له ښاغلي محمداسماعيل څپه سره ادبي مرکه
همت الله امین زی همت الله امین زی

                            

           

درنولوستونکو، محمداسماعيل څپه دهېوادتاند،خوږ ژبی اوځوان شاعراوليکوال دى چې دشرنګ وېبپاڼې دابي مرکولړۍ موترښاغلي راورسوله داځل موله ښاغلي څپه سره دزړه خواله كړې چې دخبرو پيل به دتل په شان دښاغلي مېلمه شاعردشعرپه يو دوه ښکليوبيتونوسره وكړو:

غمونه مې ملګري جنګ زماهمزولی

وامې خله اې خدايه که جنګ راسره ولاړ شي

×    ×    ×

خپل تصويرراڅخه ورک دی داحساس په آينه کې

ډېرساده يم لټوم يې،دوسواس په آينه کې

چې يوازې وم يادونه مې په خيال کې داسې ناڅي

لکه وړانګه دلمرناڅي دالماس په آينه کې

دورغوي دخطونوپه دوه لارې کې دې څارم

ګرانې کله به ښکاره شې زماد لاس په آينه کې

شرنګ :  څپه صيب،سلامونه اونېكې هيلې مې ومنئ ؟

څپه : عليکم سلام اومننه امين زی صيب!  زه هم تاسواودشرنګ وېبپاڼې درنولوستونکو ته خپل سلامونه وړاندې کوم .

شرنګ : كه له شرنګ سره پېژندګلوي وكړئ ؟

څپه : نوم مې محمداسمعيل اوتخلص مې (څپه) دی. دحاجې محمدعمر( ګلون ) زوی يم. په کال ۱۳۵۴ کال کې دلوګرولايت دمحمداغې ولسوالۍ دقنات ملک په کلي کې دخدای ( ج ) دې لوې دنيا ته راغلی يم .

شرنګ : كېدى شي دخپلو زده كړو او اوسنۍ دندې په هلكه مالومات راكړئ ؟

څپه : مننه امين زی صيب،زده کړې مې دهجرت په وخت ترڅلورمه ټولګي پورې خورې ورې کړي دي اوله پنځم ټولګي څخه  وروسته  مې دعبدالله بن مسعودپه لېسه کې تردولسم پورې کړې دي،اوددندې په باره کې به درته ووايم چې  په لمرتلوزيون کې دليکوال په صفت دنده لرم .

شرنګ : څپه صيب،شعرته موڅنګه مخه كړه او شعر او شاعري مو چېرې پيداكړه ؟ 

څپه : نه پوهېږم څنګه شاعرشوم،خودومره ويلی شم چې يوازې وم کېدی شي همدې يوازېتوب زه شاعر کړی يم اوياکوم درد چې په دې يوازېتوب کې پرماباندې تېرېده.زه يې شاعرکړم .

شرنګ : ستاسوپه اند شعريعني څه اوشاعريعني څوك ؟

څپه : شعريعني نوې خبره چې له دې وړاندې چا نه وي کړې اوکه يې کړې وي نوته يې په نوی اندازکې وکړې . دژونديوواقعي تجربه چې وزن ولري نو دې ته شعر وايي . بياپه دې نوې خبرې کې ډېرې خبرې بايد رانغښتې وي لکه د مثال په ډول عاطفه، مينه، ښکلا، هنريوپيغام پکې وي . احساس په کې وي. د زړه درد په کې وي . ددې خبرې  مې مطلب دادی چې شعردزړه له دردويل کېږي، چې بل څوک يې واوري د هغه د زړه درد ته تسکن شي . او خبره راغله د شاعر .

استاداسدالله غضنفروايي (ديوچاکوردسيندپه غاړه دی.دکوردخاوندماشومان چې لوي شي نود سيندسره بلدوي دسيندپه شورباندې نه پوهېږي، چې داسيندڅومره شورکوي اوکه دې کورته يو مېلمه راشي اودلته شپه وکړي نوهغه دسيندپه شورباندې ښه پوهېږي چې داسيندڅومره شورکوي .

همدارنګه شاعرله نورخلکوڅخه جداوي خلک دژوندله شورسره عادت شوی وي خوشاعرلکه دمېلمه په څيرپه دې شورکې وړو وړو خبروته پام کوي اوهغه دشعرپه ژبه باندې وايي نو هغه خلکوته خوند ورکوي . هر هغه څوک چې داکمال ولري نو هغه شاعردی).

شرنګ : ځينې شاعران وايي چې شاعري يو فطري لورېيند ده  اوپه ډېر علم پورې اړه نلري  تاسو دې معقولې ته په كومه سترګه ګورئ ؟

څپه : دنوروشاعرانوله حاله خونه يم خبر،خو زه دخپلو تجربوپه اساس  درته وايم . علم ته ضرورت نشته خو بايدپه ادبياتوکې ښه مطالعه ولرې .اودادبياتوترڅنګ نوره مطالعه بايدولري . زه خپل شعرونو ته چې ګورم لومړيوشعرونواوداوسنی شعرپه منځ کې دځمکې اواسمان توپير دی، چې همدافرق دمطالعې اوادبي بنډارنوله کبله راغلی دی . نوپه دې دليل زه وايم چې کوم کسان چې ښه مطالعه ولري . نوممکن چې ښه شعرونه وليکي ځکه چې شعرپه احساساتوباندې ليکل کېږي  اوشاعرچې شعر ليکي نو الفاظ په خپله له حافظې نه ورته راځي .نو په دې دليل که دشاعرپه حافظه کې څومره ډېره الفاظ موجود وي هغومره ښه شعر به ليکي .

شرنګ : څه فكر كوئ،شعرليكل الهام دى،كه داسې وي ولې ځينې خلک په فرماېش باندې شعرليکي، موضوع اخلي اوبياورباندې شعرليکي،که چېرته شعرله الهام نه پرته نه شوليکلاى،نودغه شاعران چې داډول شعرونه ليکي،دې ته څه وايئ،داشعرونه نه دي اوکه دوی بل ډول شاعران دي ؟

څپه : دا اوس يوه پوښتنه ده که ډېرې ؟ خو خير زه به کوشش وکړم  لکه څنګه چې تا دومره په خوند څو پوښتنې يو په بل پسې تړلې وې زه يې هم ځواب همداسې يو په بل پسې تړلی درکړم. اول به په الهام باندې خبرې وکړو

هرڅوک ويده کیږي او د خوب په خوند باندې پوهېږي . زه به يوه پوښتنه وکړم چې د الهام خوند څنګه وي . که چيرې موږ ته د الهام خوند نه ده معلوم نو موږ نه شو ويلي چې دا الهام دی . ځکه ، خدای پاک پيغمبرانو ته د الهام په واسطه خپل پيغام ورکاوو . څوک خبر دي چې پیغمبرانو ته به چې الهام راته هغه همدا ډول و او که بل ډول. نو زه داسې وایم چې که الهام ټولو ته معلوم وي نو اوس به موږ ویلي و، چې دا الهام دی . د الهام د حالت او د ساده حالت په منځ کې توپير څوک کولای شي . خو زه دومره وام چې شعر په احساس باندې ليکلی کېږي کوم وخت چې شاعر ډېر احساساتي وي نو يو ښه شعر ليکلی شي . احساسات په دوه ډوله دي چې يو يې د غم له عمله وي او بل يې د خوشحالۍ ؛ نظر هغه شعر ته چې په خوشحالۍ کې يې ویلای وي . هغه شعر ښه وي دغم په حالت کې ویل شوی وي . د دې يو مثال موږ د خوشحال خان په خپلو شعرنو او د خوشحال خان د کورنۍ په شاعرانو کې وینو د خوشحال خان د کورنۍ کې  نظر هغو شاعرانو ته چې  درد يې ليدلی ډېر ښه شعرونه يې ليکلي نظر هغو شاعرانو  ته چې درد يې نه ده ليدلی . په دې ډله کې اشرف خان هجري ، قادر خان او کاظم خان شيدا دي د دوی په شاعرۍ کې درد پورت دی ، چې په لوستونکی باندې ښه لږېږي .

اوس به راشو دې خبرې ته ،چې  اکثر شاعران په زور باندې شعر ليکي نو د هغوی په شعرو کې نه هنر وي او نه احساس يو شي چې په کې وي هغه د قافيو برابر والی دی . دا هیڅوک نه شي ويلای ، چې دا شعر نه دی ځکه چې وزن ولري ، قافيه ولري هغه ته موږ شعر وايو خو زه وایم چې ښه شعر نشي کيدای . چې ښه شعر نه وي نو شاعر يې پرمختګ نه شي کولای . يو وخت زه روانې شاعرۍ ته متوجې شوم نو داسې شعرونه مې وليدل چې زما خندا ورته راغله نو د داسې شعرونو ته مې  يو څه وليکل ، چې زه دې خپلو ليکلو ته د شعر نوم نه شم ورکولی خو نقد ورته او یا طنز ورته ويلای شم.

دنن سبا غزل دی ليلې دبام په سر زه لاندې

ليلې راته وخندل ماخوله کړه ورته جينګه

شرنګ : څومره شعرونه مو تراوسه ليكلي دي اوشعرونه موډېری په كوم څه راڅرخي او ډېرموڅه ته پكې ارزښت وركړى دى ؟

څپه : زه په شعر کې د کيسو په شان يو تصوير انځور ول غواړم . په شعر کې يو مفهم ته زيات ارزښت ورکوم . زه به اوس څه لاپې درته وهم خو د خپل شعر يو نمونه به درته ووايم ته يې وګوره چې په څه باندې راڅرخي او کوم شي ته مې په کې ارزښت ورکړی.

خدايه !

خدايه ته خدای او زه بنده

ته سجدې راڅخه غواړې

زه غلې درڅخه غواړم

سلسله ده راروانه

لابه وي روانه

له جنته شروع شوې

په جنت باندې خلاصېږي

خدايه  ! دادوزخ په کې زيات نه شو

شرنګ : ډېرښکلی څپه صيب،زماخوښ شو،څپه صيب خبرې رانه اوږدې نه شي،زه فکر کوم شعردانسان دژوروحسي – عاطفي حالتونودبيان سمبول ياهغه خوندوره ويناده چې په هغې كې دويونكي (شاعر) فكر،پوهه،ذوق،دزړه هيجان او دروح آغيزه سره ګډو وي،داحساساتوڅخه راپورته شي اوداوريدونكو احساسات راوپاروي. په پخوانۍ اصطلاح شعرهغه ويناده چې وزن او قافيه ولري.

دشعرداتعريف او پيژندنه زړه شوې ده،اوس يې څوك نه مني ځكه چې معاصرشعرغزونې كړي دي، اوس شاعر يوازې ناظم نه دى،بلكې اوسنى شعراوشاعردټولنې رښتينى خدمتګارحساس،ذهن اوبيناسترګو لرونكى اودټولنيزو واقعيتونو منعكس كوونكى دى.

شاعربايددشعرپه ټولوباريكيواونزاكتونو وپوهېږي،دخپل اولس اوخپلوخلکومحكوميت،غم او خواشيني څرګنده كړي،دټولنيزوناخوالواوبدبختيوپه وړاندې بې تفاوته پاتې نه شي اوګوتنيونه ورته وكړي. دادهرشعردشاعردځانګړي فكري حالت زيږنده دى،شاعربياطبعاَدخپلې ټولنې،چاپيريال او پيښونه اغيزمن شوى دى، دادشاعرخپل رسالت دى،چې خپل احساس په رښتينى او واقعي ډول وړاندې كړي.

كه په شعرياليكنه كې شاعراوليكوال په صداقت اورښتينولۍ سره ټولنيز واقعيتونه نه وي بيان كړي،نو هېڅكله به هميشنی هم نه وي اونه به دخلكو په زړونواوخولوكې تلپاتې شي. ستاسوشعرهم تل پاتې اوکه په ټوله ماناووايم ترکومه زه زه ستاشعرونه لولم،نو ... چې زه يې خوشوم هغسې دي. او نوڅپه صيب که دا راته ووايې چې که څوک وغواړي چې هم داسې شعر وليکي نوڅومره مطالعې اوڅومره رياضت ته ضرورت لري ؟

څپه : که دشعر له ليکلو نه مو مطلب وي نو دا شعر ما په يو څو دقيقو کې ليکی او که د شاعرۍ د پیل نه  د دې شعر تر ليکلو پورې مو مطلب وي . نوبيالس دولس کاله ورته پکار دي. په مطالعې او رياضت باندې خبره نه خلاصېږي نور کارونه هم بايد وکړې لکه د راديوګانو ادبي خپرونو اورېدل  اوس خو د خدای فضل د راډيوګانو، تلویزنونو، انټرنټ او په  ادبي بنډارونو کې برخه واخلي په ادبي غونډو کې د برخه اخيستلو ګټه به دا وي چې  خپل شعرونه په کې  ووايي د نور خلکو شعرونه واورې تر څو له خپل شعر څخه ښه شعر هم واوري چې نيت يې پرې بد شي چې زه ولې داسې شعر نه شم ليکلی او داسې شعرونه هم واوري چې خندا يې  ورته راشي . د خلکو په شعر باندې نقد ووينې ته خپله په نقد کې برخه واخلې ستا په شعر باندې نقد وشي . بیا به يو ښه شعر وليکلی شې .

شرنګ : چېرې مو دېر زړه غواړي چې سفر وكړۍ؟

څپه : ياره امين زی صيب که رښتياخبره وکړم سفرنومې زړه خوړين کړی  ډېرزيات سفرونه مې کړي . د چترال له غرنۍ سمې نه واخله دکراچۍ ترسمندره پورې او له لاهور نه واخله تر پاړه چيناراو داسې دځاځيو له شنودروڅخه واخله بيادکندزترخاورينوغونډيو پورې دنورستان له شنو درو څخه واخله بيا تر خوست پورې او داسې ترهرات پورې . اوددې ترڅنګ ددوبۍ له عمجان نه واخله دسورې ترحلب ښاره اودحلب له ښاره نه واخله بيادجيزان ترتوروغروپورې دطايف له سړې خوږې هوا نه واخله بياد مدينې منورې د خرمواو تر باغونودا مې ټول ليدلي .  جده او مکه مکرمه خو لکه کور کلی چې وي .

 شرنګ : ښه دوست موڅوك او ياهم څه شى دى؟

څپه : دوستان مې ډېر دي که نومونه يې دلته واخلم نوکېدای شي چې دلوستونکووخت به هم ونيسي . زه يوه ملګرې لرم چې زه يې په يوځای کې هم تنهانه يم پريښی په هرځای کې به راسره وي که کراچې ته تللی يم هم زماسره وه که دطايف په غرونوکې راسره ملګرې وه او  ...

شرنګ : کېدی شي چې دملګرې نوم دې واخلې .

څپه : ولې نه امين زی صيب . زما ملګرې راډيو ده . ملګرې مې وه ملګرې به مې وي انشاالله .

شرنګ : خداي ج دې تل درسره مله لري،څپه صيب،كوم ډول ته ارزښت وركوي ، طبيعي اوکه مصنوعي ښكلاته چې جوړه شوي وي (لكه يوه دنګه ماڼۍ چې كېدى شي ښكلاولري اوكه ديوې سيمې يايوځاى خپل اصلي څېرې ته چې كېدى شي هغه يوغروي) هريويې غوره ګڼۍ كېدى شي دليل يې وواياست ؟

څپه : هغه متل دی چې وايي شيدې ډوډۍ نعمت دي که زېړغوړي ورسره شي نونعمت الله خان شي . نو زه وايم چې ښکلادخدای نعمت دی،خوکه دانسان هنرورسره ملګري شي نونعمت الله خان شي . دښکلا به يو دوه مثاله زه درکړم يوه شنه دره ده يوښکلی سيندپه کې بهېږي اوپه دې شنه دره کې يوچاڅلور پوړيزه کوټۍ جوړه کړې،نوددې درې ښکلايوپه دوه کېږي،خوښکلاترښکلافرق لري مثلاًکه موږته غنم رنګه ښکلې ښکاري ممکن چې په افريقاکې يوترټولوډېرتورخلکوته ښکلی ښکاره شي. اوياموږپه ښارکې ژوندکوو،نوکه موږ يوې لويې صحراته ووځو، نوپه هغه کې به هېڅ نه وي خوموږته به ښکلې ښکاري . په هغې صحراکې هربوټي هرژوی موږ ته ښکلی ښکاري اويادهمدې  صحرااوسېدونکی ښارته راولې نوهغه ته به دښاردوه پوړيزه ودانۍ ښې ښکاري . زه پخپله هغه ښکلا خوښوم چې ماپه فکرکې واچوي که هغه قدرتي وي اوکه دچاپه لاس جوړه شوې وي .

شرنګ :  داوسني شعروضيعت څنګه ارزوﺉ ؟

څپه : امين زی صيب ! که داوسني شعرکه له څو زاويوڅخه وګورو،نوفرق لري . مثلا ًکه اوسني پښتو شعرته چې نن سباڅومره کار روان دی،زه وايم چې په تاريخ کې به ورته نه وي شوی اوکه له بل لوري څخه ورته وګورو. حالت يې ډېرخراب دی هغه په دې دليل چې زه هم شاعريم اوس راغلی يم دوه جملې يوپه بل پسې تړم اوقافيه ورته پيداکوم اوانټرنټ اوياپه کومه مجله کې يې چاپوم چې داپخپله داوسني شعرملاماتوي يعنې هغه څه چې ديوه ښه شعرلپاره پکاروي هغه په کې نه وي يادغه ډول شاعران دشعر له تخنيکونوسره اشنانه دي اوياخويې په کيسه کې نه دي . که ديوې انټرنټ پاڼې له چلوونکي څخه پوښتنه وکړې چې داشعردی چې تاپه خپله وېب پاڼه کې خپورکړی دی،په ځواب کې به وايي : (( ځوانان دي پرېږده چې وهڅېږي . زه منم چې دايوه هڅونه دی،که ددې هڅونې ترڅنګ د شعرهنري اړخ ، په شعر کې شعريت،په شعرکې شعري ښکلا، په شعرکې موسقي په دې باندې موږځوانان پوه کړو. دځوانانوپه شعرونوباندې نقدوکړو نودادب لمنه به پرې وغوړېږي او زموږ شعربه دنړۍ دادبياتويوه برخه شي.

يوه ډېره مهمه خبره داده،نن سبااکثرنقادان په شعراونقداوليکنه نه کوي .بلکې دروابطوپه اساس ليکنې اونقدونه کوي . موږته پکاردی، داونه ګوروچې ددې شعرشاعرڅوک دی . موږبايدپه شعرباندې نقدوکړو .

شرنګ :  دنن او پرون شاعرانوشاعري څنګه سره پرتله كوﺉ؟

څپه : يوخبره درته وکړم امين زی صيب،چې دتلولوځای څوک نه شي نيولی که دنن شاعرډېره هڅه وکړي ښايي چې له پخوانيوشاعرانونه يې ورواړوي ؛ دلته بياهغه خبره راغله چې دهغه ځای يې ونه شونيولی .

دپخوانيوواوسينوشاعرانوپه منځ کې يوفرق داماوليدچې داوس وخت شاعران ډېری هڅه کوي،هغه پولې ماتې کړي کومې چې پخوانيوشاعرانونه وې ماتې کړې.هم په فلسفه کې هم په سياست کې هم په دين کې هم به نوښت کې،که له دې زاويې څخه ورته وګورونوداوس شاعران لږڅه ښه دي .

شرنګ : مننه څپه صيب که داراته ووايې چې ديوه ښه شعرځانګړتياوې به څه اوكومې وي ؟

څپه : په ښه شعرکې بايدنوښت وي،تخيل په کې وي داسې نورڅه چې دشعرازرښت زياتوی.

شرنګ :  په شعركې انځوراو له انځورسره مينه په شعركې څنګه ګڼئ؟

څپه : په شعر کې انځور داسې دی لکه په خوړو کې مالګه. انځور شعر واضع کوي لکه خوشحال خټک دايو بيت چې وايي :

که احوال دفراق جنو زړونوغواړې

ګوره هغه زاڼې چې جداځي له کتاره

که دخوشحال بابادې بيت ته موږ وګوردلته يوه ډېره ستونزمنه خبره خوشحال باباپه ډېره اسانه سره د تصوير( انځور) په مټ باندې روښانه کړې ده . يوڅوک څنګه کولای شه چې يوچا ته داوښيي چې په فراق کې زړه څنګه وي نوخوشحال بابا زړه له هغې زاڼې سره تشبې کړی،چې له خپل سېل څخه جلاځي . يو خبره شته دغه تصويرپه هغه چاباندې ډېراثرکړی چې هم يې فراق ليدلی وي اوهم يې په شنه اسمان کې هغه زاڼه چې له خپل کتارياخپل سېل څخه جلاشوې وي .

شرنګ :  دنارينه اوښځينه په شعرونو كې دتوپير په اړه هم څه لرئ؟

څپه : مننه امين زی صيب،نقادان وايي چې شعرپه احساساتوليکل کېږي .اکثره داسې شعرونه مې لوستی وو،چې شاعريې نارينه خودميرمنې اوياهم ديوې پېغلې زړه ته ننوتی واوله هغه ځای څخه يې دهغوی احساسات بيان کړي وو . زه يوه نمونه دميرمنود تذکرې ( دسپوږمۍ ترکلي ) څخه رااخلم  چې په واقعېت کې ديوې مېرمنې دزړه درداوديوې موراحساسات دي .

داغلې حسيبې شهيديوشعرچې يوه افغانه مور له خپل زوی څخه څه هيله لري اوپه دې شعرکې ديوې مورواقعي احساس نغښتی.

هيله

زمادغم په ورځ پيدابچيه !

زه مې دژوندخوښۍ له تاغواړمه

زمانيمګړې مينه ته پوره کړه

زه ستاپه سترګوکې دنياغواړمه

ته خوزمادژوند بدل يې زويه

ته دازل نه يواتل يې زويه

دايواوږدشعردی چې يوه برخه مې دلته رواخيسته په واقعېت سره چې يوپښتنه مورخپلوزامنوته سترګې په لاره وي چې دمورټولې هيلې به پوره کوي.استادسعدالدين شپون وايي ((شعريوه نوې خبره دژونديوه واقعي تجربه چې په ويلو وارزي)) که دشپون صیب دې خبرې ته ځير شو نو دا د يوې مور د ژوند يو واقعی تجربه ده. او د يوې مور احساس دی ، چې د لوستوونکي احساس را لړزوي.

 (( زه مې د ژوند خوښۍ له تا غواړمه )) له دې شعر سره زما احساس راولړزېده . نقادان وايي ښه شعر هغه دی چې دشاعردزړه له تل نه را لړزېدلی وي اود لوستوونکي د زړه تل ته کوز شي . په واقعېت سره همداسې وشول .ددې شعرپه لوستلوسره مې سترګې له اوښکو ډکې شوې. مورمې دکوټې په کونج کې ناسته وه دمورپه لوري مې غلي شان وکتل هغه دخپلوتسپوپه پيرلوباندې بوخته وه ماداسې احساس وکړ چې زماموربه هم زمانه همداسې هيلې  لري . زه پخپله ډېره هڅه کوم چې خپل درداوخپل خپګان له خپلې مورڅخه پټ وساتم نو زرمې خپلې سترګې له موره واړولې چې ومې نه ويني.اوبېرته مې دکتاب په لوستلوپيل وکړ .

يواځې دانه دشهيدپه يوبل شعرچې وايي .

په ژونديوکې مې مه شمېرﺉ خطاده

هسې ساه ده چې بس ښکته پورته کېږي

لکه پاڼه دخزان مې هسې رنګ دی

ديارمرګ کې نه څوک مري نه پاتې کېږي

دلته بياديوې ميرمنې احساس دی چې تردې وړاندې کوم نارينه شاعرپه دومره رنګينوالفاظونه وانځور کړی . ډېرشعرونه مې دنارينواورېدلي و،چې ديارپه غم کې يې ويلي وي خودارنګه نه. چې دايوواضع توپيردی. چې موږه يې دنارينه اوښځينه شاعرانوپه شعرکې وينو. يواځې دانه يوبل شعرچې تردې وړاندې کوم نارينه شاعرنه دې ويلی،دلته دحميدې پکتيانۍ خيال وګوره چې داسې وايي:

هرسړی جنت ګټي،دوزخ ګټي خپل ځان ته

دلته داسې څوک دي چې ژوندون دبل لپاره کړي؟

که دې پورتني شعرته وګورودلته بيادپښتنې مېرمنې ګيله زموږمخې ته ولاړه ده. په واقعېت کې همداسې ده چې په افغانستان کې مېرمنې دنورولپاره ژوندکوي. داشعرله ورايه ښکاري چې دميرمنې له احساس څخه خبرې کوي .

يوه بله خبره چې زماپه اندداوس مهال مېرمنوپه شعرونوکې زه وينم هغه دپخوانومېرمنوپه زړونوکې به ډېرڅه وو. دبېلابېلودلايلوله امله يې دژبې سره ته نه شوراوړلی،خواوس له نېکه مرغه چې اوس مېرمنې دزړه رازدژبې سرته راولي،لکه دسپوږمۍ نوري سلم داشعر.

کله چې ستاله څنګه تېره شمه

کله چې سترګوته دې سم وګورم

غواړم دزړه رازونه

ټول تاته ووايمه

ورسته له خدای څخه مې

تاته پناه دروړې

غواړم په چيغودرته وژاړمه

خو کله خواته درنژدې چې شمه

زړه مې درزاشروع کړي

پښې مې دواړه رېږدي

بغير له يوې کليمې

خولې ته مې هېڅ نه رازي

( سلام)

وګورۍ امين زی صيب،داشعرله لرې ښکاري چې دايوښځينه احساس دی،چې تردې وړاندې په پښتوادبياتوکې نه و.

شرنګ : مننه څپه،ښکلې بېلګې موراوړې،دحسيبه جان شهيد دشعرونو،دحميدې پکتيانۍ اودغه رازدځوانې او تکړه شاعرې سپوږمۍ جان نوري ... زه هم دااندسل په سله درسره منم،څپه صيب که دشعريوه نيمه بېلګه دې له درنولوستونكوسره شريكه كړې ؟

څپه : ولې نه امين زی صيب زمايوشعردی چې سرليک يې دی لنډه ساه:

لنډه ساه

خدايه !

 ستا خدايي ده دومره لويه

اوزماصبردومره لنډ

 لکه لنډه ساه!

ستاقدرتونه دومره لوی

 اوزماعقل دومره کم

 لکه شنډه څاه

نفُس زمازړه زما

خودردپکې اوسي

اوشيطان پکې اوسېږي

په دردکې اوسي څړيکه

او څړيکه کې بياته يې .

نو زه! څه شومه خدايه !؟

خدايه !.... خدايه .. خدايه !!!

تش کالبوت راباندې پلورې !؟

خدايه دا مې په کار نه دی .

جهنم ته يې غوزار کړه

چې لمبه شي او سوراور شي

دغه وږی جهنم ورباندې موړشي

له دې اوره بياپيدايو غټ شيطان کړه

چې وجود کې يې زه پټ شم

نور څه نه !

چې داغچ مې ترينه واخلم !

شرنګ :  مننه چې دشرنګ پاڼې دپوښتنوپه اړه مومالومات راكړل .

څپه : له تاسوڅخه هم مننه،چې زماخبرې مولوستونکو پورې ورسولې .


July 11th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان