د آغاشیرین بوټان (پښتو ادبی ټوټه)
زبیر شیرزاد زبیر شیرزاد

کله چه آغاشیرین ماشوم وو دری شیان یی نه خوښیده: سهار وختی له خواږه خوبه پاڅیدل، د توری غوا پوول او مسجد ته تلل.

آغاشیرین هر سهار په سرو سترګو له خوبه پاڅیده او توره غوا به یی پټیوو ته بووله تر څو غوا یی ډیری شیدی وکړی.

آغاشیرین یواځی نه وو، د کلی ډیرو ماشومانو په لپو لپو اوښکو تویولو خپلی غواګانی پټو ته بوولی. چه د سهار لمر به راوخوت آغاشیرین به بیرته کورته را روان شو. د شودو پیروی (قیماق) به یی لا نه وو خوړلی چه پلار به یی الف ب ت په لاس کی ورکړه چه ژر مسجد ته لاړ شه او الف ب ت یاد کړه.

د آغاشیرین خوب ډیر خوښیده خو د مسجد سره یی علاقه نه درلودله. په دینی کتابونو کی ډیر ټنبل نه وو خو ځان یی خپلی کورنی او ملا ته ټمبل ښوده. کال به چه نوی شو آغاشیرین به بیا له سره الف ب ت شروع کړه. یوه ورځ یوی زړی انا د آغاشیرین مور ته وویل؛ چه ټول هلکان اوس پنج کتاب لولی خو آغاشیرین په الف ب ت بوخت دی، ځه لاړ شه په ملایانو ګوړه وویشه او د هندو له کوره ورته یوه مړی ‌ډوډۍ راوړه که ژبه یی خدای (ج) ورته روه کړی.

د آغاشیرین مور د ناز ببو انا خبره ومنله په ټولو ملایانو یی کلچی کلچی ګوړی وویشلی، دا لا څه کوی چه چهارمغز داره ګوړه یی لوی ملا ته ورکړه او د بګت سنګ د کور ډوډۍ یی په آغاشیرین وخوړله خو د آغاشیرین ژبه روه نشوه. آغاشیرین ټنبل نه وو، ملا یی هم بد نه راته او د مسجد څخه یی هم بد نه راته، د هغه یوه ویره په زړه کی وه که د کور غړو او ملا ته ووایم چه زما دینی کتابونه ښه یادیږی حتماً یی د ابو حنیفه مدرسه کی شاملولم دا راز یی کله چی د دوولسم ټولګی د تفسیر شریف امتحان ورکړل او لاړی یی تیری شوی خپل ټولو انډیوالانو ته یی وویل چه اوس د ابو حنیفی د مدرسی له شاملیدلو څخه خلاص شوم. او ټولو ته یی وویل حیف زمونږ د ګوړی چه مور می په ملایانو ویشله.

آغاشیرین خوش طبعه هلک وو، په انډیوالانو هم ګران وو، چه تعلیمی کال به نوی کیده د خلګو به قد جیګیده د آغاشیرین به پښی اوږدیدلی، خلګو ورته کټه پای ناری وهلی. دا لا څه کوی کله چه آغاشیرین ۱۶ کلن شو پلار یی ورته یو سیرلۍ (بز) هم واخیسته. په دی کار سره آغاشیرین دومره په غوسه وه چه هیڅ حد نلری او سیرلۍ یی هم دومره شیطان وو چه پوښتنه مه کوه.

آغاشیرین غوښتل چی د څیرلی له شره ځان خلاص کړی، یو ورځ یی د پلار نازولی سیرلۍ دومره وواهه چه ژبه یی ووتله، پلار یی چه راغی او سیرلۍ ولید په آغاشیرین ډیر په غصه شو چه سر دی وخوری تا زمونږ هیله راخرابه کړه مونږ ویلی چه وچه غوښه به یی وخورو خو تا د وچی غوښی نه خلاص کړو، پلار یی سیرلۍ په تیره چاړه حلال کړ. آغاشیرین وویل، پلاره خدای دی خیر درکړی زه دی له غمه خلاص کړم دا سیرلۍ ډیر شیطان وو. له هغه جیګه غونډی نه یی ځان را ختا کړ ما وهلی نه دی څوک چه له جګ ځایه خیز وهی دغه به یی حال وی. آغاشیرین بیا وویل، پلاره، په خدای قسم چه ده سیرلۍ هره ورځ ماته یو جنجال پیدا کاوه. کله به یی د یوه سیرلۍ سره جنګ کاوه او کله به د بل څیرلی سره.  د تا د قناعت دپاره وګوره چه یو ښکر یی مخ کی هم مات شوی وو.

د آغاشیرین پښی ډیری لوی وی، بوټان او څپلۍ ورته نه پیدا کیدلی، پلار یی په کانال کی مامور وو ټول ښار یی لټ په لټ کړی وو خو آغاشیرین ته یی نه بوټان پیدا کړل او نه څپلۍ. 

د آغاشیرین پلار یوه ورځ یی د نصرالله سره مشوره وکړه چه اوس خو آغاشیرین ځلمی شوی دی نور ورباندی خلګ خاندی که پښی یی لوڅی وی. نصرالله ورته وویلی چه ګل عمر معتمد ته لاړ شه زما سلام ورباندی ووایه او دوه جوړی عسکری بوټان تری واخله. مامور صاحب همداسی وکړ، د فرقی له معتمد نه یی څلور جوړی بوټان په ارزانه بیه راونیوه او بیا موچی ته لاړ. موچی ورته د یوه بوټ تنه او د بل بوټ پوز سره یو ځای کړل او آغاشیرین ته یی بوټان جوړ کړل. او د دواړو په مابین کی به یی ربړی تلی ورکاوه. عسکری بوټان خو لږ اوږده وی هغه به یی هم ورته پری کړل، بوټان نه وو د حمام کڼاوی وی. د ټولو په پښو یو جوړه بوټان وو خو آغاشیرین به په دوه جوړی بوټانو کی ګرځیده.

آغاشیرین په لاره باندی ورو ورو ته، پوزه یی دومره غټه وه لکه د ترافیک شپیلق. دی ځکه ورو ورو ګرځیده  چه بوټان یی و نه شکیږی. یو ورځ همداسی شول. ګل نبی یی چه ښه انډیوال وو سرداری یی ورته پوه کړی وو چه نن به په آغاشیرین باندی ملنډی ووهو. سرداری وویل، آغاشیرینه! راځۍ چه نن منډی ووهو او مکتب ته له هر چا نه مخکی لاړ شو. ګل نبی وویل، چه مامور انور خیرات کړی هغه هم د غلو په قلعه کی، راځی چه اول ګرمه شوله وخورو بیا منډی ووهو.  دری واړه لاړ خیرات یی وخوړ او د مکتب په لور روان شو. د آغاشیرین وزن د خیرات په خوړو سره نور هم زیات شوی وو، د شمس الدین کاکا ویالی پل نه درلوده، ګل نبی او سرداری خیز وواهه. کله چه نوبت د آغاشیرین شو د آغاشیرین بوټ پرواز وکړ. نیم بوټ یی په ویاله کی ولویده او نیم بوټ یی په پښه کی پاتی شو. د ژمی موسوم وو او منفی ۱۰ درجی هوا سړه وه. هغه هم وچه څیله وه. دری واړه حیران پاتی شول. ټوله ویله یی لټ په لټ کړه خو د معتمد نه اخیستل شوی بوټ پیدا نه شو. آغاشیرین ګل نبی ته وویل چه اوس به څه کوم که پلار می خبر شی والله دومره می ووهی چه د بوسو خوسکۍ را نه جوړ کی. ګل نبی حیران شو چه معتمد خو یو بوټ نه خرڅوی او یوه جوړه بوټان خو ډیر قیمت لری آغاشیرین ته یی وویلی چه وروره زما نه هم لاره ورکه ده . خیر دی که د شمس الدین ویالی د تا بوټ وخوړ مونږ هم د مامور انور په خیرات کی تارینه (غوښه) وخوړه. آغاشیرین په جواب کی ورته وویل، چه لعنت په دا خیرات او دی تارینی اوس به پلار له مانه د خیرات غوښه جوړه کړی.

آغاشیرین مجبور شو په نیم بوټ کاواک کاواک مکتب ته لاړ. تصادف په لاره کی یی یو زوړ عسکری بوټ پیدا کړ او موچی ته لاړ. موچی وویل داخو راسته بوټ دی د تا چپه بوټ پرواز کړی دی.  ګل نبی وویل، موچی کاکا یو چاره یی وکړه که نه په  خدای د لوی مصیبت سره به مخامخ شو. موچی ورته وویل، یوه چاره یی کولی شم چه ما همدا نن یو جوړه عسکری بوټان رانیولی، پیسی یی راکړی زه به تاسو ته دا بوټ جوړ کړم. ګل نبی او آغاشیرین وویلی چه په څو به یی جوړ کړی؟ مونږ خو پیسی نه لرو خو تاته به نری پلاوی وریجی او کلنګۍ چرګ راوړو. موچی وویل نو بیا ځی لاړ شی ته دری منه وریجی او ګل نبی به کلنګی چرګ راوړی. او بیا به زه درته دا بوټ جوړ کړم. ګل نبی وویل ته خو ما پیژنی زه د مامور شاولی زوی یم زما د پلار په خاطر دا بوټ جوړ کړه زه حتما تاته چرګ او آغاشیرین دری منه وریجی راوړی. موچی ورته وویل ګوره زمانه ډیره خراپه شوی ده چه کوم چل راباندی ونکړی. ګل نبی ورته قول او وعده ورکړه چه بیخی بی غمه اوسه، موچی ډیر ژر بوټ یی ورته جوړ کړ. او آغاشیرین بیا د بوټ خاوند شو. خو چه ورته یی وکتلی د نوی بوټ او زوړ بوټ رنګ تفاوت درلود. موچی ورته وویلی چه ولی حیران شوی؟ د خلګو قد جیګیږی د تا پښی اوږدیږی. د ظالم زویه په پښو دی زور کړی دی. نیم من وریجی زیاتی راوړه چه بیا بوټان دی هم رنګ کړم.

آغاشیرین کله چه مکتب ته راته د خپل د کور د کندو څخه یی وریجی پټولی چه مور یی په غلا ونیوه. او ورته وویل چه اوس غلا هم کوی آغاشیرین په ژړا شو، نه موری، مجبور یم، پرون می نیم بوټ د شمس الدین له ویالی نه چه می خیز واهه په اوبو کی ولویده لټ په لټ می کړ پیدا مو نکړ د پلار له ډاره موچی ته لاړم موچی مرسته وکړ او راته یی دا بوټ جوړ کړ. څه وکړم مورجانی، اوس اولس کلن شوی یم که په لوڅو پښو مکتب ته لاړ شم ټول هلکان راباندی خاندی. خلګ ښکلی ښکلی بوټان لری او زه په پیوندی عسکری بوټانو کی ګرځم. مور یی هم لاس په تندی کیښود او په ژړا شو. او څلور منه وریجی یی ورکړی. او ورته یی وویل چه پلار دی خبر نشی چه بیا به د تا په ځای له ما نه شین بانجاڼ جوړ کړی. موچی د وریجی خاوند شو او آغاشیرین د دوه رنګه عسکری بوټو خاوند شو او د پلار له وهلو خلاص شو.

آغاشیرین چه ۱۹ کلن شو د عسکری دوری ته لاړ. په بغلان کی عسکر شو. په عسکری کی د اصیل خان سره آشنا شو او دواړو وطن پریښود د غرو رغو له لاری نه پاکستان ته وتښتیده. په عسکری کی آغاشیرین هم د بوټانو خاوند نشو. په پاکستان کی پنجابیانو نه یی چریکی جنګ یاد کړ او ورو ورو په آمر او بیا په قوماندان بدل شو، داسی خطرناکه قوماندان شو چه نه یی الف ب ت ور یادیده او نه یی د ادی د ګوړو ویشل. په چور او چپاول کی ډیر مهارت درلود د پاټک او ټوپک له برکته یی ډیره دارایی پیدا کړه.  اوس آغاشیرین د ۴ ښځو، ۸ پجیرو موټرو، ۴ کوره، دوه بلند منزله او د ۸ باډیګاردانو خاوند دی او حج یی هم کړی دی. ګل نبی او سرداری یی هم تری نه هیر شویدی. شپه په کابل او ورځ په دوبۍ کی چکر وهی. اوس هغه آغاشیرین ندی، اوس تری قوماندان لالو جان جوړ شویدی. اوس دومره شیک ګرځی چه نوی بوټانو ته یی وګوری هیڅ به دی باور رانشی چه دا هغه کټه پای آغاشیرین دی.

ګل نبی اوس په هیروئینو محتاط شوی په دهمزنګ کی د علم او فرهنګ په ویجاړ شوی ماڼی کی شپی سبا کوی او د مرګ انتظار کوی. سرداری په سر پُک شوی او سراچه ټکسی چلوی. یوه ورځ  یی قوماندان لالو ته وویل: ګوره ته دومره پیسه داره شوی یی لږ خو د ګل نبی پوښتنه وکړه، ګوره بوټ د تا ورک شوی وو او چرګ ګل نبی موچی ته غلا کړ. اوس نو تاته څه ووایم؟ تا د مامور انور خیرات، د شمس الدین د ویالی خیز، تر ۱۶ کلنی پوری په لوڅو پښو ګرځیدل، د کندو نه د وریجو پټول، د پلار وهل، د توری غوا پوول او شیطان سیرلۍ درنه ټول هیر شوی، زه هم درنه هیر شوی یم، که سر می پک دی خو یوه مړی ډوډی لرم. خلګ درته قوماندان لالو وایی خو ماته همغه کټه پای آغاشیرین یی، سردارۍ لاړ بیا هیڅ وخت د آغاشیرین خواته را نه غی. آغاشیرین اوس په میلو او چړچو داسی مشغول دی چه د ګل نبی او اصیل خان پوښتنه خو لا څه کوی چه خپل د ادی خیرات یی هم تری نه هیر شوی.


March 9th, 2009


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان