را ځئ چې ؤژاړو ګریوان څیرې ګړو
شاعر عنایت الله  پویان شاعر عنایت الله پویان

 

تپه تیاره ده / له آسمان نه/ دغم کاني اوري

لمر په زندان کې اسیر پروت دی/  قیامتونه جوړ دي

د دغو تورو ترږمو – د تورو شپو په ویر کې

چې نه رڼا او نه سبا په کې شته

نه د سپوږمۍ د مخ ښکلا په کې شته

راځئ چې ؤژاړو  ګریوان څیرې کړو

 

یوه غمجنه مور د اوښکو په سیلاب کې پرته

د خپل ورک شوي زلمي زوی د راتګ لارې څاري

په  ملا  کړوپ بابا د غم له لاسه

د شهیدانو هدیرو ته لاړ دی

د خپل اولاد  قبر ترې هیر دي/  په هر قبر باندې

اوښکې بیابیا تویوي

 

یو ببر سری ماشوم مور نه لری – کور نه لري

څوک یې خپل کور ته کله بولي- څوک یې ساتي کله

 

د کوم غدار د سختو شخړو او جګړو له لاسه

له کلیو کډې بار دي- ښار له سړو تش شوي

د تړل شوو دروازو  د ماتو دړو شاه ته

یو تن بوډا  په لړزیدلو لاسو

د تشو مینو دروازې تګوي

ګوندې څوک ورکړي د ثواب لپاره

د جوار وچ ټیکلي – کومه شلیدلې بړستن

 

د بګر پیغله د ښایست ښاپیرۍ

چې د درنې کورنۍ لور یادیږي

لوږې په سر آخیستې- د مجبوریت له لاسه

په خلکو ځان خرڅوي

وجدان په خلګو کې  مړ شوی

د وسلو خاوندان – د افغانانو جونې

په پنجابي او په عرب خرڅوي

 

یو په عصیان ککړ مجذوب لیونی

د خدای توبې نه کوي

د چا د ظلم او ستم له لاسه

ځان ته  ښکنځلې کوي

د شیطنت مردار لاسونه  ورور  په  ورور جنګو

 

یو مرور له کور وتلای- او خپل کورته نه ځي

کور ورته ګور ښکاري- د کور خلک پردي دي ورته

د چا په زړه کې د رحمت فرشتې ځای نه لري

د خدای پرستو عالمانو څوک فتوا نه مني

د هر چړي لاس کې چاړه د میرغضب پرته ده

هر قاتل ځان ته ملا وایي- هر غدار مولوي

 

په کوم هیواد کې مهاجر ګرځي د وطن لیکوالان

څه شول د حق پلویان

چې دا کیسې ؤ لیکي- دا افسانې ؤلیکي

دا غمنامې ؤ لیکي

 

اې وطنوالو راشئ خدای لپاره    وطن تباه تباه دی

نوم د افغان ؤ ګټئ

افغان واکمن د خپلې خاورې نه دی

افغانستان ؤ ګټئ – خوار یتیمان ؤ ګټئ

 

                                      

 

 

دغه د چا له لاسه

 

دغه  اورونه چې بلیږي  ،  دا  د چا   له  لاسه

دغه  کورونه  چې  ړنګیږي  دا  د چا له لاسه

دغه پاسوال چې لږ سواد یې په ماغزو کې نشته

دا  په  خبرو  نه  پوهیږي ،  دا  د  چا  له  لاسه

دغه  زلمی  چې  د  جهاد  په  نامه غلاوې کوي

له خپلو کړونه  نه  شرمیږي ،  دا دچا له  لاسه

دغه غدار چې لا پخوا د (کي جې بې) غړی ؤ

اوس (سی آي اې) کې منل کیږي دا دچا له لاسه

دغه  خاین چې  یې  ایران   ته  جاسوسي  کوله

اوس  د  پنجاب ډول ته نڅیږي ، دا د چا له لاسه

دغه  واعظ  چې  یې جګړه  شرعآ  حرام  بلله

لاس  یې  په  وینو ککړ کیږي ، دا د چا له لاسه

دغه چړي چې یې خوراک د ګدا یي ډوډۍ وه

په  سیاستونو کې غږیږي ،  دا د چا له  لاسه

دغه یتیم چې مسکویانو  مرستون  کې  ساته

د مور   په   ژبه  نه  پوهیږي ، دا د چا له لاسه

دغه خورکۍ چې لا کوچنۍ وه چې لندن ته راغله

په ډيسکو  ګانو کې نڅیږي ،   دا  د  چا  له  لاسه

دا  پښتنه  چې  مجاهیدو   په  عرب   خرڅه   کړه

د خپل  وطن  په یاد ځوریږي ، دا  د چا له لاسه

دغه( بودا) چې د افغان  د زوړ تاریخ  انځور دی

دچا په خوښه را ړنګیږي ،  دا  د چا  له  لاسه

دغه  ماشوم  چې   اروپا  کې سرګردانه  ګرځي

له خپل ؤلس نه   پردي کیږي ، دا د چا له لاسه

دغه  پویان چې نه طالب ، نه  مجاهید يې  مني

د حق     لپاره    وژل  کیږي ، دا  د چا له  لاسه

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


September 5th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان