زما ګرانه وطنه
ترتیب کوونکی : انجنیر عبدالقادرمسعود ترتیب کوونکی : انجنیر عبدالقادرمسعود

 

 

زمــــا ګــــرانه وطنـــه، په څه تــــوره بـــلا پریوتې

د غـــلو شـــوکمـــارو په لاس، تالا والا پـریــــــوتې

له پامیره تر سپین غــــــره، لــــه خیبره تر بــــولانه

د جګړی اور کې سوځیږی، په ستره واویلا پریوتې

ټول ټپي ټپي یې، پرګنې دې خــــوارو زاری شـــوی

لور په لور ماتم دی، د هـــر چــا له تســـلا پــریـوتې

د چم ګاونډ له لاسه، تورتمــونو کـې راګیر شوی ته

لرو بر تیاره ده، د پـــوهنـــې له ځـــلا پـــریـــوتــې

ځوانی ککرۍ دې، هـــره ورځ ګــــور ته روانی دي

د استکبار ظالم له لاسه، په دویمـــه کـــربـلا پریوتې

ځار دې شــــــــم وطنــه، قـــــربان دې شــــم وطنــه

د استعمار په تـــور زندان کــې، لکــه مندیلا پریوتې

ټپوس خړوس سرونه، د ډالرو غـــــلامــان دې ټــول

ته شوی خوارو زار، په دردونو مبتـــلا پــریـــوتــې

سره یو شـــــئ افـــغــانانــــو، ګـــني ورک به شـــئ

د ملی نفاق له لاســــه، پرګنـــي بیلـــی جــلا پریوتې

زما ګرانه وطنه، په څه تــــوره بــــلا پــــریــوتــــې

شاعر : بسم الله اکبري

 

***

 

بهــــیر

چی دې وګورمه سترګو ته په ځیر

لیـــونی شوم رانه پاتې شي تدبیر

مینه څه ده؟ لیونتوب د ژوند هسته ده

لګـــــــوي سرکشو غاړوتـــه زنځیر

که ښکلا او سپیڅلتوب غاړه غړۍ شي

نو، هنر او ادب ومـــومـــــي مســــیر

که انسان، انساني مینې ته ځان سپاري

ژوند به وي د پسرلیو یو بهیـــــــیر

که د پوهې مقتدا پسې ودریـــــږو

پړ بــه نه یو قضاوت ته د ضمـــیر

که پر سمه لار کاروان پسې تکل وي

طـــریقې ته به اړ نه شو د کــوم پیر

د مـــواج د ارمانــــونو ګل غوړیـــږي

هره خوا شـــــیندي وږمی به یې تا ثیر

شاعر : نجم الرحمن مواج

 






December 24th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان