د یتیم وصیت
شاعر عنایت الله پویان شاعر عنایت الله پویان

 

کله چې ؤمرم/ او له دې دنیاګۍ کډه بارکړم

ماته کفن د تور ټوکر له تور بازاره راوړئ

ځکه چې ما د خپل ژوندون/ د تورو شپو بهیر کې

د سباوون سپینې شغلې/ کله لید لې  نه  دي

او له تورو پرته/ له بل رنګ سره مې جوړه نه ده

 

لاسونه مې مه نغاړئ/ د تور تابوت په تور زندان کې

پریږدئ/ چې خلک یې تماشې ته را شي

او پرې باور حاصل شي

چې زه تش لاسی/او مسکین او فقیر

 د ژوند دوکان ته راغلم

او داسې سپیره لاسونه/ له دې بازار ؤ وتم

 

خوله مې آزاده پریږدئ

زنه مې مه تړئ/ په تکو سپینو، شنو/ ریتاړو

ځکه شاعر یمه زه

غواړم خپل شعر/ د زلکدن  شیبو کې

لږ څه رنګین ؤلیکم

او  دا  خبره  ور ته  یاده  کړمه

که  زه  څه ګرم ؤم/ دا هم

له ګناه  سپینه  نه  وه

په تیرو/ هیرو/ څو کالو کې/ زه یې له پامه هیر ؤم

 

سترګې مې مه تړئ/ رڼې یې پرږدئ

ځکه چې لارې څارم

هغې له ما سره وعده ایښې وه

چې مې دادا او مشر ورور کور نه وي

زه  به  ستا  کور  ته  در ځم

سترګې مې څاري/ د ګل رنګې/ ګل اندامې/د قدمونو لارې

 

د  واورو څلي مې ډیرۍ، ډیرۍ په قبر کیږدئ

پریږدئ  چې  لمر خپلې شغلې تاودې کړي

او کنګل  شوې  واورې

د کوم یتیم/ د وږي نس/ بر بنډ بدن  لپاره

نامرادې اوښکې د شبنم تویې کړي

 

بیا راته کښینوئ/ د ګلانو څو ببرې ونې

چې  راته سیوری ؤکړي

ځکه چې زه یتیم یم

ما د خپل پلار او د خپلې مور/ د پاملرنې سیوری

کله لیدلی نه دي

زه یم یو سیوری/ د بې سیورو سیورو لاندي

د وچو  ونو سیوری

 

ویښتان مې پریږدئ/چې ببر وي/ د ملنګانو، لیونیانو په څیر

ځکه چې زما په ويښتو/د محبت لاسونه

چا را کاږلي نه دي

زه ؤم بې موری ماشوم

ما د مورکۍ له تیو/د پاکې مینې ښیدې/ کله رودلې نه دي

 


July 9th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان