شعر او د شاعر د تخیل خوږه دنیاګۍ
لیکوال عنایت الله پویان لیکوال عنایت الله پویان

 

                    

                          

                       

دا چې پاک خدای«ج» ویلې دي«الشعراؤ تلامیز الرحمن» شاعران د خدای د  

 مدرسو شاګردان دي د حق خبره ده. خو شایي دا خبره هم هیره نکړوچې د  پاک خدای«ج» او د خدای د مدرسو د شاګردانو د شعر په ژبه پوهیدل هسې آسان کار نه دی- کله چې زه شعر لیکم  یو داسې روحي حالت سره مخامخ کیږم چې بیان یې حتي پخپله زما او د هرچا لپاره له امکان څخه لري او ناشونې خبر ده او د شعر د زیږیدو او تولد په شیبو کې زه کټمټ د هغې  امیدوارې میرمنې د« درد» او« فشار»احساس کوم هغه چې چیغې وهې او لنګیږي او بچی زیږوي او نه پوهیږي چې بچی او اولاد يې هلک او که جلکۍ به وي او د هغې د اولاد رواني او روحي او نفساني حال به څرنګه وې؟څوک به له ځان سره ؤژړوي او څوک به له ځان سره ؤخندوي؟څوک به یې د  زړه په هنداره کې د خپلې لیلی خوشحاله او یا له غمونو ډکه څیره ؤ وینې-. ستاسولپاره به د دې خبرې منل ګران کار وي خو تاسو په خدای باور ؤکړئ او په ما بنده یې مه کوئ کله چې زه شعر لیکمه د کاغذه پر مخ د خدای تعالی او یا د کومې فرشتې معنوي ګوتې وینم چې له سرو نوکانو یې د سروغمیو رود بهیږي او پیژاندنه يې زما لپاره ناشونې خبر ده- د شعر د الهامونو په هکله هر شاعر ځانګړې کیسې لري خو زه به د هغه شعر د الهام په هکله له تاسو سره د زړه خبرې شریکې کړم کومې چې په ما تیرې شوې دي او د هغو کیسو څخه یوه کیسه داسې پیل ښوه: د ژمې سړې شپې وې خوب را څخه تښتیدلای ؤ او کله چې شپه له نیمايي پړاو څخه واوښته د سترګو باڼه مې درانه شول او ویده شوم  کرۍ شپه مې پریشان خوبونه لیدل د ډیرو ساتونو له تیریدو وروسته خدای بښلي ډاګټر صیب نجیب الله مې په خوب کې لیده خندل يې را سره او راته يې ویل«خوب پریږده دهغو اتلانو د لارې ملګري شه کوم چې د تاریخ په صحیفوکې یې نومونه په زرینو کرښو لیکل شوې دي او د ویښو زلمیانو په نامه یادیږي» هغه ته مې ؤ ویل «ډاکتر صیب جانه!هغه اتلان چې تا يې په پلونو پل کیښود او د هغو په وطني او میلي لاره روان شوې او له پردیو اییدیالوژۍ ګانو څخه لاس په سر شوې او د وطن د مبارزینو لاره دې غوره کړه هغوی څوک دي او څه نومیږې» ډاکټر صیب په خندا کې را ته ؤ ويل«د خپل وطن له وینو ډک تاریخ ولوله، د هغوی له نومونو سره به آشنا شې او بیا به د هغوی پیغامونه د شعرپه ژبه د خپل وطن ځوریدلو خلکو ته ورسوې» لاد جوماتونو ملایانوآزانونه کړي نه ؤ را ويښ شوم او د تاریخ په صحیفوکې مې د ويښوزلمیانو د مترقی او دیموکرات ګوند تر سر خط لاندې د ګوند د دغومبارزو شخصیتونو دغه نومونه ولوستل«عبدالروف بینوا- ګل پاچا الفت عبدالحی حبیبی  قیام الدین خادم  صدیق الله ریښتین  عبدالشکور رشاد  غلام حسن ساپی  محمد علم بڅرکی  مولوي عبیدالله ساپي  عبدالزاق فراهي  نور محمد تره کي غلام جیلاني خان الکوزی – فیض محمد انګار- محمد رسول پښتون-محمد رسول مسلم- عبدالصمد ویسا-عبدالهادي توخي-قاضي عبدالصمد- ولی محمد- نیک محمد پکتیانی-محمد طاهر صاپي محمد ناصر لالپوروال- محمد علي- ګل شاه صاپی- عبدالمنان درد من- آغا محمد خان کرزي-ارسلاخان-ظهورخان همدرد-غلام محمد پوپل-فتح محمد خټګر-نوراحمد شاکر- محمد انور اڅکزی-محمد ابراهیم خوا خوږي-محمد حسن ریدی او داسې نور نومونه چې ځنې کسان يې د زندان د تورو تمبو شاه ته  په حق ورسیدل ولوستل او وار تر واره مې د دغو نګیالو د نومونو تر څنګه  د ملی مصالحي د لارې د شهید ډاکتر صیب نجیب الله نوم په زرینو کرښو ؤ لیکه او د شعر په تخیلاتو کې ډوب شوم او د «پیړیو له شاه څخه چیغې» ترسرخط لاندې دغه د شعرونو له سمبولونوډکې کرښې مې چې اروپایان یې د ستورپه نامه یادوې او لنډو کیسوته څه ناڅه ورته کیسې دي ؤلیکلې                                                                                                        

هلته کې لرې- بیا بیا لرې - د پیړیو شاه ته                                                

د کوم زاړه سازي د غیږې رباب - د پیړۍ چیغې وهي                                 

او د رباب ماتې او شیلیدلې پردې                                                           

د لویو لارو د لارویو د غوږو پردو کې                                                    

د قافلو د تګ آواز آوروي                                                                     

وایي: ای خلکو د جهان وګړو                                                                

اې د پیالو او د نشو ملګرو                                                                    

زما په لور چې را روان  یاست - قافلې خوځوئ                                         

د عیش او نوش- او د پیالو                                                                    

د ډکیدو او تشیدو شیبو کی                                                     

ګورئ چې لاره د تګ هیره نکړئ                                                         

او د سپیڅلو میخانو د تقد س مقام کې                                                        

جام درنه پاته نشي – منګوټي مه هیروئ                                                 

 

جام او منګوټي خاص شعري مفاهیم لري مانا دا چې وطن هیر نه کړئ او د تاریخ په دغو خونړیوحساسو شیبو کې د حق د لارې شهید ډاکتر نجیب الله او د هغه د سولې د لارې ملګري هیر نه کړئ ، ترکي هیر نه کړئ، کارمل هیر نکړئ او میلې مبارزان هیر نه کړئ محمودی او غبار هیر نه کړئ ـ شاه امان الله هیر نه کړئ او محمود طرزی او د هغه غیرتمنه لور ملکه ثریا او کڼ شمیر د سولې او ولسواکۍ د لارې شهیدان هیر نه کړئ او د پیړیو له شاه څخه د زاړه سازی د رباب چیغې مانا د پیړیوله شاه څخه د پرمخ تګ او پیوستون لپاره د تیرو زړو مبارزینو « ویښ زلمیانو» د ګوند د غړو د پاڅون او پیوستون چیغې او آوازونه هیر نه کړئ» میرویس نیکه او احمد شاه بابا هیر نه کړئ او د تورې ارتجاع پر ضد یو موټی او یوه چیغه او یوه خوله او یو غږ شئ  د خدای ښه دې وي له هالند څخه ستاسو د سولې او ولسواکۍ د لارې سپین ږیری اکا ع پویان             

 


September 5th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان