زما او د نزار قباني پېژندګلوي
دوکتور لطیف بهاند دوکتور لطیف بهاند

 

د مارچ د اتمې د ښځو د نړيوالې ورځې په وياړ

 

 

سوريايی ستر او د ښځو د ښکلاوو ستايونکی شاعر

 

نزار قباني

 

 

 زه په ديارلس  سوه  پينځه شپېتم كال كې د ډاكترۍ د زدكړو لپاره د وخت شوروي اتحاد پلازمېنې مسكو ته راغلم.په روسي ژبه نه پوهېدم او دمسكو د دولتي پوهنتون د ژورناليزم دپوهنځي د كره كتنې په څانګه كې مې زده كړې پيل كړې. له هغو كسانو سره مو چې د روسي ژبې زده كړه كوله ،هغوى هغه هم د ډاكترۍ يا ماسترۍ د اخېستو لپاره راغلي وو،خو په روسي ژبه نه پوهېدل.

دهغو شپږو كسانو په منځ كې چې له ماسره يې روسي ژبه لوسته، يو هم د سوريې د هېواد د دمشق د پوهنتون يو ځوان استاد و.دغه ځوان استاد صالح عبدالجبار نومېده. سره له دې چې په روسي ژبه نه پوهېده ،خو څه موده وروسته دغه ځوان  عرب پوهان ، زما په شاعرانه خيالاتو او مينه ناك طبيعت پوه شو او ماته يې د عربي شعرونو ځېنې ټوټې اورولې.

زه تر ډېرو وختو نه پوهېدم چې د كومو شاعرانو څه غزلې راته اوروي،خو كرار كرار دنورو شاعرانو تر منځ  ماته د نزار قباني نوم دپام وړ شو،ولې؟

هغه هرڅه خورا ساده انځورول،هغه هرڅه په شعر بدلول،هغه هرڅه مينه ناك كول،هغه هرڅه ته په آسانۍ ښه خيال ورباښه،هغه د مينې په انځورولو كې د نورو شاعرانو تر منځ دنويو تصويرونو په انځورولو كې نوښتګر برېښېده او په لنډه توګه يې ووايم،د رضا براهني په وينا (( هغه چې په هرڅه لاس واهه هغه په شعر بدلېدل.)) دغه عرب ځوان كره كتونكي راته وويل چې د دوى دغه شاعر دومره مينه ناك شعرونه وايي چې كره كتونكي ددې زړه نه كوي چې د هغه شعرونه  دكره كتنې تلې ته واچوي،ځكه هغه آن لكه زموږ دستر كلاسيك شعر شمله، خوشال بابا ،په شعرو كې د انساني غړو هغه ځايونه  هم يادوي چې تش يادول يې په ټولو ژبو كې د شرم خبره ده .

له دغه ځوان عرب سره زما ملګرتيا په دې پاى ته ورسېده چې هغه ډاكتري واخېسته او دمشق ته لاړ او ما چې تر څو د ډاكترۍ سند تر لاسه كاوه  كابل پوهنتون په كنډوالو بدل شوى و .  نور نو داسې څوك په كابل كې پاتې نه وو،چې زما ډاكترۍ ته دې  سترګې په لار وي   او كه څوك وو هم ، زما د ډاكترۍ او زما د  كره كتنې خبرې،يوه هم  ورته په زړه پورې نه و.

كلونه په كلونو اوښتول ما دلته په مسكو کې د بل هر  هېوادوال په څېر د كډوالۍ خوند او رنګ وليد،خو ما دكره كتنې د ډاكترۍ ترڅنگ كله دمسكو په دولتي پوهنتون کې ،كله د روسيې د علومو اكاډمۍ د ختيځ پېژندنې په انستيتوت او كله هم د روسيې د ليكوالو په ټولنه کې،كله هم په مسكو کې د افغانستان د كډوالو د ادبي ټولنې په ناسته ولاړه كې خپله ادبي تنده ماتوله او يو نيم غزل مو يوبل ته سره اوراوه او كومه نيمه ليكنه به مو سره كوله .

په دغه لړ كې يوه ورځ د مسكو د دولتي پوهنتون د آسيا افريقا انستيتوت د فارسي ژبې استاد او د ايران د فلالوژۍ د څانګې مشر ډاكتر ولاديميرايوانوف راته  وويل چې دلته يو ځوان عراقى كرد په فارسي ادبياتو په تېره بيا د حافظ په شعر كې ډاکتري اخلي ، كه امكان لري چې د هغه دوهم لارښود استاد شې . ما دا خبره ومنله او له څوورځو وروسته دغه کردی ځوان چې په فارسي او عربي ژبو پوهېده ، راغي او ځان يې  راوپېژاند.

دغه كردى ځوان  نبيل دروېش ، نومېده او په عربي او فارسي شاعرۍ كې يې لوى لاس لاره.كه څه  هم په ورځني ژوند كې خوراتنبل و،خو له ادبياتو سره يې مينه لېونۍ برېښېده.

نبيل درويش ، موږ ته په ځېنو  بنډارونو كې  کردي شعرونه،چې د كردي شعر ځانګړنې يې زما لپاره چور نوې وې،اورول او يوه ورځ يې راته وويل چې د ده  د نورو شاعرانو تر څنګ د سوريايي شاعر نزار قباني شعرونه خورا ډېر خوښېږي.

           دوه زره لومړى كال و اوماته ددې خبرې په اورېدو سره خپل هماغه پخوانى سوريايي دوست صالح عبدالجبار راياد او  تلوسه مې زياته شوه  چې نبيل درويش دغه شعرونه راته ووايي.

نبيل دروېش ، لومړي له ياده او  بله  ورځ يو عربي كتاب راوړ او ماته به يې د دغه شاعر شعرونه لوستل.

ددغه شاعر ( نزار قباني ) شعرونو رښتيا په ما خورا ښه اغېز ځكه وكړ چې  په هغو كې مې تر ډېرې مودې وروسته  زياتره خبرې او تركيبونه  نوي  پيدا  كړل .

كېداى شي هماغه د دوه زره لومړي كال په اوږدو كې وو چې ما د  دغه عراقي كردي ځوان پوهان نبيل دروېش په مرسته دنزار قباني عربي شعرونو ته پښتني جامې وسكېښتې او لومړى مې دهغه په مرسته له عربي او كردي او بيا مې له فارسي منابعو نه دغه مينه ناكې ترانې پښتو ژبې ته را وژباړلې.

 

يونارينه، د مينتوب لپاره

يوې شېبې،

خو دهغه د هېرېدو لپاره

يو ژوند ته اړتيا لري.

 

نزار قباني څوك و؟

نزار قباني په عربي نړۍ کې د مينې،د مينې دانځورولو،د مينه والۍ،مينه ناکۍ ، دمينې دستاينې او په مينه کې دتورونو او پيغورونو تر ټولو ستر شاعر و، دى او لاپاتې دى.

دى وايي چې مينه ددوى کورنۍ دنده ده.مينه له دوى سره زېږي ،داسې لکه خوږوالى چې  له ميوو سره.

دى وايي کله چې دوى يوولس کلن کېږي مينېږي،په دولس کلنۍ کې ناهيلي کېږي،په ديارلس کلنۍ کې بيا مينېږي په څورلس کلنۍ کې بيا ناهيلي او په پنځلس کلنۍ کې نو د دوى دکورنۍ هر غړى په مينتوب کې دلارښود يا پيرۍ مقام ته رسېږي.

زموږ مشري،پيري،طريقت او مقام د مينې،مينتوب او مينه ناکۍ دى .  زما پلار هم همداسې و،نيکه او غور نيکه گان مې همداسې او ورونه مې هم همداسې دي.

 

زر کاله وشول چې پرله پسې

د مينې سندرې ليکم

په زرګونو ډوله،

په زرګونو لحنه

او په زرګونو مقامونو کې ترانې وايمه،

ما دمينې جمهوريت جوړ کړى دى،

داسې جمهوريت چې اوسېدونکي يې

کوترې دي.

 

دغه شاعر د ۱۹۲۳ کال د مارچ دمياشتې په يوويشته نېټه دسوريې په پلازمېنې کې زېږېدلی دی.

نزار وايي:

په دمشق كې يې لومړنۍ زده كړې وكړې او له خپلې يوې ښوونكې نه يې چې په خټه فرانسوۍ وه ادبيات زده كړل. وروسته يې په ادبياتو او فلسفه كې زده كړو  ته دوام  وركړ او ديپلوم يې تر لاسه كړ.له هماغه وخته يې له فرانسوي ادبياتو،شاعرانو او ليكوالو  سره پېژندګلوي وشوه او كله چې يې د هسپانيا په پلازمينه كې  خپل ماموريت پيل كړ له هسپانوي ژبې سره هم اشنا شو.اوبيا چې په لندن كې  دخپل هېواد (سوريې) سفير شو،انګرېزي ژبه يې هم بشپړه كړه.

 

نزار وايي:

 

شعر هغه انتظار دى،چې

انتظار يې نه کېږي.

 

دتمدنونو دکتاب ليکوال،ستر انګريز فيلسوف ويل دورانت ويلي وو:

((دجاهليت د پړاو اعرابو،ترښځو،شرابو او آس نه وروسته بيا په شعر مينان وو.دوى سره له هغې چې نالوستي و،کوم پوه او مورخ يې هم نه درلود،خو بيا هم هغوى دژبې،له ښکلا ،له فصاحت،بلاغت او موزون کلام سره بې سارې مينه او لېوالتيا لرله. ان دسلهاوو کلونو په تېرېدلو سره،چې اعراب له نوي تمدن او تخنيک سره اشنا شول،کليوالي ژوند يې پرېښود،ښاري شول،دسوځونکو دښتو په زړونو کې يې د اوبو چينې راوويستې او  داسونو او اوښانو پرځاى اوس په نويو نويو موټرو کې مزل کوي،خو بيايې هم له شعر او شاعرۍ ، شاعر، ښځو او شرابو سره مينه لږه شوې نه ده.))

 

ښکلا دښمنه او ښکنځلماروکره کتونکو به دنزار د ټولنېزې شاعرۍ او تخليقاتو په اړه ليکل:

((هغه شاعر چې زړه او روح يې،په شيطان،ښځو او غزلو پلورلى دى،څنګه کولاى شي د هېواد او خلکو شعر وليکي ؟))

هغه دخپل ماشومتوب په اړه ليکي:

 

((کولاى شم سترګې وتړم او ديرش کاله شاه ته ستون شم،راياد کړم چې څنګه مې پلار،زموږ د انګړ په چوتره کې تر ونو لاندې ناست دى،مخې ته يې  دقهوې پياله، دبورې کټورى ،څو ورځپاڼې يا کتابونه پراته دي . هرو څو شېبو کې يې ،د ورځپاڼو پر پاڼو، دياسمين دګلو نازکې پاڼې را لوېږي،داسې چې ګواکې له اسمانه مينه ناک ليکونه را نازلېږي.))

 

هغه دشعر په اړه ليكي:

 

((دا هېڅ څرگنده نه ده چې هغه اسيايي دى؟ افريقايي؟اروپايي او که امريکايي ؟ آيا سپين رنگى،شين سترگى؟ آيا تور رنگي او يا غونج ويښتان لري؟آيا ژيړ رنگى او که گرد سترگى دى؟يا دهند وسند يا دسيکيموا د هېواد؟يا د عربي وچې اوسېدونکى دى؟آيا مسيحي،عربي،مسلمان، يهودي او که اروپايي دى؟

شعر ويل څومره اسانه چاره ده خو د هغې په هکله خبره ډېر گرانه خبره ده،.شعر يانې دتورو  نڅا او ددغې نڅا په اړه خبرې.))

نزار وايي:

 

((غواړم  په ډاگه ووايم،زه د نڅا مينه وال او لېوال يم ،خو دخپلو پښو د چورلېدو په هکله هېڅ فکر نه شم کولاى. ځکه هرکله که وغواړم چې په دې اړه ان فکر وکړم،خپل د پښو توازن بايلم.

شعر هم د کلماتو نڅا ده.داسې نڅا چې زه هغه بيا بيا تکراروم.شعر يانې د زړه يا گوگل د ټولو غړو سره نڅا ده.نڅا يانې د ټولو تکلي او نا تکلي خوځېداوو او تلوسو سره نڅا ده. يانې د انسان له ټولو ليدونکو خيالونو سره نڅا،.له ټولو تصور کېدونکو او نه تصور کېدونکو خيالونو سره نڅا)).

 هغه دځان په اړه  د كنځلمارو د ښکنځلو په هکله ليكلي دي:

 

((دى هېڅ ويلاى نه شي چې ښځه له مينې پيدا شوې اوكه مينه له ښځې؟يا كولاى شم ووايم چې كېداى شي خپله ښځه   شعر واوسي، هغه شعر چې له مينې راخوټېږي.  يا كېداى شي خپله مينه له شعر نه را پيداشوې وي...  خو كېداى شي د بشر ستره ستونزه په دې كې وي چې په هغې مينې يې سر نه خلاصېږي چې د ښځې د زړه له مراندو نه سرچينې را اخلي.»

په هرحال هر هغه چا  چې  يو  وار دعربي شاعرۍ د مينه ناك شعر دلوستلو هڅه اوتكل كړى وي، هرومرو به د قباني دشعر له سندريزو آوازو او انګازو سره مخامخ شوى وي.

دهغه په شعر كې سياست،ښځه،ښكلا،هيلې ، پسرلى او ژوند داسې سره غاړه په غاړه دي چې له هغو نه د ژوند دعاګانې او دهستۍ زړي را خورېږي.هلته بيا له تورو نه  ژوند راويښېږي.

 

نزار په يوويشت كلنۍ كې خپل لومړنى كتاب خپور كړ.

د ده دغه كتاب د كره كتونكو تر سختو ګوزارونو لاندې راغى او دې  ښكنځلمارو او آن ځېنو ښو كره كتونكو هغه ښه وغانده.

 هغه كېداى شي لومړنى عربي شاعر و چې د ښځې ټولې ښكلاوې يې په خورا بې پروايي په  شعري انځورونو كې انځور  او دنارينه دښكلا تنده يې پرې ماته كړه.

 

د قباني شعري ټولګې:

 

-هغې غنم رنګې ماته وويل،۱۹۴۴ز

-ته زما يې،۱۹۵۰.ز.

-شعرونه،۱۹۵۶.ز.

-زما مينې،۱۹۶۱.ز.

-د تورو انځورنه،۱۱۹۶۶.ز.

-ديوې ...ښځې يادداښتونه،۱۹۶۸.ژ.

-وحشي وزمه شعرونه،۱۹۷۰.ز.

-مينه،۱۹۷۰.ز.

-سل مينه ناك ليكونه،۱۹۷۰.ز.

-قانون ماتوونكي شعرونه،۱۹۷۲.ز.

-راته ګرانه،راته ګرانه،۱۹۷۸.ز.

-ښځينه بيروت له مينې سره،۱۹۷۸.ز.

-شهادت وايمه چې له تانه پرته بله ښځه نه شته،۱۹۷۹.ز.

-دښځو تاريخ دا ډول ګڼم،۱۹۸۱.ز.

- دمينانو قاموس،۱۹۸۱.ز.

-دبلقيس شعرونه،۱۹۸۲.ز.(بلقيس د شاعر مېرمنه وه)

_مجنون وزمه شعرونه،۱۹۸۳.ز.

-مينه د سره څراغ په وړاندې نه درېږي،۱۹۸۵.ز.

-مينه به همداسې زما سرلارې وي،۱۹۸۷.ز.

-محرمانه پاڼې...،۱۹۸۸.ز.

-زه يو نارينه او ته د ښځو يوه قبيله،۱۹۹۳.ز.

-پنځوس كاله دښځو په ستاينه كې،۱۹۹۴.ز.

او نور.

 

ديادونې وړ ده چې دغه د مينې شاعر،دغه دمينې دژبې شاعر دشعر ترڅنګه نثر هم ليكلى دى:

 

-شعر زرغون څراغ دى.

-زما د شعر كيسه.

-شعر څه شى دى؟

-كلمات هم له تربګنۍ نه بې خبره نه دي.

-يو څه له نثره.

-زما له نا آشنا پاڼو نه.

نزار چې په ټول ژوند كې دمينې شاعر پاتې شوى و،د خپلې مېرمنې بلقيس تر مرګه وروسته چې د بيروت په ښار کې د بم د چاودنې په يوه پېښه كې ووژل شوه،سياسي شعر ته مخه كړه او د ژوند دپاڅون يوه نوي پړاو ته ورسيد.

كه پخوا دهغه مينه ناك شعرونه د سانسور په منګولو كې له خلكو سره د زړه خواله نه شواى كولاى ،تر هغه وروسته يې پر سياسي شعرونو د سانسور سياسي چړو ګوزارونه پيل كړل.

هغه په عربي ژبه كې له همدې مضمونه تر ټولو نه ښكلې مرثيې او مينه ناك  ويرجن شعرونه وليكل.

سره له ټول سانسور او ښكنځلو دهغه شعرونو، د موسيقۍ او طرب او دنيا  او ددغو دنياګيو روان ته لاره پيدا كوي او له همدې لارې نه د ميليونونو خلكو زړونه ايل كوي.

د ده د شعر كره كتونكي،د ده "دولس سره ګلونه د بلقيس په څڼو كې"  نومي  او "بيروت سوځي"  شعرونه  هغه انځورونه ګڼي چې دغه د مينې او ادا شاعر يې په سياسي او ياغي شاعر بدل كړ.

 

د كره كتونكو په وينا ده ،نزار، ښځه،شعر او مينه په داسې يو حماسي انداز سره ونغاړل چې څوك نه پوهېدل څنګه له دې ټولو نه مينه ناكې حماسي غزلې جوړېږي.

هغې د بلقيس له شعرونو نه داسې ماڼۍ جوړې كړې چې د  فردوسي طوسي په وينا  ، باد وباران به هغه ړنګې نه شي كړاى،هغه د بلقيس لپاره داسې ماڼۍ جوړې كړې چې د سليمان لايق په وينا:

جوړ به درته قصر دشعرو كړم ، ابدي به شې
لوى به شې،پراخ به شې،س
مول د ازادي به شې

 

هغه خپلې ښځې بلقيس ته وليكل:

 

تل مې داسې انګېرله،چې تلونكې ده.

تل يې په سترګو كې دتګ جنډې رپېدلې،

هغه ،تګ ته سترګې په لاره وه،

دهغې پر بڼو الوتكو،ځان الوتو ته جوړاوه،

دهغې په كڅوړه كې،

زموږ دمينې له لومړۍ ورځې نه،

پاسپورت او دالوتكې تكټونه،

او نا اشنا ملكونو ته د تګ ويزې چمتو پراته وو.

يو ځل مې له هغې نه وپوښتل:

ولې دا دومره پاڼې تل له ځان سره ګرځوې؟

ويې ويل:

له سرې زرغونې سره مې د كتو وعده ده.

***

دغه ښځه له دې نه زياته بايد پاتې شوې نه واى،

خپله يې هم داسې نه غوښتل،

هغه،هغه فانوسي شمعې ته پاتې كېده،چې

دشاعرانه شېبې په څېر

له وروستۍكرښې نه مخكې يې

اور واخېست.

***

ده خپلې دغې مېرمني ته(هغه بل واده هم لاره) خورا ډېر شعرونه ليكلي  دي چې ((بلقيس او نور مينه ناك شعرونه)) نومېږي.

دادى دبلقيس له جونګه يوشعر:

 

ستا تر سترګو مخكې تاريخ نه و،

كه څه هم له الماسو نه ګران و،خو

د ژينيو ساعتونو مستي نه كوله،‏

هغوى به ويل:

موږ وختونه جوړوو،

ماته ګرانې!

ساعت جوړونكي څه پوهېږي،

دا يوازې ستا سترګې دي،

چې وختونه ،

چې زموږ وختونه جوړوي

او د زمانې بنسټ ږدي.

 

او بلقيس...

 

دمينې استادان  استعفا كوي،

زما ګرانې مېرمنې!

خبرو ته مې غوږ شه!

زه د مينې درسونه نه لولم.

زما خبرې هسې اپلتې

او خيالونه دي،

د اور سره لوبې‏ كوم

او دماشومانو په شان

ځانته اور ورته كوم.

***

زما ګرانې مېرمنې!

زما دليكونو قدر مه كوه،

چې زه

د بادونو پر بستر،غنم كرم،

او د اوبو پر بستر شعرونه.

زه د سيندونو د څپو له سندرو،

د شينيليو له وږم

او د نيستان له ساه نه

مينه جوړوم.

***

ماته غوږ مه نيسه،

زه هغه نارينه يم چې

نړۍ مې په كلمو ورانه كړې ده

د سيند رنګ

دافق رڼا

او د ونوپاڼې مې،

بدلې كړې دي...

***

ماته غوږ مه نيسه!

هغه ورځپاڼې چې زما په اړه

او زمادبريو افسانې ليكي،

 مه لوله،

ځكه زه خو پوهېږم چې زما برى او مېړانه

د تيو د ياقوتو او مرمرو برى دى.

 

***

 زما ګرانې مېرمنې!

څنګه د مينې لوست ووايم،

د اندېښنو او خيالونو لوست،

 دسترګو او بڼو د آزادۍ

حال دا چې زه د وحشت د واك ميراث يم.

***

ماته مه په هيله كېږه!

زه دجګړې له خبرو نه ستومانه شوى يم،

دمينې له خبرونو او

د زړورتياوو له خبرونو...

***

زما ګرانې مېرمنې!

له مانه د انقلاب هيله مه كوه!

زه داسې انګېرم،چې

زما وروستى انقلاب ته وې

 

***

نزار وروسته له هغه چې سياست پرېښود،په بيروت كې مېشت شو.هغه د نزار قباني په نامه خپرندويه ټولنه پرانيسته.هغه له خپلې لومړۍ مېرمنې جلا شو او يوې عربې ښوونكې سره يې چې بلقيس الراوي نومېده،واده وكړ.بلقيس د نزار د ډېرو شعرونو زړه او روح جوړوي.هغه په ۱۹۸۰ كال كې دبمب په يوه چاودنه كې ووژل شوه.دغه مرګ د شاعر مينه ناك روح لاپسې ياغي كړ .

دبلقيس تر مرګه وروسته نزار لومړى سويس،بيا فرانسې او په پاى كې په لندن كې مېشت شو.لندن دده لپاره دښكلا نښه شوه.

هغه د ژوند ترپايه په لندن كې پاتې شو او د ۱۹۹۸ كال د اپرېل په ۳۰ نېټه له بلقيس او بيروت نه ليرې همالته په لندن كې مړ شو.

كه څه هم رسمي كره كتونكو د ژوند ترپايه پورې قباني ښكنځه،خو د هغه ځنازه د سوريې د وخت د ولسمشر په ځانګړې سپارښتنه، د هغه د لسګونو زرو لېوالو، د هغه د شعر او هنر د مينانو په اوږو  په ځانګړي پوځي رسمي دود د دمشق په ښار،دده په پلارنۍ اديره كې خاورو ته وسپارله شوه.

 

 

 

 

 

دويمه مقاله

 

 

دنزار قباني  دشعر ځېنې ځانګړتياوې:

 

هغه په خپل شعر كې خورا ساده دى ،هغه مفاهيم خورا ژر لېږدوي، هغه پېچلو تشبهاتو پسې نه ګرځي.هغه ته چې هرڅه پر مخه ورځي،دهغه په ژبه كې په شعر بدلېږي: نارينه ،ښځه، پياله، قهوه، ګل، كاغذ، كوټ، سترګې،لاس او نور،هغه شيان چې يوازې شاعران هغه ليدلاى شي او هر شاعر په خپل شعر كې دهغو د كارولو زړه هم نه شي كولاى.كه څه په زياتره ژبو كې كلمات دوه ډوله دي:ورځني او شاعرانه ،خو د قباني لپاره هره كلمه او هرڅه شاعرانه دي.هغه به ويل هرڅه خداى په مينه خلق كړي  او په هرڅه كې دشعر جوهر نغښتى دى.دغه جوهر دشاعر پرليكنوکې  تر نورو هغه ښه انځورېږي او دشعر نوم ګټي.

 د شاعر او نورو  توپير دادى چې دغه جوهر په شعر كې دشاعر روح له ورايه څرګندوي او موږ كولاى شو،هغه ژر تر لاسه او خوند ترې واخلو.

 

نزار، د خپل هېواد د بهرنيو چارو په وزارت كې  يولوړ پوړى چارواكى و، دا هغه وخت و چې د عربو او اسرائيلو د شخړې بدې ورځې وې .ده  هغه نيمګړتيا،ناتواني اوبې اتفاقي چې د عربو په منځ كې ده وليدله،دى يې له دې قامه سخته ناهيلى كړ، نو ځكه يې د روښان اندۍ لاره خپله كړه.

كه څه هم دوه زامن او دوې لوڼې يې  لرلې،خو   د وژل شوې بلقيس ځاى  يې د ده په شاعرانه ياغي زړه كې ډك نه كړ.

تر دې پېښې نه وروسته سوريايي چارواكو د دمشق يو واټ د ده په نامه ونوماوه،خوبيا هم د هغه مين روح ددغې نه هېريدونكې ښځې ياد له ده نه هېر نه كړ.

پرديسي هغه بل ابدي غم و ، چې دده روح يې د ژوند تر پايه پورې زورولى و.كه څه هم هغه له عربي نه پرته په نورو درې ژبو انگريزي، فرانسوي او هسپانوي غږېده،خو ده يوازې د خپل خيال او وطن په جنت كې د ارامۍ احساس كولاى شو،نو له دې كبله و چې ده وصيت كړى و،چې دى بايد په دمشق كې خاورو ته وسپارل شي:

 

ددې لپاره چې له تاسره زما مينه له تورو او كلمونه لوړه ده،

پرېكړه مې وكړه چې چوپ واوسم.

 

 دهغه د ژوند ترټولو ستره نيكمرغي په دې كې وه،چې هغه بې شمېره اوريدونكي درلودل.

دهغه شعر دهغه ژوند ليك دى،نه يوازې ژوند ليك بلكې دهغه ټول ژوند دى.

هغه وايي :

 

ما د لمر رڼا زوروي،

او د كوټې ساده ساعت.

 

قباني وايي:

 

((هغه څه چې ماته خورا اهميت لري،هغه خپله شعر دى او شعر زه پخپله او تاسو ياست .))

هغه په خپلو ټولو دوه څلوېښتو شعري جونګونو كې په ډېرې سادګۍ هرڅه انځوروي او آن شعر په خورا سادګۍ راپېژني:

 

((شعر هغه شين څراغ دى چې پاك خداى په خپلو ګوتو زموږ په ګوګل كې لګولى دى.))

 

هوكې!هغه په خپلو اشعارو كې په خورا سادګۍ خو په ډاګه شعر تعريفوي:

 

شعر يو ناڅرګند الهام دى.شعر نڅا ده،له مانه خلك پوښتي چې تاسو ولې په عربي نړۍ كې تر ټولو نه زيات لوستونكي لرئ،زه ورته وايم:له دې كبله چې زه يو ساده اوطبيعي شاعريم، په طبيعي توګه شعر وايم او له ټولو سره په طبيعي ډول خبرې كوم.

 

دهغه په شعرونو كې هره كلمه خپل ځاى خپله پيدا كوي،ځكه هماغه شان چې نڅاګر په نڅاكې خپله خوځېدا نه شي څارلاى، نو همداسې شاعر د تخليق په وخت كې د فكر كولو توان نه لري.

دهغه په شعر كې مينه هر چېرې او هره شېبه ليدله کېږي،دهغه په قاموس كې دهغې معنى خورا پراخه ده.هر چېرې چې شعر شته هلته ښځه او مينه هم ښكاري او اورېدل کېږي.

 

هغه وايي:

 

ستا مينې ماته راوښودل،چې

ته ماته په هرڅه كې ګرانه و اوسې.

په ژيړو پاڼوكې،په بارانۍ هواکې،په بادونوكې او په بارانونوكې ،زه چې د مينې په احساس هرڅه وينم،هغه په شعر بدلېږي.

 

دهغه سياسي شعر تر بل هر مينه ناك شعر نه مينه ناك دى :

دوى ما دلوى شاعرپه توګه مني،خو د لوى ياغي په توګه مې نه مني.

هغوى ما د جون د پينځمې(پر عربو داسرائيلو د يرغل ورځ) نه مخكې قباني مني،خو دجون دپينځمې نه وروسته مې قباني نه مني :

دی وايي:

پرېږده چې دهغې كودتا مشري وكړم،چې پر خلكو ستا دسترګو  دواك دټينګېدو زېري كوي.

 

محمود درويش د فلسطين نوميالى شاعر وايي:(( د نزار قبانی پر ځنازې پريمانه شمعې روښانه شوې وې،خو دا د هغو شمعو له شمېر نه خورا لږې وې چې دغه شاعر په پنځوسو كلونو كې د مينانو، دخپلواكۍ ساتونكو ،دوجدان دازادۍ او دخپلې مېنې دآزادۍ لپاره لګولې وې.))

 

 

 

قباني دلومړي شعر د ويلو له وخت نه چې يوازې او يوازې و،په عربي نړۍ كې په  يوه ولسي شاعر بدل شو.هغه شعر له آسمان څكو ماڼيو نه راكوز او د ډوډۍ او سروګلانو په شان يې ټولو ته ور وباښه.هغه نه يوازې دښځو بلكې دټولو شاعر شو.

 

د نزار له قلمه:

 

((دغه سل مينه ناكه ليكونه،هغه څه دي چې زما دمينې له ايرونه راته پاتې دي.زه شاعر هم لكه  دنورو شاعرانو په څېر،دټولو نارينه وو په شان،دا دمينې يادګارونه او د ليكونو جونګونه جوړوم...او دومره زړور نه يم چې ټول هغه د اور لمبو ته وروسپارم.

دا پټولى نه شم چې اور ته مې د وروستۍ هوارۍ په توګه كتل- هغه لاره چې ما او معشوقې مې د امانت له درانه پېټي نه وژغوري.

خو كله چې زه د وروستي ځل لپاره هغو ته ځير شوم،دهغو په ځېنو كې مې خورا ډېرې شعري نښې پيدا او ځېنې خو آن شعرونه وو.

دغه خيال دهغو له سوځولو راتم كړم او دخپلو بې شمېره ليكونو په منځ كې مې دهغو سل ټوټې راخوښې اويا مې هغه ليكنې له دغه نه را بېلې كړې چې شعري او خورا  انساني  هارموني يې لرله.

 

ښځه ښكلې ده،خو تر هغه نه ښكلي لا هغه يادونه او احساس  دى،چې ددغو ښځو نه زموږ دليكنوپر كرښو كې پاتې کېږي.

 

او بل دا چې دا ليكونه زما د مينې د اور ليكونه دي...خپروم يې،ځكه يې خپروم چې ايمان لرم د هنرمند مينه،ځانګړې مينه نه ده،دا نړيواله ده،معشوقې ته دشاعر ليكونه دنړۍ ټولو ښځو ته ليكونه دي.))

 

نزار شعر د كلماتو نڅا انګېري. او وايي:

 

((شاعران وحشي نڅا كوي،داسې وحشي نڅا چې په هغې كې خپل حال او موسيقي هېروي،هغوى كله خپل ځان او سندره هېروي او خپله په سندره بدل شي.زه شعر وايم خو نه پوهېږم څنګه؟هغه شان چې كب نه پوهېږي چې څنګه لامبي.))

 

هغه دې پوښتنې ته چې شعر له كومې راځي،داسې ځواب ويلى دى:

 

((خو شعر چېرې اوسي؟...د شعر تر دېرش كالو څارنې وروسته ،هغو كورونو ته چې شعر پناه وروړه او يا هغو ځايو ته چې په دروغو به خلكو هغه ته د شعر د اوسېدو نښه وركوله،ما دا كشف كړه چې شعر يو افسانوي ښاپېرۍ ده چې لا تر اوسه لا چا ليدلې نه ده....))

 

د نزار همدا مينه ناك شعرونه دهغه په منګلو كې لكه لاسي بمونه داسې هره شېبه چاودېدوته چمتو وو.

دهغه يو بله ځانګړتيا دا وه چې هغه خپل شعر پر شونډو دخپلو همژبو منځ ته ورته،هغوى ته يې په خپل شعر كې دهغوى د زړه دنيا انځوروله . دده دشعر مينه وال په وار وار سره په بېلابېلو عربي هېوادونو كې په زرګونو زرګونوتنه،د هغه په شعري بنډارونو كې په ورځو ورځو دده مخې ته ولاړ وو او ده ته يې ماشا الله ويل،هغه په عربي نړۍ كې داسې پېژندنه  او مينه ناكه  مينه تر لاسه كړه چې د مرګ په اورېدو يې عربي ماتم اعلان شو…

 

هغه دمينې په اړه خورا حيرانونكي خيالونه لري،هغه به ويل:

 

((تر ټولوستره ګناه چې انسان كوي،هغه دا ده چې مين نه شي.))

هغه د شعر او شاعر په رښتينې معنى سره شاعر دى.كه په لنډه يې  ووايو دهغه وينا هومره انساني شعري ده چې دنړۍ هرې ژبې ته چې دهغه شعر اړوې، انځورونه يې نه يوازې ورکېږي نه چې لا انځوريزه کېږي.

ما لا په پښتو ژبه كې ( تر ۲۰۰۱ کال دمخه) د  هغه او دهغه دتخليق په اړه نه څه ليدلي وو او نه مې څه اورېدلي دي،خو كېداى شي له وطنه زما د لېري والي له كبله وي،خو بيا مې هم دا ښه وګڼله چې دا څو ټوټې د خيال،دشاعرانه انځورونو،د نويو تركيبونو د نويو معناوو  لېوالو او دانساني سترې غريزې مينې لېوالو ته راټول  او ټولو هغو ته يې ډالۍ كړم چې پرې پوهېږي او د هضمولو توان يې لري.

هغه هېڅكله چاته د سپكاوي تكل نه درلود،خو بيا هم کله چې په پنځوسمو كلونو كې چې كله ده خپله پېژندل شوې قصيدهL ډوډۍ،شنيلى او سپوږمۍ) خپره كړه ،هنرمندان او سندرغاړي څه چې نالوستو عربانو هم د هغه ددغو ښكلو شعرونو د اورېدو انګازو پسې لېوني ګرځېدل، مګرد سوريې يو شمېر روحانيونو د بهرنيو چارو له وزارت نه دهغه د ويستلو وړانديز وكړ، هغه ليكلي وو:

 

زما ښكلې!

تاته له بيروته ليكم!

باران لكه زما پخوانۍ مينه

له سفره  بيا راستنه شوې ده.

 

د سمندر دغاړې له قهوه تون يې

ستا پلو ته در انځوروم،

ژيړي او غمجن مازديګر ورځپاڼې لمدې كړې دي،

او ته هم هره شېبه

دقهوې له پيالې

او ورځپاڼې له كرښو راته سترګه كښېكاږې.

 

پينځه مياشتې واوښتې،

ته څنګه يې اې د زړه سره؟

دلته نوى څه شى نه شته،

بيروت لكه ټولې ښځې ځان سينګاروي،

 دمغرور،ښكلي او ستمګر ژمي په پيل كې

بيروت ستا ليدو پسې لېونى دى،

 

بيروت تاپسې لېونى دى،

آى زما له غرو پناه ښكلا!

اى د شعر اور او لمبې!

باران ستا د اندامونو په تنده كې ډوب دى،

او سيند چمتو دى،

چې ستا په سترګو كې ډوب شي.

***

زما مينې!

بيروت په دې ورځو كې ستا د ديدن لېواله  او  يوې  افسانې ته ورته شوى دى.

 

كېداى شي  ووايو چې دشعر عمر دانسان له هغه ،ځكه مخكې دى چې  دشعر انګازې د طبيعت،د الوتونكو،دغرورغو اوبو،پاڼو او نورو نورو په آوازو كې نغښتې وې.

كه څه هم د شعر عمر دومره اوږد دى،خو بياهم دهغه تعريف او پېژنده په هماغه اندازه ګران دى.

دشعر په اړه په "المعجم فی معاير اشعار العجم" كې  ليكل شوي دي:

"شعر اندېښمنه، اوډل شوې، معنوي، موزونه، متکرره، متساوي، او په وروستيو حروفو کې سره ورته وينا ده."

دغه پېژندنه  په دغو څلورو بنسټونو اندېښنه، وزن، قافيه او ژبنۍ څارنې ولاړه ده. د نزار شعرونه نه يوازې دغه ځانګړتياوې بلکې  بشري خيال ته دشعر په اړه ورغلې نورې ښېګڼې هم لري.

 

دهغه دشعر ځېنې سرليكونه:

 

-راته ووايه چې درته ګران يم،چې د شعرونو له جونګ نه مې سپېڅلى كتاب جوړ كړم.

- غواړم وروستى ټولواك نابود كړم او ستا د مينې د واکمنۍ بنسټ جوړ كړم.

- كه څوك له مانه پاسپورت وغواړي،ستاسترګې به ورته ښيم.

 

 

هرکله!

هرکله د راتلونکو پېړيو پېغلو!

هرکله د راتلونکو پېړيو زلميانو!

هرکله!

داسې مه انګېرئ چې زموږ ترمنځ غرونه او دريابونه، نه شته،

داسې مه انګېرئ چې زه له تاسې نه ليرې يم،

زه لا په خپله ژبه ولاړيم،ما ستاسې پور پر ځان هېر کړى نه دى.

ستاسو، نه ديدن به ماته لويه ګناه وي

زه هرومرو درځم،خو له مانه دکتنې وخت مه پوښتئ

له مانه مه پوښتئ کله؟

له مانه مه پوښتئ چېرته او څنګه؟

خو په راستنېدو مې ډاډمن اوسئ.

کېداى شي

دسپرلو د لومړيوشنليو او غوټو له وراوو سره،

دملا مردان دغرونو په شيلو کې.

کېداى شي کومه شپه

دبرېښنا له زرينوشغلو سره

راستون شم،

او ستاسو پرکلي در پرېوزم.

کېداى شي هم دکوم بري د رپېدونکې جنډې،

په رپېدوکې

ستاسو دسترګو په وړاندې ورپېږم

او يا کېداى شي،

دبارانونو ديوه څاڅکي په څېر

ستاسو دکلي دلوړو چنارونو له بيخ نه،

سايوان پورته کړم.

يا هم کېداى شي،دکلي نه لېرې

د للو  (په سوريه كې يوه دښته ده)په دښته کې،

تر غنمو نه مخکې

له اوربشو سره،رازرغون شم.

کېداى شي،دځوانانودسپرلي په اتڼونو او نڅاوو کې

پټ ،پټ درننوزم

او ناڅاپه

له کومې مستې چټې سره

اتڼ پيل کړم

او دشعرونو ناندرۍ

*****

هرکله!

هرکله د راتلونکو پېړيو پېغلو!

هرکله د راتلونکو پېړيو زلميانو!

هرکله!

زموږ ديدن که وشو

موږ به په ډکو حجرو کې

په مستو دېرو کې

په مېلمستياوو او بنډارو کې

ما او زما سندرې په ګډه ولولو

زه ډاډه يم چې تاسو به،نور داوښکو او وينو

يادونه هېر کړئ.

****

هرکله!

هرکله د راتلونکو پېړيو پېغلو!

هرکله د راتلونکو پېړيو زلميانو!

هرکله!

پرېږدئ چې ستاسو دمړوندونو

په زانګو کې وزنګېږم.

دا په دې نړۍ کې ،

ماته ترټولو نه غوره،

د ارامۍ ځاى دى.

تاسو پوهېږئ؟

زما خوب،

پرڅپو د ولاړو بېډيو پر سر دى،

يا دکومې ونې پر هغې ماتې څانګې

چې دتالانګرو بادونو

 تر ابدي يرغل لاندې ده.

پرېږدئ !چې ستاسو دمړوندونو

په زانګو کې لږ ارام وکړم.

پرېږدئ! يو وار مې پرېږدئ!

يو وار او يوه شېبه بيا راستون شم،

د شيخ  له ګواښوو او دخان له غچه پرته،

له ډاره لرې او له پېغوره خلاص،

تر کليوالې پېغلې مټې تاو کړم،

مچ يې کړم او بيا په ګناهونو کې ډوب شم.

پرېږدئ چې دهغې

دنرګسي خولې خوند

او د ځېږو لاسونو رغوي نه د پټيوو دخاورو

بوى واورم.

هرکله!

هرکله د اوسنۍ پېړۍ پېغلو!

هرکله د اوسنۍ پېړۍ زلميانو!

هرکله!

هغه ورځ چې زه راستنېږم را روانه ده،

زما راستنېدو،

زما راکوزېدو،

زما د زرغونېدو،

او زما د بيا رپېدو لپاره پاسپورت جوړ کړئ.

دا پروا نه لري چې هغه دې څنګه؟

ښکلى که ځېږ؟

ساده که رنګه؟

پروا نه لري!

هر څنګه چې وي زه يې منم،

ژيړ،

سور،

شين،

ځېږ

او ان که تور .

پوهېږئ ولې؟

زه په دې برخه کې ډېر خواشينى يمه،

ځکه ما په ټول ژوند کې يوازې يو ځل دخپل هېواد پاسپورت لاره.

 

****

لطيف بهاند

مسکو


March 6th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان