ميراتې مېلې
الحاج الهام الدين قيام الحاج الهام الدين قيام

د١٣٩٢ کال درارسيدو له امله ټولوافغانانواودافغان دغيرتي ملت نراوښځو،لويواووړته دزړه له کومې مبارکي وايم٠

 
نه کوچيان شته،نه ئې مېلې،نه اوښان شته
نه رمې شته،نه ئې شپول شته،نه چوپان شته

دکوچيانو مېلې،ټولې ميرات ښکاري
نه سيرلي شته،نه ېې وري شته،نه جونګيان شته

چې کوچيان نه وي سپرليه،خوښ مونه شوې
نه کوچۍ شته ،نه ېې ټيک،نه ېې پيزوان شته

ته خوښکلی په کوچيانو وې،سپرليه
چې کوچيان نه وي،څه فرق دې له خزان شته؟

زه قيام،له خدايه داسې سپرلئ،غواړم
چې په خپلومېلوبيا،مېښته کوچيان شته

والدورف/جرمنی


March 17th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان