فلسطين
    انجينر عبدالکبير کاکړ     انجينر عبدالکبير کاکړ

زه فلسطين يم د غمو فلسطين

د شهيدانو د جنډو  فلسطين

نه مې ځواني پاتې شوه نه باوفاشوه ياران

نه په چا ځان پلورمه ، نه  وهم  لافې د ځان

اوس يم دبدوتوروشپوفلسطين

زه  فلسطين  يم  دغمو فلسطين

زه   ئې  ځپلۍ  يمه  ،  ډير  ځوريدلۍ   يمه

وژاړم  چاته  خدايه ، خپلو هير کړۍ  يمه

يمه   د سوو  اوسيلو  فلسطين

زه فلسطين يم د غمو فلسطين

 

پريږدۍ چه وژاړمه ، اوښکې مې وبهوم

څو  ليونۍ  نشمه  ،  وينې  مې  و څڅوم

په وينورنګ يم ددردوفلسطين

زه  فلسطين  يم  د غمو فلسطين

په راکټومې ولي ،تنکي ځوانان مې وژني

عربوګورۍ راته، پيغلې ځلميان مې وژني

د وير د چيغو  ماتمو فلسطين

زه فلسطين يم د غمو فلسطين

پرون صبرا شتيلا ، نن شوه غزه کربلا

له صيهونيزمه دفاع، کړي امريکا اروپا

زه يم بې کسه له عُمرو فلسطين

د شهيدانو  د جنډو  فلسطين

زه فلسطين يم د غمو فلسطين

 


December 29th, 2008


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان