رنگ او د پير محمد کاروان شعر
دکتور لطیف بهاند دکتور لطیف بهاند


 

رود  دې د رنګونو کړم ، رنګينه يې

رود نه يم د زړه د وينو داره يم

 

 

 مسکو

 

" په دې ټولو رنګونو کې مې د مينې رنګ خوښ دی ، مينه چې له هر يوه رنګ سره لاس يو کړی ، بس هماغه رنګ د رنګونو پاچا ښکاري ."

 

رنگ ، د طبيعت د نورو اغيزمنو هستيو تر څنگ ، د تل لپاره يوه د پام وړ او اغيزمنه پديده پاتې شوې ده .

دغه پديده د طبيعت له زړه نه  راپيدا شوې ده ،  په هغه کې يې وده کړې ده ، په هرچا او هرڅه يې په خپل ډول اغيز لاره او لري يې .

انساني ليدنه او انساني طبيعت د نورو زياترو پديدو په پرتله له رنگ او د هغه له بېلابېلو ډولونو اغيزمن بريښي .

دا اغيزکېدای شي ، روحي ، رواني ، فزيکي او ټولنيزه بڼه ولري . رنگ په انسانانو او په ټولي توگه په انساني ټولنه کې د ښکلا ،  دخوښيو ، ناخوښيو ،  د هوسونو  ،  د څرگندونو  ، د وير ، د کرکې ، دسينگار او مينې له غورو نه پر غورو او يا بدو شيبو خپل اغيز په مخامخ او غير مخامخ توگه پرېږدي .

که څه هم رنگ د احساس او درک نه وروسته  دپوهېدو پړاو ته رسېږي ، خو د هغه اغيز خورا چټک او زياتره تلپاتې وي .

په ورځني ژوند کې ، له ډاره يې د رنګ الوتل ، له قهره شنه کېدل ، له شرمه سره کېدل ، له درده ژېړېدل ، له رنځه تورېدل او نورې بېلگې د ټولنپوهنې او روانپوهنې له مخې هغه څه دي چې په هغو کې رنگ د يو چا يا کومې پېښې د کچې او اغيز اندازه لگوي .

همدا راز د وير او غم په وخت کې د تورو جامو اغوستل ، د پېغلو سور ټکري ،  د روحانيت سپينې جامې او نور بېلگې د پام او يادونې وړ دي .

له لرغونو زمانوراهيسې ،  د ټولنو په سياسي ژوند کې ، هر هېواد ، هره سياسي ډله ، قامونو او يا مذهبي ډله ځان ته  د پېژندنې او نښې رنگ لرلی دی . د ساري په توگه په وروستيو زمانو کې د نړۍ اسلامي ډلو شين رنگ ،  چپي ډلو سور رنگ ،  او ځېنو نورو ډلو سپين  ،  تور يا ژيړ رنگ د خپلې نښې لپاره کارولی دی .

په نننې ټولنه کې ،  د رواني ناروغيو او رواني ناروغانو د تداوۍ لپاره د رنگ کارونه  ،  خورا لوى هنر او ماهرت بلل کېږي .

په اوسني ژوند کې د دود ،  مود او ديزاين خبره او په هغو کې د رنگ کارونه ، په تېره بيا د کال په بېلابېلو موسمو کې د کاليو د رنگ ټاکنې د يوې خورا وړ اړتيا او پوهې بڼه پيدا کړې ده .

په پښتني ټولنو او ټولنيز ژوند کې ، د ژوند د اړيکو د لږوالي ، يا ښاري دود دستور نه د لري والي له امله ،  د رنگ د ډولونو کارونه او هغه ته پام خورا لږ دي .

په دې ټولنو کې زياتره هماغه  طبيعت ته نېږدې  ، شين ، سور ، تور ، سپين او ژيړ رنگونه زيات يادېږي او په ورځني ژوند کې يې يادونه کېږي .

رنگ پېژندونکي زياتره وخت رنگ په درې ډوله ويشي او وايي چې لومړۍ  ډله يې : سور ، اسماني او ژيړ دى . د دوي د وينا له مخې نور رنگونه د همدې لومړۍ ډلې له يو ځاي کېدو نه رامنځ ته کېږي او نور رنګونه بيا د لومړۍ او دوهمې ډلې له يو ځاي کېدونه جوړېدوکي رنگونه دي .

خو دلته خبره د رنگونو په فلسفه او د هغو د ودې په تگلوري کې نه ده ، دلته يوازې ، زموږ دشاعر ، د کاروان له خوا په خپل شعر کې د رنگونو د کارونې او په خپل شعر کې د هغه  په لفظي مهارت او معنوي ارزښتونو کې ده .

کاروان په خپلو شعرونو کې د هر ډول رنگونو يادونه کوي ، د هغو له ارزښت نه د خپلو شعري تصويرونو په جوړولو کې کوډگره گټه اخلي ، خو دده د شاعرۍ تر لوستلو به د هر لوستونکي دې ته پام شى چې دده په شعر کې شين رنگ ،  ځانگړى ځاى او يوه ځانگړې کارونه لري .

شين رنگ دده لپاره دهر څه نښه ده :کله د بري ، کله د نوغي ، کله دعقيدې او کله هم د شين سترگي دښن :

د خداي شين کتاب ، شين قران ، شين زړه ، شين اسمان ، شين سهار ،  شين سمندر ،  شين ستورى ، شين بگرام ، شين لستوڼى ،  شين نښتر ،  شين سترگی هوا باز ،  شين ځنگل ،  شين درياب ،  شين جام ، شين طوطي ، شين زرغون طوطي ،  شين گل ، شين دستمال ،  شين همزولى ،  د شعرشين کتاب ، د غزلې شين تورى ،  د شعرونوشين همزولى ، شين لباس ،  شين شال ، شين لباس ، شين د بوډۍ ټال ،  شين بام ، شين چنډن ، شنې بنفشې ، شنې بنفشې ، شنې ټکې ،  شنې درې ، شنه ښامار ، شنې اوبه ،  شنې درې ،  شينې جامې ،  شنې ځيږې وزغنې ،  شنې ونې ،  شنې سترگې ،  شنې لښتې ،  شنې بڼکې ، ترشعر نه  شنې بورې ونې ،  شنې بڼکې ،  شنې لمبې :

 

سرې او شنې لمبې پر تورې شپې کړه بلې

شنه پياله په سرو منگلو کې مشال کړه

 


January 7th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان