تصویر او مصور
 شاعر عنایت الله پویان شاعر عنایت الله پویان

          

                       

 

 

د هغې پاکې او اورینې مینې                                                             

چې یې تصویر د زړه په سترګو وینم

      

د خیال انځور کاږمه

                         

کاشکې ژړا د پاکې مینې نوم وای

          

کاشکې د اوښکو د تصویر په مانا

 

څوک پوهیدای

                                   

****** 

  پرونۍ شپه مې/ په ځنګله کې/ له ګلاب سره وه

 

ګلاب د حسن اوښایست شهزاده

 

یوه رنګینه /د سرو وینو/ پیاله لاس کې راکړه

 

ما مې د سوي زړګي/په اور کې سوې څیره 

 

د تورغاټول په وینو رنګه کړه/ خدای ؤستایله

فرشتې پریوتې په خاورو/ او سجدې یې ؤکړې

 

شیطان ملعون د تجمل ښکلي محفل نه ؤ وت

 

مینه دعشق کاله ته راغله، خوشحالي جوړه شوه

 

******

پرون دې داسې پیغامونه راغلل

 

چې ستا درګاه  ته  در شم

 

او ستا د بدن/ له صیقل شوو/ مرمرینو تیږو

 

د عشق بتان ؤتراشم

 

او بیا دا ښکلې/ د بتانو/ مرمرینې  څیرې

 

د خاصو عامو خلکو/ د عبادت لپاره

 

د خپل زړګي/ په بتخانې کې کیږدم

                  

ګوندې د مینې او ښایست مالکان

 

د هنر مندو ګوتو/ دغه تصویر/د عشق انځور ؤمني

 

ته د ګلانو/ د رنګونو/ له مجموعې جوړه ېې

 

ته کله سره شې،کله سپینه،کله شنه زرغونه

 

ستا په رنګونو کې/ د مینې بيرنګي پرته ده

 

ستا شونډې سرې دي/او سور رنګ د کوم غاټول دې

 

په سرو شوڼډو پروت دی

 

ستا د کجل په رانجو تورې سترګې

 

زما  د  زړه  غمجن  ماښام  لپاره

 

سپینې ډیوې بلوي

 

ستا د شیدو په څیر تک سپین غاښونه

 

د خوړ د شګو په چینو کې/ سپین صدف ځلوي

 

زه د پسرلي په ورځو شپو کې

 

هغې ورشو/ هغې بیدیا ته لاړم

 

هلته چې واورې نه وې

 

هلته چې لمر خپلې شغلې شندل

 

هلته چې ځمکه/ د ګلپاڼو په ښکلا پټه وه

 

او د کوچیانو تور پیکیو، ګلالیو پیغلو

هلته مالونه/ تنکی وری/ خپلې رمې پولې

 

ما د کوچیانو/ د کیږدیو/ د ښکلا له سیمې

 

ستا د سرو شونډو د انځور لپاره

 

تنکي ګلان او د ګلانو/ د رنګونو/ مجموعه ټوله کړه

 

ما غوښتل تاته در شم

 

او ستا د سرکو شونډو/ ښکلی انځور ؤ کاږم

 

لا مې تکل د لارې کړی نه ؤ

 

لا مې قلم لاس کې نیولای نه ؤ

 

آسمان کې تورې ګردلې پیدا شوې

 

بادونه ؤلګیدل

 

تالندې ؤ غړمبیدې

 

وریزو د اوښکو څاڅکي ؤ بیول

 

سیلاو  د غرونو  ګاټي  ورغړول

 

او د ګلانو/ د رنګونو مجموعه

را نه بادونو په سیلاو لاهو کړه

 

ورکه  له ما نه  شوله ورکه

 

سیلاو پو پنا کړه

 

ما  د  بادونو، توفانونو  پسې

 

ستومانې  مڼډې  ؤکړې

 

زما د باد پسې ستومانې منډې

 

د لیونتوب مڼډې وې

 

زه خو تش لاسی ستا حضور ته راغلم

 

تاته له شرمه هسک کتلای نشم

 

له مانه تمه د انځور مه کوه

 

زه بیخي ستړی یمه

 

زه د توفان څپو ځبلی یمه

 

زما لاسونه هنر مندې ګوتې

 

د ظلم زور/ او ترږمو استازو

په چاقو ګانو او چړو غوڅ کړي

 

ماته بخښنه ؤکړه

 

انځور کاږلي نشم

 

او خپل د دعا لاسونه

 

د شنه آسمان په لوري  ؤغځوه

 

کوندې لیوان وګړي

 

د تصور او د تصویر په مانا ؤ پوهیږي

 

ګوندې توفان غلی شي

 

تاته زارۍ کومه

 

«ګرانې ما مه هیروه»

 


June 26th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان