کابل
عنایت الله  پویان عنایت الله پویان

 

دا  کابل  کله  کابل  دی  --   دا  تاریخ  د  پرګنو  دی

دا غورځنګ دی، دا پاڅون دی-- دا داستان د حادثٍو دی

 

دا پګړۍ ده، دا شمله  ده --  د تړون  او  پيوستون  دی

دا د لمر په لور رڼا  ده –  د  دژوند  په  لوری  یون  دی

 

دا  زانګو  د   تمدن ده – دا  زیارت  او  برکت  دی

دا  کتاب  د اویستا  دی –  دا مشال  د  حقیقت  دی

 

دا جګړه ده، حماسه ده –  دا  د سرو  وینو  توفان  دی

هر میرمن یې ملالۍ ده – هر زلمی یې میرویس خان دی

 

دلته  سوله  بریالۍ  ده –  ازبک  زما  د مټو  زور  دی

هزاره مې د سر ستر ګې- هر تاجک د پښتون ورور دی

 

دا پاک لمر د شنه آسمان دی—دغه ښکلی خراسان دی

دغه مینه ده،ریښتیا  ده –  دغه  ګران  افغانستان  دی

 

هر بڅرکی یې د خاورې -- د ړندو سترګو طوتیا ده

پرې تازه دي مړاوې زړونه – دا درمل دی، دا دوا ده

 

که  زر  زله پر مخ لویږي –  سکون  نلري  پاڅیږي

که زر زله څوک یې وژني ـ -  مړینه نلری خوځیږي

 

دا زمونږ د پلار کیږدۍ ده – د لمر وړانګو کې ځلیږی

دا  کیږدۍ  د  ستر[یما]ده –  دا  کیږدۍ کله ړنګیږي

 

خدایه! ته یې  ساتندوی  شې –  د  پویان  دغه   دعا   ده

امن امان  ورته نصیب کړې – دا مو ژوند، دا مو ښکلا ده

-----------------

د خدای ښه دې وي - له هالند څخه عنایت الله  پویان

 

 


December 16th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان