواړولې  او ویې ویل :

داسرزورې ښځه وپوهوه چې نورموږته په لارکې اغزي ونه کري  ،ترڅوچې ماځان غږېداته جوړاوه ،څانګه ترماړومبۍ شوه اوستا په اړه یې خپله ناکراري  داسې څرګند کړه  !

نه پوهیږم چې آباسین ولې دومره ایسار شو ، هیله  ده  سبا بل سبا بېرته راوګرځي .

  غوره به دا وي چې هغه ته وګورواوله هغه سره په سلا مشوره پل واخلو  .

                  دڅانګې ترور ،دخپلې وینا په ترڅ کې له مانه  وپوښتل  :

په څه له انده ډېر ټال شوې ؟  څانګه په بې صبرۍ سره تاته ستګې پرلاروه ،اوموږ په خپل اټکل وګومان انګېرل چې ګوندې دغرووپه ډنډکې لوېدلی یې ،خوله هغې څخه موخپله داانګیرنه پټه ساتله   .

              دهغې دتپوس په وړاندې ،مادخپلې ځنډېدنې دک ودلیل په دې ټکو څرکندکړ:

دڅانګې په سلا ، په یوې اړینې  چارې پسې جلال آباد ته ولاړم   ،دوه ،دوه نیمې ورځې وروسته  ،په ښارکې دننه  ،سیالوتنظیمونویودبل پرپرضد دجهاد توره له تېکي راوکښله ، اودلوټ تالان په ګډولوسره یې دښاریانو کورونه له څیلمې ورسپېره کړل  .

 

 

له ښاره دباندې وتولارې هم دغروو له ژامو څخه تېرېدې .کله چې دجګړو اونښتو غر غنډې راتتې شوې ؤپه بیړه دکابل پرلور وخوځېدم ،خوڅرنګه چې په کابل کې هم ورته شرغوبل په زورکې وو، له سروبې نه بېرته پرڅټ راوګرځول شوم ،له دویمې ،درېیمې هڅې سره سره بیایې هم شاتګ ته اړباسلم  . په پای کې د((لته بند)) له لارې پلی وخوځېدم ،کابل ته په رسېدوسره سم سیده دڅانګې دوی کره ولاړم ،خوله ډنګي ډوال وره اوتش تور انګړسره مخ شوم  . له یونیم پاتې یکرسړي نه مې وپوښتل ،خوپته یې چاته نه ورتله  . ارورترور تاسوکره درغلم ، خوله توپان  ځپلې  خالې  نه هم مرغان کوچیدلي ول ،ترپښولاندې ځمکه وتښتېده ،دوه پښې مې خپلې او دوه نورې مې پورکړې ، اوله يوه تیاره څنډنه تربله مې دلټون سرسیاندې منډې ووهلې ، خودورکو څرک هیچېرته ونه لګېد . زما دځنډېدو غمجنه  کیسه همدا وه چې په لنډومې درته تېره کړه  . اوس نوتاسو وویاست  چې هغوی څه شول ؟

دځانګې ترورپه غریو نیولې غاړه خپلې خبرې بیا داسې را اورږدې کړې  :

زه له ډاکترانو سره هماندې وم ،اوخپلې خورته مې په څرګندوټکوکې وویل  :

ډاکتر رښتیا وایي ،له خپله ښاڅه تېره شه ، خپلې نارولې لورته دې و....... اوترڅوچې ماخپله  خبره بشپړوله ،بهرپه غولي کې دچادپښو ترهوونکی دربی شووبڼې مووالوتلې ،اوپه سترګوکې موسره وپوهول چې تنظیمي ډاکه مارانوډاکه اچولې ده  .

                    دڅانګې پلار اندېښناک له ځایه پاڅېد ،غوښتل  یې وګوري چې دباندې څه خبره ده .بهرته یې له وتلو سره سم دټکانو غږ پورته شو. غړي  مووښویېدل ،ویره وړي له ځایه راولټېدو،غوښتل مودباندی ووځو،څودخونې دړه یوناڅاپه رابېرته شوه .

توره غدۍ چې تورماسکونه یې وهلي وه ،ناسختونې ته راننوته ،له واره یې پرڅانګې ورودانګل ،اوله کوڅیویې راکښله ،هغې دخپلو غړواولاسونوپه ټول زوروځواک سره دځان دفاع کوله . موریې هم ورپورې ټینګه نښتې وه  ،لاس وپښې یې وهلې چې خپله نازنینه لور دیاغي شهوت له منګولوڅخه راوژغوري ،خومورولور دواړه  تربېلوره ګوزارونو لاندې بې سده پرمځکه راپرېوتې .مالوڅې پوڅې وکړې ،خو وهلوکوټلو زه هم له ترپه وغورځولم   .

             څانګه  له هوښه وتلې وه  ، له هغو سره یې خپړې نورې نه لګولې  ،ځکه نو دمړه لاښ په ځېریې په راکښلو راکښلو له خونې بهر کړه  . زه هم ترڅټ پسې  غلچکې  له خونې ورووتم  اوبېوسه دانګړپه یوه ګوټ کې پټه شوم   . کتل مې چې دڅانګې مور نیمسده له کوټې نه راووته واو په نګوښېدو نګوښېدو یې ځان ترهغو ورساوه ،یوځل بیا له هغو سره لاس اوګرېوان  شوه ،کوم لېوه خویه پرې  دشلګي ګوزاررونو وکړل  اوبرمځکه راوپرځېدله   . په دې  سره دژغورنې وروستۍ هڅه هم په وینوکې پای ته ورسېده ،اوڅانګه  دپرهرژلې هوسۍ په څېر دوحشي کوږ بلو  ښکار شوه  ، زه له پټنځای نه  ووتم ،لومړی  دڅانګې مورته ورغلم ،ماانګیرل چې لاژوندۍ به وي ،خوسایې ورکړې وه ، بیا ډاکترته ورغلم ،هغه هم دمړینې په خوب ویده وه .

                 

  دې خونړي تاړاک زما دځان رګ  رګ کې دغم ودړدڅړیکې راوخوځولې  .  دزړه له تله مې وژړل ،خوژړا مې هیچا ته نه اورېده ، اودهیچا له سترګو نه یې خوب نه تښتاوه  . یوبشپړ کورکهول ،یولوړپت اوعزت دبې ملونه هوس په لاس پوپناه شول ،خوهیچا پرې خپل غوږ هم ونه ګراوه  .

                  ګړۍ نیمه وروسته په کوڅه کې دګاډی غرهارشو ، زه له وېرې په سیوری کې  دمټې  ترشا بیا پټه شوم  . کتل مې چې هماغه   توره غدۍ یوځل بیا کورته راننوته په بیړه یې  دڅانګې دموروپلار لاښونه  په ګاډیي کې واچول اوپرخپله مخه ولاړه  . زه یو ځل بیا له پټنځي نه راووتم ،خوکرکې اوناورین راځنې سداخیستی وه ، لکه ددېوالي ګړۍ پانډول ،بېواکه دناستخونې اوانګړ ترمنځ په تګ وراتګ ګې وم  . له انګړ نه مې تراه خوړله ځکه چې د((کوتلځي )) په څېرپه وینوسوروه  ،اوله ناستخونې ترهېدلم ،په دې چې غولی یې دښځینه  زندانیانو د((ډمخونې )) په شان  دڅانګې په شکېدلو وېښتانو پوښلی وو.

                  شپه په دی ډول تېره  شوه ،خړګهیځ له کوره راووتم ،پرټوله لار نګوښېدلم ،اوپه بلودو خوړوخوړومې ځان  په مټي تر خپل کوره ورساوه  . دکور د ړه مې  ووهله ، خوپوه نه شوم چې څرنګه  ورپه تلوار پرانیستل شوه، کتل مې  چې پوهاند پښې ابلې   په وره کې  ولاړ دی ،بې له دې چې  ښه راغلاست راته ووایې راځنې ویې پوښتل  :

ښځې ! څه پښه ده چې په دې خړه کې کورته راغلې اودکور دړه دې هم دومره زوږنده  اوبې لارغې  ووهله چې رواو ګودر دې راځنې ختا کړل   . ژرسه  ووایه  زړه مې خولې ته راغی  . ما ورغبرګه کړه  :

 سړیه !  دومره خو راته وګوره چې ترخونې ولاړه شم اوسا واچوم  . بچیان مې هم بڼه الوتي ولاړ ، ول .هغوی مې ښکل کړل اونېغه خونې ته ور  ننوتم  ،له لنډې سیالې وروسته مې دتېرې شپې غمیزه ورته نکل کړه  ،بچیان مې په ژړا ګډ شول اوپوهاند بې له څه ویلو دباندې ولاړ ،شیبه نیمه پسته  ،بېرته راغی  . سترګې یې په اوښکو خیشتې وې ،اوپه غرېونیولې غاړه راته وویل  :

 زه همدا نن سهار پسې له کوره وځم  ، هیله ده چې دڅانګې اوشهیدانو پته لګوم   .

                  لمرسترګه دختیزو غرونو له څنډوڅخه  ایله را اوښتې وه چې پوهاند  له کوره پسې وخوځېد ، اولوړمازیګر ستړی ستوری بېرته راجارواته ، خواتوری او نهیلی ایسېده  . ماترې تپوس وکړ  :

سړیه ! کوم غاورسي ته ولاړې ، له چانه دې دنیا غوښتنه وکړه  ؟

هغه مړ خندی  غوندې شو ،اوویې ویل  :

ښځې  ! دنیاو اونیاووالۍ پوښتنه مه کوه  ،دا رانه وپوښته چې چا مې په وندلو کنځلوهرکلی وکړ ،اوچا په رټلو اوټېل وهلو بدرکه کړم   .

               دیوه ساړه اسویلی په کښلویې خپلې خبرې داسې  رااوږدې کړې :  

داړوندو ښارمېنې جهادي بولندویې ته ولاړم ،خووسله والو سړیو ورپرې نه ښووم ،ټوله ورځ مې ورته ورچینې په څارتېره کړه  .ماپښین مهال په جهادي فیشن کې دباندې راووت ،سپین پکول پرسر اوبوغبند ته ورته ،دسمال یې پراوږو پروت وه ، مایې مخې ته ورته ودانګل ،خوټوپکوالومې مخه ډب کړه ،شورماشورمې ګدکړ،دقوماندان راته پام شو ،خپلوسړیوته یې وویل  :

راپرې یې ږدئ چې راشي  !

نومې چټکې پښې ورواخیېستې ،اوترمخ یې نیغ ودریدم  . داسترالیایې ځنګلیانو په څېر په خپلو ویښتانوکې پټ وو، لاندینۍ شونډه یې لکه داوښ هغې کښته ځړېده . دسترګویې په خپل سر سترګکونه وهل ،پرمایې له  بره نه ترلره ،اوله لرنه تربره ،دسترګکونوګوزارونه وکړل ،اوبیا یې راپوری وخندل ،خوخندایې کت مت دکوږبلو دخندا په شان وه . په ملډو وهلو یې رانه تپوس وکړ  :

بوډا  !  څه اسماني ټکه درباندې لوېدلې ده چې دومره چوغ وبوغ دې اچولی دی ؟

ماځواب ورکړ :

هو! ته سمه وایې ،پرما ټکه رالوېدلې ده ، خوپه دې توپیر چې له هسکه نه ، بلکې ځمکنۍ ټکې سرپړک راچولی دی  .تاته غاوی راغلی یم ،اودنیاوغوښتنه کوم بیا مې دتېرې شپې غمیزه ورته په زوروزېر  سره نکل کړه ،اوهیله مې ځنې وکړه چې زهیرمه شه ،له ماسره دشهید وخپلوانودلاښونواودهغوی دتښتول شوې لور په پیداکولو اوراسپارلوکې مرسته وکړه .

هغه وغوڼېداوپه بوږه غاړه یې وویل   :

ډېروبېدینوکډې وکړې ،هغوی بهبې پرتوګه مه ګړیږه ،پرمخ دې دسپي څرمن اچولې ده ،څومره سپین سترګی یې چې پرمجاهدینو ناروا تورونه تړې ،لاتراوسه په دې نه  پوهېږې چې هغوی څوک دي ،هغوی خپل سرونه مرګ ته ورکړل ،خودین یې وګاټه اواسلامي شریعت یې جاري کړ .که مسلمان یې شکر وباسه اودمجاهدینو دپاسلنې پورپرې کړه  ،خو  راته ښکاري چې دملحدینو پلوي یې  . داماشینګڼه ګورې ،په دی مې ستا غوندې ډېربې ګروهې دوزخ ته استولي دي  .سپین ږیری یې ،داځل  به څه نه  درته وایم ،ځه ورک شه ، مخ دې ورک کړه،بیا په داسې بېباکۍ سره دوړې ونه ولې  . دهغه زهر چې دژبې سرته راغلي وه زما ولي درانده اوغوني رازیږه کړل ،ترڅومې ځان ښوراوه ،دوه درې اورپکي پرماراوغورځېدل ،دګونډواوکونداغونوپه وهلوراکښلو یې له هغه ځایه راوشړلم  .

                په دی خبره چې یې ((راوشړلم )) ،دهغه په سترګوکې اوښکې وګرځېدې ،دلاسونوپرشا یې اوښکې وچې کړې اوله یولنډ سوچ نه وروسته یې خپلې خبرې  بیا داسې راوغځولې :

 ښځې نن په هیوادکې تنظیمي زورواکۍ ، دعربودجاهلیت پېرته نوې سا ورکړې ده دلته وژنه اوتروښنه جهاد،لوټ اوتلان غنیمت ګڼی  . که یې څوک پرجنایتونو ګوتنیوی وکړي ،نویې داسلام دښمن بولي  . ماوبښه چې له تاسره په خپله ژمنه کې  پاتې راغلم  . په دې ځنګل کې دامید لټول هسې لېونتوب دی  .

           له دې ناورینه ،څوورځې وروسته ،چې اوښکې مولانه وې وچې شوې ،دتوغندیو جکړبیا زورواخیست ، اویوځل بیا دوینولښتي وبهېدل . ویره لکه د(دېموکلېس ) توره ،یوځل بیا زموږ پرمریوراوځړېدله ،خودژغورنې  دځای خایګې بته راته هم نه نګېده . نه پوهېدلوچېرته ولاړشو،زموږ دسر اوپت لپاره کوم ځای خوندی دی .

 

 

یوماښام چې زموږ پرشااوخواکورونوباندې توغندي اورېدل،پوهاندپه قهرژلې ژبه وویل :

دتوغندیوشپېلۍ به ترکومه غږیږي ،ترڅوبه داتوره اوخونړۍ واکمني زموږداوښکواووينوپیمانې پرسررااړوي . که موږخپله ددې وحشت وبربریت په وړاندې ونه درېږو،نوبل څوک مو ترې راژغو...،اوترڅوچې هغه د(( راژغوري ))ویی بشپړاوه،ناڅاپه په یولوي درزشو . کوم دېوال ته چې  پوهاند اومیرویس اړخ لګولی  وه ، دتوغندي په لګېدو سره ،له یوه مخه پرې راونړېده .ټوله خونه د دوړواو ترخولوګیوپه توپان کې ډوبه شوه . بهرته مې ترپلل ،شېرشاه هم په ماپسې دباندې راووت . شیبه لانه  وه تېره چې بل درزشو،دوه نورتوغندي پرکور راومښتل ،تورې لوخړې  اوغرغنډې لمبې  هسکې شوې ،خووژل یې زموږ  له وس نه بهر وه .

 په پوهاند اومیرویس پسې  بېرته کوټې ته ننوتم ،یوڅوترور غږ ونه مې پرې وکړل ، خوغبرګون یې ونه کړ . نژدی ورغلم ،بیا وخته دخښتوترتوکړو اوخاورو لاندی ،دمرګ په درانه خوب ویده  ول ،پرشونډیې دژوندخندا دتل لپاره مړه شوې وه .ما اوشېرشاه کرۍ شپه ،هم ویر ژړلې نارې وهلې اوهم مودخاورو له تل څخه دهغوی  دلاښونوپه را ایستلو کې له خپل ټول زورو ځواک نه کار اخیست . دتندي خولې موله اوښکو سره یوځای پرمخ بهېدلې .

                   ګهیځ له کوره بهرته راووتم ،کتل مې چې په ښارمېنه کې ،له ځینو کورونوڅخه  لا دلوګیوغړوسکې  اسمان  ته ختلې . هیڅوک په سترګو نه راته چې مرسته مې ځنې غوښتې وای  . ښارمېنه لا له مخه تشه شوې  اواستوګن یې تښتېدلي وه  . بېرته کورته ننوتم ، له یوې  خوانازغموړ غم  اوله بل پلوه ړنګ بنګ کور،په یوه شپه کې زارو زهیره کړم   . له سهاره ترلمر لوېدن مې په ورټ ورټ وژړل .

لوېدیز اسمان ته مې وکتل ،په هنداره کې یې دسورکي الواني رنګ ،زما دزوې اومېړه ،دټپونو په شان سوراېسېده .

                دویمه شپه مې هم همداسې په ژړا انګولا وروڼله ،سهاربیا له کوره دباندې ووتم ،دوه یکړ سړي چې چېرته تلل ،په ژړانده غږ مې له لارې راوګرځول ،هیله مې ځنې وکړه چې له ما سره په  ښخولوکې مرسته وکړي .

               دکورپه انګړکې مودوه ډوغلونه وکیندل ،دمیرویس او پوهاندپه وینولژند جسدونه مو  پکې خاوروته وسپارل ،یوازی هغوی نه ،بلکې خپلې هیلې اواسرې مې  هم ورسره یوځای  خاوروته وسپارلې  .غم یې راځنې خوب خندا واخیستل اوپه بدل کې یې راته اوښکې راکړې .ټوله ورځ مې وژړل ،شپه مې هم په بې درمله دردونوکې تېره کړه .سهاروختي موله میرویس ،پوهاند او کور سره مخه ښه وکړه .په داسې ترڅ کې چې یونیم توغندی لاپرشاوخواکورونومښته ،موږمور وزوې یوسراودوه غوږونه ،له کوره راووتو، اوپه منډو وهلومو ځانونه ترماموت خان  پله ورسول . هلته په زرګونوښځې ،نارینه ،واړه وزاړه  یې پيڅه دسورلۍ ګاډوته سترګې پرلارول ،خوهېڅ ګاډی  نه په سترګوکېده .

  ډېرۍ یې څرخي پله ته پلي رهي شول ،موږ هم ورسره ملګري شو . که څه هم له ننګرهارڅخه څرخی پله ته دسورلۍ ډېر ګاډی راتلل ،خودبېځایه شووشمېر دومره ګڼ ووچې موږ موروزوې ته وار ونه رارسېده ، نوبېزا وه  مودوې شپې په څرخي پله کې پربېدیا تېرې کړې .پردریمه ورځ په ګا‌ډي کې سپاره شو،دګاډوکرایې څوګرایه ختلې وې  ،خوما دلارې اړینه خرڅه له ځان سره درلوده . دکابل –جلال آباداوجلال آباد- تورخم پرلاره تنظیمی پاټکوالو،ګاډي درول اودبرچې په زوریې جهاد ځپلې سورلۍ بې توپیره شکولې . زه یې هم ولوټلم خوله ښه مرغه ،شیرشاه یوڅه پسې له ځان سره په جیب کې پټې ساتلې وې ،په هغو ایله ترپښوره ورسېدو. درې څلورورځې وروسته ،دکډوالولپاره دملګروملتونوکمشنرۍ دې پنډ غالي ته راولېږلو.

               هغې خپلې خبرې په دې ټکو سره پای  ته ورسولې چې ((دغم ټِغر مې لاټول کړی نه دی چې دتحقیر شوي ښاخ پرکراسته کښېناستم .)) خوله یوې لنډې چوپتیا وروسته یې راسربېره کړه .

(هما) دوی هم له موږنه یوڅوخېمې اخوا،په همدې پنډغالي کې اوسیږي وخت نا وخته زموږ خبراخیستوته راځي ،اوهرځل په ټينګار سره راځنې غواړي چې که چېرې برخليک تاسو راپېښ کړئ ،نوبويه چې هغه مو په راتګ خبره کړم  . شیرشاه به همدا  اوس پسې واستوم چې له ځان سره یې سم له سمونې راولي .  

                      زه د(هما)  په اړه ،په سوچ کې ولاړم ،پرخپله ناکراره حافظه مې زور راووړ،خوله ښه مرغه  په یاد راغله چې هغه د څانګې خورینه ،اودادبیاتو پوهنځي زده کړیاله وه .

دهماترراتلوپورې ،په خپلوترخواوغمجنواندېښنوکې ډوب ولاړم ،  زه لا له خپله پوښه نه وم راوتی چې هما اوشیرشاه دوی تمب ته راننوتل . دهرکلي لپاره مخې ته وروپاڅېدم،روغبړموسره وکړ اوبېرته په خپل ځای کې کښېناستم ،هغې هم زما ترڅنګ مینجوټ وواهه .له خپلې بټوې څخه یې څوځلې کات شوی کاغذ راوایست ،ماته یې مخ راوګرځاوه او ویې ویل :

داتاته دڅانګې لیک دی ،کله چې یې ماته راکاوه ،په ټینګه   یې راځنې هیله وکړه چې : له (اباسین ) نه پرته یې چاته ورنه کړې  . که چېرې دهغه په لیدوبریالۍ  نه شوې نوبیایې په اورکې وسوځوه . ماورغبرګه کړه ،که څه هم زموږد دواړوبرخلیک یوشان په توبري پورې تړلی دی ،خوکه بخت یاري وکړه اوله دې تورکډ هله آزاده شوم ،نوستا پرسرلوړه کوم چې داباسین په پیداکولوکې به خپل وس – چار هېڅکله ونه سپموم اوستا دا امانت به هرومروهغه ته ورسپارم  .

هغی زیاته کړه :که له یوې خوادڅانګې غم زما په زړه کې لا تراوسه تاندوتازه دی ،خوله بلې خوا ځان ځکه نېکمرغه بولم چې هغې ته په خپله ژمنه اوتاته دلیک په سپارنه کې پاتې رانغلم .

هما دخپلې وینا په دې وروستي ټکي سره چې :)((پاتې رانه غلم ))دڅانګې لیک راوسپاره .

                 پخواله دی چې هما دپت بلوسونکوپه عشرتګاه کې خپله اودڅانګې تراژېدي راواوروي ، پرخپل زغم وپيڅ مې زړه تکیه کړ ،اونغوږلوته یې له رواني پلوه چمتوشوم . هما له یوې ژورې سا شړنې وروسته ،نوموړې غمیزه داسې رانکل کړه : تنکۍ غرمه وه چې له کوره دباندې راووتم ،غوښتل مې له پرله پورې ډوډې والا نه،یوڅو ټيکلې ډوډۍ ،کورته  راونیسم ،خوبرلاره ځیرشوم چې یوه ګاډي پسې اخیستې یم .

پلونه مې چټک کړل ،لاڅو ګامه وړاندې نه وم تللې چې ګاډی یوناڅاپه زما ترڅنګ بریک شو ،درې وسله وال لنډ غر ترېنه سملاسي  راکښېوتل ،اوپه سترګرپ یې ګاډي ته وردننه کړم .خوله اوسترګې یې راباندې وتړلې ،اوهغه پتنځای ته یې ولېږدولم چې دننګ وناموس غلوپه کې تښتول شوې نجونې پټۍ ساتلې ّ هلته یوه بله پېغله هم وه .

دشپې په تپه تیاره کې یې څانګه  هم دلته راوړه ،بې سده پرمځکه خپره شوه  . که څه هم دجړ پړ ویښتانوترشایې ملالې سترګې دونې نه ښکارېدي ،خوما وارله واره وپيژاندله ، زړه مې پرې تورلوګی شو،ورنژدي  شوم ،ترڅومادهغې سرخپلې غېږې ته راسماوه دخونې دړه په غرب رابېرته شوه ،دوه سړي چې یوعرب اوبل تنظیمي اورپکی وه ،کوټې ته راننوتل .عرب دخپلې جولې اوځاندرې له مخې دګوریلا وو سکه خپلوان ښکارېده ،دپوښاک اواغوستن له پلوه هم له چــا سره نه پرتله کېده. دغاړې یې پرتوګه خت  ،دسرګلایې څپوڼي، اودپرتوګاښ تورې منجیلې ،هغه ته خندوونکې اوبد ډوله بڼه وربښله  . لکه درنګه خورګنجی ،څانګې ته پردووپښونژدې کښېناست ،په خپلوتورو اواوږدو ګوتویې دهغې له بارخوګانونه وېښتان اخوا کړل ، اوپه شهوتناکو سترګویې ورته په ځیر ځیر وکتل . دومره یې یېواله شوچې بېواکه یې له ویتې خولې راووتل :

سبحان الله مقلب القلوب (اخ ! څومره پيمخې اوزړه راکښونکې ده) . تنظیمي اورپکي ته یې مخ ور واړوه ،اوخپله خوښمني یې په دې ټکوکې ورته واوروله :

مننه ! داځل موزړه وړونې  متعه (مؤقتي مېرمن ) رالورولې ده ،خوراته ایسي چې ترنده هوسۍ ده ،اېلول به یې دومره اسان نه وي . دډېرو وهلو،ټکولو لامله ،خپل سدواندیې له لاسه ورکړي دي ،بویه ! سبا شپې  ملاستې ته مې چمتوشي  .                            

نوموړي اورپکي ،هغه ته په خپل غبرګون کې ډاډ ورکړ،اوموږ ته یې وویل  !

 

صیب زموږ مشرمجاهد ورور دی ، خپل کورکهول یې پرې ایښی اوله موږسره یې اوږه په اوږه جهاد کړی دی  . دګڼ شمیر بې ګروهواوبېدینو اورمېږونه یې ورپرې کړي اودڅښتن غوښتنه یې پرځای کړې ده  .

نجونو!  داستاسې ژمندویي ده چې داله هوښه وتلې نجلۍ بېرته خپل هوښ ته راولئ اوله صیب سره یې ملاستې ته تیاره کړئ ،که بې ایماني مو وکړه ،نوبیا ګیله – مانه ونه کړئ . 

ماته یې سرسري راوکتل ،اوپه سپکه ژبه یې وویل :

نجلۍ  ! ته یې غوره نه کړې ،نور مجاهد ورونه شته  چې خوشاله یې کړې ،اوپه ستنه له خونې نه دباندې ووتل . دخونې تمبه په موږ پسې وتړل شوه ،اووسله وال څوکیوال بیا پرڅوکۍ ودرېد . په داسې ترڅ کې چې سام راباندې پرېوتی وو اوله وېرې سرترپایه لړزېدم ،له ځان سره مې وویل : هیڅوک دخپل ننګ وناموس لوپټه بل ته نه ورکوي چې لاسونه پې پاک کړي ،نوبیا ولې دا اورپکي پردیوته دومره سرټيټوي ، اودخپل هېواد ناموس ورته ډالۍ کوي.  

يوه، يوه نيمه  ګېنټه وروسته ،څانګه خپله راکېناستله،سرسیانده یې اخوادېخواوکتل ،پرما يې سترګې ومښتې ، راځنې وپوښتل :

زه چېرته یم د اکوم ځای دی ؟

زه یوځلی بیا ورنژدی شوم،په غېږکې مې ونيوله .سوکه سوکه خپل سدوسول ته راستنېدله .یوه ښه شیبه وروسته ،هرڅه ورپه یادشول ،زه یې هم وپېژندم ،خودغې بوږنوړې شپې اوسهمناک برخلیک ،له موږنه دخبروسېک اخیستی  وه.ماله  څانګې نه سترګې نه اړولې ،په پټه خوله مې دهغې کړه وړه څارل،په کوم څیزپسې یې خپل جیبونه لټول په پای کې یې کاغذو قلم چې دتصادف له مخې ورسره پاتې ول ،له جیبه راوایستل اوترڅراغ لاندې په لیک کښلولیګیاشوه اوچې کله یې لیک بشپړکړ،ماته یې راکړاوویې ویل :

داامانت به اباسین ته ورکړې ،ګوره! که چېرې هغه دې ونه شوالیدای نوبیا به یې په اورکې وسوځوې  .

                    څرنګه  چې هغې دښځوپه پوځي کنډک کې پوځي زدګړه کړې وه ،اودراز راز وسلوپرکارولوسربېره ،دتن پرتن جنګ کې هم ښه تمرین درلود ،ماته یې وویل :

ما له ځانه سره وپوښتل چې ستاسو اوخپل غچ به هرومروله دې ناموس غلوڅخه اخلم .

                  ما په دغه شپه کې چې ترمړینې وحشتناکه وه ،ترکهیځه پورې ویره وړي چورتونه وهل ،اوڅانګه لکه غومبسه له خپل ځان سره په یوه څه بوخته وه . مااټکل واهه چې  ښایې په خپل ذهن کې دکسات اخیستونخشه جوړوي .دهمدغې شپې پرسبا هم ،له یوې ګړۍ  خوب وړلو وروسته ،ټوله ورځ ترترغوني ماښامه چوپه اوله ځان سره په کوم ژورفکر کې ډوبه وه ،همدا چې دماښام تروږمۍ خپره شوه ،له ځايه سوکه راولټېده،په خپلوبخملي ګوتویې ،لستوڼي راونغښتل اوبډې یې ووهلې . ددړې خواته رهي شوه ،دړه یې له دننه څخه ووهله ، څوکیوال دخونې دړه پرانیستله  ، له پرانیستو سره سم  یې پرې ورودانګل ،برېښنا وزمه  څرخ یې وواهه ،اوپه کراته یي ګوزارونویې  له اخ اوټوخه واچاوه،ټوپک یې ترېنه ترګوتوکړ،اوموږته یې وويل :

په ما پسې راځئ  ! هغه ترمخه اوموږورپسې انګړته راووتو،دمېنې  دړه یې بېرته کړه او دباندې پرولاړڅوکیوال یې هم یوناڅاپه برید وکړ ،باړیې پرې وچلاوه  اوټوپک یې ځنې واخیست ،موږته یې وويل ،هله ! ژرشئ ،ترڅواوپکي خبریږي ،له دې ځايه په تورتم کې ځانونه ورک کړئ ،اوخپله بېرته انګړته ستنه شوه. موږ لاڅوپله وړاندې نه ووتللي چې دګڼوټکانوغږپورته شو،اوښه اوږده شیبه یې ونیوه .

                   څه کم دوې میاشتې له مخه ،په همدې کمپ کې له هغې نجلۍ سره ناببره  مخ شوم چې څانګې هغه او زه یوځای را آزادکړو . له جوړتازه نه وروسته ،هغې راځنې وپوښتل :

دڅانګې په اړه دې څه اورېدلي دي که يه ؟

ما دناځواب ورکړ،خوهغې سربېره کړه :

زما دخبرتیا له مخې ّ څانګې له اورپکو سره په نښته کې پرعرب  برماڼوسربېره ،درې تنه تنظيمي ټوپکوال وژلي دي ،خوخپله هم وژل سوې ده .

                 هما دخپلوخبروپه پای کې ،دڅانګې ښاڅمنه کارنامه په دی ټکو وستایله : 

هغې دزمانې په دې تورپېرکې چې جنایت  دایمان رنګ اخیستی دی ،یوه داسې مېړانه اواتلواله راپرېښوده چې  په  تاریخ  کې یې بېلګې لږې لیدل شوې دي ،هغې په خپلې سرښندنې سره تورمخو لنډغروته داسې لوست ورکړ چې دافغاني نجونوپروړاندې بیا دا راز بې پته چلند ونه کړي .

              هما خپلې خبرې سرته  ورسولې اوزه دتېرووختونوپه یادکې ډوب شوم . هغه وختونه  مې راپه زړه  کړل چې ما دکابل پوهنتون دوېترنرۍ اوڅانګې دطب په پوهنځي کې زده کړه کوله  . څرنګه  یوې ناڅاپې پيښې یوله بل سره مخ پرمخ کړو،اوڅرنګه موپه یوه سترګلید سره یوپربل زړه وبایله اویوتربله ځارشو .همدارنګه ،هغه شیبې مې هم راپه یاد کړی چې زموږ میندو اوپلرونو،زموږ دکوژدې ښادي په څه خوښۍ اوخوشالۍ سره ونمانځله ،او زموږ د دواده جشن ته یې هم  څونه بې څواره شپې او ورځې شمېرلې ،خودرېغه چې تنظیمي جهاد ،دهغوی دغه ارمان ،له هغوی سره یوځای خاوروته ولېږ داوه .

        دیوی اړینې چارې دسرته رسولو په پلمه ،دڅانګې له ترور اوهما څخه مې تربیا لیدوپورې رخصت واخیست . ماغوښتل چې یو ګوښي ځای ته ولاړشم ،اوهلته له ځان سره دومره وژاړم چې خپل ډک زړه پرې  تش کړم ،بېرته پېښورته ولاړم ،دښارپه یومېلمستون کې مې یوه کوټه په باړه واخیستله . دڅانګې لیک مې له جیبه راواېست اودخپلواوښکوترشا مې دهغه په لوستلوپیل وکړ . هغی راته داسې کښلي وه :

 ګرانه اباسینه   !

په دې شیبه کې چې دالیک درته کاږم ،دهغې مینې ډاډ درکوم چې ستا لپاره زما په زړه کې خوندي ده . کله چې دا لیک تر لاسه کړې ،زه به په دې نړۍ کې نه یم ، اوله تانه به دتل لپاره  جلاشوې یم ،خوبويه ،څرګنده کړم  چې دادننګ اوناموس بلوسګر،زما دمینې پرسنګرنه شي راختلای ،ځکه ماته زما دمینې هوډ ترخپل ژوندډېر ارزښت لري . ماله خپل ځان سره لوړه کړې ده چې له دې ناولوڅخه  دټولوهغونجونوغچ واخلم چې دخپل خیرن هوس دخړوبولولپاره
March 23rd, 2008



  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان