زمونږ د کلی سپی اوس هم غاپی
زبیر شیرزاد زبیر شیرزاد

تاسو به زمونږ کلی نه وی لیدلی زمونږ کلی له یو خوا د سړک او له بل خوا د یوی لویی ویالی په مینځ کی پروت دی. هلته ټول د خټو په کورونو کی ژوند کوی. د مظلومانو په وینو آباد شوی بنگلی او مرمرین قصرونه نشته نه د بریشنا نښه شته او نه د نل د اوبو. نه برلین دی نه ناروی نه سویدن او نه ماسکو نه نیویارک او نه پاریس. خو یو څه شته پریمانه د اوبو نه ډکی ویالی او ښکلی چینی. همدی ویالو چینو شنو دنگو چنارونو او سرو گلونو زمونږ کلی ښکلی کړی له همدی امله زمونږ خلگو په وچه ډوډی شکر ایسته. زمونږ د کلی یو خواته د باد پش غونډی او بل خواته د تره خیلو لوی غر پروت دی. زه د خپل خلکو او کلی صفت تاسو ته نه کوم هر څوک پوهیږی چه هغوی میړنی سرلوړی په وطن مین او د پاک لاسو خاوندان دی. زمونږ د کلی خواراکیان هغومره چه مسافر د سپو له لاسه په تنگ دی دوی د سیلابونو او طوفانونو د لاسه په تنگ دی. هو، که وریځ په الیشنگ کی وی باران زمونږ د کورونو او ځمکو په سر وریږی او بیا د لیونی باد پش له دشتو او لمنو داسی خونړی سیلابونه را روان شی چه ته به وایی د هند او یا د مدیترانی سمندر طوفانی شوی او یوی خواته یی لاره پیدا کړی. نو بیا زمونږ کلیوال ډیر پریشان شی او د هرچا په اوږه بیل او کلنگ شی. هر څوک کوشش کوی چه خپل کور چه په ډیر زیار او محنت یی جوړ کړی دی د سیلاب د څپو څخه وژغوری. خو کله کله د دوی هیلی نیمگړی شی. هو د عظیم او اعظم خان کاکا کور او مځکی همیشه د سیلاب تر څپو لاندی وی. کله د حاصل اخیستلو په وخت کی او کله د کولبی او مالی په وخت کی نو دوی مجبور دی چه بیا د سره زحمت وباسی. خو کله چی آسمان شین شی د لعنتی او خونړی سیلاب د لاسه زمونږ کلیوالو ته ډیر تاوان رسیدلی وی هلته زیارتونه هم شته کله چه باران نه وی عقیدتی هلکان د زیارت تیږی په اوبو کی اچوی که خدای باران وکړی. سیلاب خو کله کله وی خو د کلی سپیان همیشه غاپی او کله کله د څو سپیانو غپهاری دومره ډیر شی چه زمونږ کلیوال په سیلاب شکر باسی.

په دی ورستیو کی داسی بی مفهومه او بی کیفیته او د دشمنی نه ډکی لیکنی می تر سترگو کیږی چه د یو عیار جنگ معنی لری نو ځکه ماته د یو هوشیار سپی او د یو غوغاگر سپی یاد او خاطری را یادی شوی.

او د څو تنو لیکنی حیران کړی یم، پخوا خو داسی نه وو. هلته بل ډول وو، زمونږ په کلیو کی رواج وو که دشمن به د دشمن کلی ته راغی چا پری ډزی نه کولی ډوډی به یی په مړه گیډه ورکوله په گرمه حجره کی به یی شپه ورکوله او پنځه ډزی به یی هم تر بالشت لاندی ورته کیښود تر څو مطمئن شی چه دشمن په خپل کلی او کور کی دشمن نه وژنی خو چه د کلی د ساحی څخه ووځی نو دشمن بیا دشمن دی. خو اوس زمونږ د ډیرو دوستانو څخه د حجری او دیری کلتور هم هیر شوی کلی خو لا څه کوی چه په خپل کور کی په مسافر ورور ډزی کوی. هو خبره د هوښیار سپی ده. حضرت خان هم سپی درلود هغه ډیر هوښیار وو همسایه گان او د کلی اوسیدونکی یی ډیر ښه پیژندل کله چه به یی همسایه او کلیوال ولیدل که دی گنگ وو او په خوله یی شه راغلاست نه شو ویلی خو د احترام او درناوی په دود به په ځمکه به کیناست په خپله لکی به یی د میلمه لپاره لاره جاړو کوله او بیا به یی خپل سر په ځمکه د احترام په توگه کیښود داسی څوک ما ندی لیدلی چه د حضرت خان هوښیار سپی باندی یی شفقت او مهربانی نه وی کړی او لاس یی پری نه یی گرځولی هغه یو روزل شوی ښکاری سپی وو او په ښکار کی یی جوړه نه درلودله او ډیر مهارت یی درلود هغه زرکی او سسی او حتی مړه زان به یی په خولی نیوه دومره هوښیار وو چه ښکار شوی مرغان به یی نه زخمی کول او په دی پوهیده که یی په غاښو چیری کړی خاوند باندی خوړل حرامیږی هغوی زمونږ د جنگ سالارو نه ډیر هوښیار وو جنگ سالار خو لا څه کوی د بی عفته قلم خاوندانو نه هم هوښیار وو ځکهزمونږ جنگ سالاران د خپلو وروڼو وینی او غوښی خوری. د حضرت خان سپی حلال او حرام ډیر ښه پیژندل خو هغوی چه د قلم عفت ښه نه ساتی د خپل د لاری ملگری باندی حملی کوی او یو تعداد په خپل لاس حلال حراموی او خپل پردی کوی د خپلو بدو ته ښه وایی او د نورو ښه ورته بد ښکاری. تاسی پوهیږی چه په کلیو کی هم مینه کیږی خو هغه مینه حقیقی مینه وی هلته د بی حیایی مینه نه وی د بی حیایی مینه د مرگ معنی لری زمونږ د پیغلو او ځلمو د لیدلو لپاره هیڅ امکانات نشته دا له ازله زمونږ په تقدیر کی لیکل شوی نه هلته سینما شته نه ښار او نه کوم ښارگوټی نو د لیدو د پاره غیر د مازدیگر د گودر نه بل به څه وی. د سیلاب راتلل که له یوی خوا کلیوال زوروی او ورته زیان رسوی خو د پیغلو او ځوانانو لپاره بیا یو اختر وی. هلته زمونږ هلکان سیلاب بهانه کړی حتی ښونځی ته هم نه ځی که د سیلاب په ورځ د پلار په کور کی بندیوانه پس له کلو ووینی څوک بیا د یو چا ښکلا ته ژاړی او څوک د چا ښکلا ته حیران پاتی شی. هو ما تاسو ته د حضرت خان د سپی د هوښیاری په هکله ولیکل خو د همسایه غوغاگر سپیان را نه پاتی شول زمونږ ډیر همسایه گانو داسی سپیان درلودل چه د پښو غږ به په دریم کلی کی شو خوله به د دوی آسمان ته خلاصه شوله هم به د کوروالا او هم د کلی د اوسیدونکو لپاره ډیر مزاحمت کاوه او ډیر به یی د خواږه خوبه راویښول او د سپی پر خاوند لعنت ویل. دا خو لا څه کوی چه ما لیونی سپیان هم لیدلی دی لیونی سپی حتما یو یا دوه کسه په خپلو غاښو داړلی او بیا سپی خوړلی لیری زیارتونو ته د دعا او اودی لپاره تلل چه زخم یی ناسور نشی خو بیا د کلی ځوانانو به د لیونی سپی د مرگ بند و بست کاوه مگر اوس چه داړه مار غارتگر او غوغاگر لیونی سپیان ډیر دی نه پوهیږم چه زمونږ د ځوانانو نه د هغه لیونی سپی د وژلو چل هیر شوی او یا دا چی اوس د هغو لیونی سپو په  خولو کی زهرداره غاښونه او یا امریکائی ډالر شنه شوی. زمونږ یو تعداد لیکونکی هیڅ وخت دی ته متوجه نه شو چه څه وخت او بیا څه ولیکی او څه انتقاد کړی خو چه بیا و یی لیکی دومره چټیات وی چه په لوستلو یی سړی شرمیږی. لیکنه باید ګټوره وی که هر څه وی خو شه وی او که بیا نا روا وی ماته د هغی لیونی سپی او هوښیار سپی داستان را په یادیږی چه یو له ختیځ بل له لویدیځ  فقط خپل نوم او څو کلیمی زیاتوی او د نورو څپکاوی او حقارت غواړی. هو دا به د چا کبر او یا به د چا د شیراوو اثر وه او یا به زمونږ د کلی د مشرانو نا درستی پریکړی چه زمونږ ویالی او چینی وچی شوی کورونه د توپ او الوتکو ښکار شو کلیوالو تری کډه وکړه خټین دیوالونه سیلاب او باران ړنگ کړل او هغه د مینی او د محبت کلی په یو دردونکی کنډواله بدله شوی ته به وایی چه دلته چا یوه ونه هم نه وه شنه کړی او نه دلته یو کلی او یو زرغون باغ وو. د کلی اوسیدونکی هیڅ وخت خودخواه نه وو او نه یی د ځان د لوړولو هیله درلودله نو ولی دا کلی او زرغون بڼ داسی وران شو چه ته به وایی چه دلته به هم کله نه یی اوسیدلی. نن چه زمونږ د کلی ځلمو سره بیا یو احساس پیدا شوی چه هغه ویجاړ کلی او بڼ له سره جوړ کړی کوم چه پرون د لمرو وړانگو زرغون کړی وو او ویالی یی پاکی کړی او د چینو سترگی له خټو خلاصی کړی باغونه په گلانو ښایسته کړی او ډول ډول گلان هلته وکری او په دی هیله که د باد پش له خوا بیا سیلاب او د تره خیلو د غره لخواه بیا د سهار لمر را جگ شی که بی وزلی په لمر ځان گرم کړی ما چه د هر کلیوال نه پوښتنه وکړه په ډیر همت د هغی کلی او باغ د بیا جوړولو غوښتونکی دی او ټولو په یوه خوله راته وویل چه مونږ دا کلی جوړوو که یو ځل بیا د هرچا کور کی ډوډی پیدا شی او د ژوند اصلی سندره وغږول شی خو د همسایه سپیان اوس هم لا غاپی.


September 26th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان