داڅه غم دی
ولی محمد نورزی ولی محمد نورزی

 

 

خدایه  نن ولی دا  زما زړه په غورځنګ دی

د تشویش  ویره می ډیریږی زړه می تنګ دی

 

هره لهظه دویراوغم په اورسوځیږمه غمګین یم

صبر مي نشته خوږ ژوندون مي په  ګړنګ دی

 

دوست  او ملګري د مطلب و آشنایۍ ته ګوري

په هرقدم کی بیله شکه دچل ول دغه نیرنګ دی

 

ما خو په تیرژوند کي یواځې صداقت دی کړي

د نن سبا هیلې مي مړي شوی  دا څه رنګ دی

 

د تیرو وختو ښه یاران اوښه دو ستان می څه  شول

ددوي په منځ کي مرګ جاری ژوندون یی ړنګ دی

 

داڅه وحشت او جها لت دﺉ بل څه نه دي ګوره

یو خپل وروروژني بل پرخاندی دا یي ننګ دی

 

که خپله  خاوره  په خپل لاس باندي آ باده نکړو

تل به ځوریږواوکړیږوغلیم تل زمونږ پرڅنګ دی

د بد مرغی او بد بختی پر لاری مه ځه ته نور

لوړ دی احسا س کړه خپله خاوره دي لونګ دی

 

د اولس تنده په هنداره کي بربنډه او ښکاره وګوره

وطن ناروغ دی په درمل یی دعلاج سره اړنګ دی

 

د خوبه  ویښ شه ای افغا نه  ستا وطن بر باد شو

د پردوغښۍ هرګړې ستا د اولس په وینو رنګ دی

 

په خپلو لاسو وخپل کورته  د اورونو انګارمه بله وه

ژوند زمونږ حق دي دښمن ګوره زمونږسره جنګ دی

 

د جنګ جګړوداکرغیړن ناورین به څومره زغمو

یا به یوکیږو یا ورکیږو، دا وطن زمونږ پتنګ دی

د فر یادو ناری وهم که  یی څو ک واوري  نن بیا

نورزی ژړیږی چه پرلاره غزید لې لوی نهنګ دی

 

 

      سپتمبر ۲۰۱۱


September 5th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان