د ملالۍ پیغام خپل پلار ته
عنایت الله پویان عنایت الله پویان

 

 

دلته توره ترږمۍ ده

دلته لمر او رڼا نشته

دلته مینه وژل شوې

دلته زړو کې صفا نشته

دلته ووینې بهیدلي

دلته کور په کور ژړا ده

دلته غم د پاسه غم دی

دلته جوړه کربلا ده

دا دا! دلته ژوندون ګران دی

هره خوا جګړې خورې دۍ

د سوات کلي سوځیدلي

د اورونو سرې لمبې دي

دا دا! واوره زما چیغې

آسمان ټول په وینو رنګ دي

ځمکه ډوبه ده تیارو کې

د ملالې زړګی تنګ دی

خدای لپاره دا دا جانه!

ما یو بل ځای ګي ته بوزه

چې رڼا او پلوشې وي

او د لمر شغلې تودې وي

نه آسمان د غم آسمان وي

نه د اوښکو تور باران وی

نه سلګۍ وي، نه اهونه

نه د ماتو زړو دردونه

نه تور رنګ اونه سپین رنګ وي

نه د تورو سپینو جنګ وي

نه چنګیز او نه خونریز وی

نه مغل او نه اورنګ وي

نه ځان مرګي طالبان وي

نه بی علمه ملایان وي

نه وهل ، نه ټکول وي

نه د ماتو زخمې زړونو

ماتول، نه ځورول وي

نه زندان، تورې تمبې وي

نه د تورو شپو کیسې وي

نه د ظلم حاکمان وي

نه زنځیر او  زولنې وي

نه سر دار او نه بادار وي

نه د تور ملا په خوښه

د منصور مړی په دار وي

راته ګرانه دادا جانه!

صوات په وینو کې لمبیږي

ما یو بل ځای ګي ته بوزه

چې ودان د مینې کور وي

پخلاینه وي، پښتو وي

درناوي د ؤلسو وي

نه آواز وي د بمونو

نه لمبې د راکټونو

لوږه نه وي، جګړه نه وي

ښکلی نظم د قانون وی

شخړه نه وي، ژوبله نه وی

د وګړو پیوستون وي

راته ګرانه!دا دا جانه

فرشتې د الله وژني

د وګړو قاتلان دي

پوهه نشته په هغوی کې

ځان وژونکي غداران دي

د ملالې چیغې واوره

ما یو بل وطن ته بوزه

چې رڼا وي، پلوشې وي

او د لمر شغلې تودې وي

 

په مینه او ادب ـ

 


October 18th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان