د حق آواز
شاعر: عنایت الله پویان شاعر: عنایت الله پویان

پرون بنډار په کلیسا کې جوړ ؤ

د  ترسا  لور زه کلیسا ته بوتلم

د سرکو شونډو یې جامونه راکړل

ما  وې له شرعې څخه لرې بریښي

چې مسلمان څوک کلیسا ته بوزي

او پرې د شونډو ډک جامونه تش کړي

دې وې خبر مه کوه،جام اوچت کړه

چې هم ایمان او هم اسلام ؤ ګټې

ما وې کافرې دا څه وایې راته

دې وې ریښتیا وایمه،جام اوچت کړه

زه د ترسا جلکۍ دعوو کې ګیر ؤم

ما د ایمان په باب چرتونه وهل

د کلیسا له څلي غږ اوچت شو

چې یې بیا،بیا دغه وینا کوله

مالک الملک لا شریکه له

وحده ـ لا اله الا هو

ما په جومات او کلیسا دواړو کې

د حق آواز آوریده

 


October 30th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان